1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د ویاند دفتر کندهار ته انتقال سوی

۱۴۰۲ فروردین ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي دي چي د دغي ډلی اصلي ویاند به خپل دفتر له کابل څخه کندهار ته انتقال کړي. دا پریکړه دا ښيي چي د هغه ښار اهمیت چي د طالبانو مذهبي مشر پکښي ژوند کوي، لا پسي زیاتیږي.

Taliban-Sprecher Sabiullah Mudschahid
انځور: Xinhua /imago images

کندهار ولایت د طالبانو د تحریک تاریخي مرکز دی. 

د طالبانو مذهبي مشر ملا هيبت الله اخندزاده په همدغه ښار کي ژوند کوي او ډیر لږ له کابل څخه چي ۴۵۰ کیلومتره واټن لري لیدنه کوي، چیري چي وزارتونه، کابینه او مؤقتي رئیس الوزرا حضور لري.  

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د طالبانو د ویاند د مرستیال، انعام الله سمنگاني په هکله وویل: «ذبیح الله مجاهد او سمنگاني دواړه کندهار ته تللي دي.»

«طالبانو د ملګرو ملتونو پر ځايي ښځينه کارکوونکو د کار بنديز لګولی»

دا د طالبانو په حکومت کي د یوه لوړپوړي چارواکي د انتقال یوه لومړنۍ ښکاره نمونه ده چي خپل دفتر له پایتخت څخه انتقالوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه انتقال دلیل په هکله نور جزیات نه دي ورکړي، خو دا کار د هغو چارواکو اهمیت ښيي چي په کندهار کي ځای پرځای دي.

د طالبانو دغه چارواکي وویل چي اصلي پریکړي لکه مکتبونو او پوهنتونو ته د نجونو پر تگ محدودیتونه او په غیر دولتي سازمانونو کي د ښځو پر کار باندي بندیز، په کندهار کي اخندزاده کوي او په کابل کي وزارتونه دغه ډول لارښووني عملي کوي.

شولڅه: نړۍ به له افغانستان سره د مرستو بندیدل ونه زغمي

ذبيح الله مجاهد له کلونو راهیسي د طالبانو د یوه اصلي ویاند په توگه فعالیت کوي او د دغي ډلي د بغاوت دورې په شمول چي د امریکا متحده ایالاتو په رهبرۍ د خارجي ځواکونو تر وتلو وروسته په ۲۰۲۱م کال کي پای ته ورسیده.

په داسي حال کي چي هغه معمولاً د تليفون او یا هم کتبي پیامونو له لاري خبريالانو ته معلومات په اختیار کي ورکول، واک ته د طالبانو تر رسیدو لږ وروسته په یوه خبري کنفرانس کي راښکاره سو.

GP/NZ/Reuters

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب