1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د مشر اختریز پيغام ته د افغان حکومت غبرګون څه دی؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۳۱, چهارشنبه

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخونزاده په خپل اختریز پيغام کې له امریکایانو غوښتي چې د سولې هوکړه لیک ته ژمن پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې دغه ډله د تړون ترسليک کولو وروسته د زرونو بريدونو په ترسره کولو تورنه ده.

Afghanistan Mullah Haibatullah Achundsada
انځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند په خپل اختریز پيغام کې له امریکا سره د سولې تړون، تاریخي هوکړه لیک بللی او زیاته کړې یې ده چې دا د اشغال ختمولو برخه کې د ټولو ګډه افغانانو بریا ده. نوموړي ټینګار کړی چې طالب لوری له امریکا سره شوي تړون ته په کلکه ژمن دی.

په پيغام کې راغلي: «د امریکا چارواکو ته وایم، چاته باید اجازه ورنه کړئ چې زموږ او ستاسو ترمینځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي، په دغه توافقنامه کې هر څه په واضحه توګه لیکل شوي او د دواړو ملتونو په ګټه او د ستونزو د هواري له پاره یو ښه چوکاټ جوړوي، چې باید په بشپړه توګه عملي شي.»

ملا هبت الله زیاته کړې چې ددې هوکړې پلې کېدل به، افغانستان او امریکا لپاره د جګړې پای ته د رسولو وسیله وګرځي.

د حکومت غبرګون

خو افغان حکومت د طالبانو د مشر دغه پيغام ته په خپل غبرګون کې ویلي، چې دا ډله لاهم د سولې هوډ نه لري.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبان اوس هم پر جګړه او د افغانانو پر وژنه ټینګار کوي. نوموړي زياته کړې: «ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې له طالبانو غوښتي چې جګړې ته دوام ورکړي او لا نورې ډیرې وژنې وکړي. افغانان سولې ته اړتیا لري، نه دا چې لانور یې هم ژوند ترې واخېستل شي او زیربناوې یې ویجاړې کړای شي.»

ښاغلي فیصل زیاته کړې طالبانو په روژه کې وینې تویولو او جګړې ته زور ورکړی ؤ چې په دې سره د سولې فرصت له لاسه ورکوي.

د طالبانو د مشر په اختریز پيغام کې د زندانیانو له سختو شرایطو او ستونزو یادونه شوې او پر ټولو بشري بنسټونو غږ شوی چې د هغوی په خوندېتوب او خوشې کولو کې لازم ګامونه پورته کړي.

طالب مشر په جګړه کې د ولسي مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دی، خو وايي ددې ناورین د مخنیوي لپاره یې ځانګړی کمېسیون ګمارلی. په پیغام کې يې د ولسي مرګ ژوبلې ډیره پړه پر خپلو جګړه ییزو سیالانو وراچولې. نوموړي ويلي: «مقابل جهت لخوا په مکرر ډول ملکي خلک او عامه کورونه تر بمبارونو، د توغندویزو بریدونو او حملو لاندې نیول کیږي چې ځورونکی عمل دی، په دې اړه په بشري برخه کې له کورنیو او بهرنیو ټولو جهتونو څخه غواړو چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره مؤثر ګامونه واخلي.»

د طالبانو د مشر په اختریز پيغام کې د زندانیانو له سختو شرایطو او ستونزو یادونه شوې انځور: ONSC

د طالبانو مشر داسې مهال افغانستان کې پر ولسي مرګ ژوبله اندېښنه ښيي چې همدا تیره ورځ یوناما په تېر اپریل میاشت کې د ۳۸۰ ملکي افغانانو د وژل کېدو راپور ورکړ. د یوناما په راپور کې راغلي چې، طالبانو د اپریل په میاشت کې ۲۰۸ ملکي وګړي وژلي، چې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډيروالی ښيي.    

کارپوهان څه وايي؟

یوشمېر افغان کارپوهان بیا د طالبانو د مشر اختریز پيغام په اړه بیلابیل غبرګونونه لري. د ارزګان د ولایتي شورا پخواني مشر امان الله هوتکي دویچه ویله ته وویل، په روژه کې سخت برېدونه، ولس وژنه او د سولې پر وړاندې سخت دریځ دا په ډاګه کوي چې طالبان سوله نه غواړي.

ښاغلي هوتکي زیاته کړه: «امریکایانو سره د سولې وروسته باید طالبانو په نوم افغان هم نه وای وژلی او ټک یې نه وای پر کړی، له دې مالومیږي چې طالبان د همدې جګړې له لارې غواړي ځان واک ته ورسوي، بس د واک او قدرت لپاره جګړه ده!»

د هوتکي پر وینا طالبان نه شي کولای چې د افغانانو پرضد دغې جګړې ته ملي، منطقي او اسلامي دلیل پیدا کړي. خو د چارو یو شمېر نور کتونکي بیا د روانې جګړې اصلي مسؤل افغان حکومت ګڼي.

په امریکا کې افغان سیاسي شنونکي ډاکټر داوود میرکي دویچه ویله ته وویل چې د طالبانو د مشر اختریز پيغام ښيي چې طالبان امریکا سره د سولې هوکړې ته ژمنتیا لري.

د ښاغلي میرکي پر وینا افغان حکومت ددې هوکړې هغه میکانیزم مات کړی چې له امله یې د سولې بین الافغاني خبرې وځنډېدې او طالبانو هم جګړې ته زور ورکړ. نوموړي زياته کړه: «مشکل دادی چې ولسمشر غني په واک مین دی، دوی که دغه میکانیزم رعایت کړی وای او زندانیان خوشې شوي وای اوس به دومره کسان په جګړو کې نه وژل کېدل.»

امریکا میشتی دغه افغان کارپوه زیاتوي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه د امریکا د فشارونو په پایله کې لاسلیک شوه، چې عیني فشار باید د زندانیانو د خوشې کېدو برخه کې هم راوړل شوی وای.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل