د طالبانو سره خبري کول د "بشپړ تسليم" مانا لري
۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبه« دا يوه خاصه اخلاقي موضوع ده. امريکايانو خو لس کاله د جمهوررئيس کرزي ملاتړ کاوه او اوس يې د طالبانو سره خبري پيل کړې. که واشنگټن د هغه چا سره چي دوی لس کاله ور سره و جنگيدل اوس خبري کوي، نو خپله ماته پخپله په رسميت پيژندي.»
ويکتور په مسکو کي د انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي چي، په دې کي هيڅ شک نسته چي د طالبانو سره خبري کول اسانه کار نه دی، او بل دا چي هغوی به هيڅ وخت د امريکا غوښتنو ته سر ټيټ نه کړي.
« په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو حضور د امريکا په گټه نه دی. زه وړاند وينه کوم چي، د هغوی تروتلو وروسته به په هغه هيواد کي وضع ارامه نه، بلکي نوره به هم ستونزمنه سي.»
د امریکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما د امريکا ږغ راډيو سره په مرکه ويلي چي په افغانستان کي به پر طالبانو نور هم خپلو پوځي فشارونو ته دوام ورکړي تر څو طالبان دې ته مجبوره کړي چي د خبرو ميز ته کښېني او بل دا چي د القاعدې د شبکې سره اړیکي وشلوي.
ازيروف وايي چي امريکا به په افغانستان کي خپل حضور پياوړی وساتي. د هغه په خبره د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ايستلو اعلان تر ډيره سياسي اړخ لري.
په روسيه کي ډيری کارپوهان په دې نظر دي چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا په متحده ايالاتو کي د ولسمشر په ټاکنو پوري تړلي دي.
د روسيې په پارلمان کي د حقوقي چارو د کمېټې مشر اناتولي ليسکوف په دې نظر دی چي د افغانستان څخه د امریکا ځواکونو د وتلو پلان په هغه هيواد کي د ولسمشر د ټاکنو سره تړلی.
« په امريکا کي د ولسمشرۍ په تيرو ټاکنو کي د اوباما ټيم د عراق څخه د عسکر و ايستلو موضوع راپورته کړې ول اوس به د افغانستان څخه وي.»
د پوځي چارو کار پوه سناتور ولگ پنتلييف بيا په دې نظر دی چي د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره هلته بيا کورنۍ جگړه پيليږي.
« افغانستان يو ځانگړی هيواد دی. هلته خلک تر اوسه پوري د تيري سليزي په قانون کي ژوند کوي او هر وخت چي هلته هرڅوک. که هغه برتانيه وه که شوروي اتحاد او که د امريکا متحده ايالات ورغلي او غوښتي يې دي چي خپلي مفکورې هلته پلې کړې د ماتي سره مخامخ سوي.»
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی