1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو رهبر په افغانستان کې د فېسبوک د محدوديت غوښتنه کړې

۱۴۰۲ تیر ۶, سه‌شنبه

د طالبانو مشر ملا هيبت الله آخوندزاده د دغې ډلې کابېنې ته سپارښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د فېسبوک د محدودیتونو او یا بندولو په تړاو يوه طرحه جوړه کړي. يو شمیر خلک وايي چې طالبان غواړي خلک دې پر طالبانو نېوکې ونه کړي.

د طالبانو د رهبر ملا هبت الله آخوندزاده انځور
د طالبانو د رهبر ملا هبت الله آخوندزاده انځورانځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

د طالبانو مشر د حکومت کابېنې، په ځانګړې توګه د مخابراتو او تکنالوژۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته سپارښتنه کړې چې د فیسبوک د محدودولو یا بندولو او په هغه کې د مضرو مطالبو د بندولو یوه طرحه تياره کړې ده.

په دې ارتباط د طالبانو د حکومت په یو مکتوب کې راغلی دي: «د فیسبوک د محدوديت یا بندیز له پاره تاسو د ذیربط ادارو سره په هماهنګي یوه طرحه جوړه کړئ.» په مکتوب کې زیاته شوې که په دې ارتباط «څه اندازه مصارفو» ته اړتیا وي، هغه دې هم ورکړل شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین، حیات الله مهاجر فراهي، دویچه ویله ته د طالبانو د مشر له خوا دغه سپارښتنه تائيد کړه او وې ویل چې دا د طرحې او وړانديزونو په سطحه کې ده: «د وړانديز او طرحې په حد کې ده، حکم نه دی.»

ورته بل مطلب:اشرف غني: طالبان دې له ملت سره سوله وکړي

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، د رسنیو پر نشراتو یو لړ محدودیتونه لګولي دي. په حاضر وخت کې د افغانستان خلک خپلې نېوکې او نظرونه تر ډېره د ټولنیزو رسنيو، په تېره د فیسبوک له لارې شريکوي.

د خلکو په خبره، په اوس وخت کې د لېرو پرتو سیمو او کلیو اوسیدونکي هم فیسبوک ته لاسرسی لري او له دې لارې له پېښو ځانونه خبروي.

د محمد په نوم يو افغان وويل چې ډېر خلک د ټولنیزو رسنیو له لارې له يو بل سره په اړيکو کې دي او له همدې لارې معلومات لیږدوي، که طالبان فیسبوک بند یا پرې محدویت وضع کړي، نو بیا به خلک ونشي کړای د خپلو ستونزو په اړه څه ووايي. محمد زیاته کړه: «دا د بیان آزادۍ له پاره د خطر یو زنګ دی. طالبان غواړي چې ټولنه سکوت پر لور بوځي.»

ورته بل مطالب:ملا هبت الله په خپل اختريز پيغام کې ادعا کوي چې د ښځو ټول شرعي حقونه حفظ دي

د رسنیو یو شمیر فعالان وايي چې طالبان په دې هڅه کې دي تر څو افغانستان پر يو آرام او له جنجالونو پرته هیواد بدل کړي او خلک ونشي کړی نېوکې او شکایت ولري.

د رسنیو یو فعال، محمد رجا دویچه وېله ته سره په خبرو کې وويل چې طالبانو واک ته تر رسېدلو وروسته خبریالان ونيول، زنداني او شکنجه ېې کړل او دغه راز د یو شمېر رسنيو دروازې ېې وتړلې او د یو شمیر نورو هغو خپرونې ېې محدودې کړي.

ورته نور مطالب:«د محدوديتونو له ليري کيدو پرته د طالبانو په رسميت پيژندل ناممکن دي»

رجا زیاتوي: «طالبانو رسنۍ محدودې کړې، اوس غواړي فېسبوک هم محدود کړي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۸۰ سلنه خلک ټولنیزې رسنۍ په خصوص فیسبوک کاروي او له دې لارې خپلې ستونزې شریکوي.»

دویچه وېله د/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيفه یو انځوریز البوم وګورئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل