د طالبانو سره د سولي وروستۍ خبري اتري او غبرګونونه
۱۳۹۵ آبان ۱, شنبه
د حزب اسلامي سره د افغان حکومت تر سولي وروسته «اوس د طالبانو ځینو ډلو هم د کابل سره د خبرو علاقه مندي ښوولې ده.» خو ایا دا به د سولي یو کوښښ وي او که به په ژمي کي د حکومتي قواوو د حملو څخه د موقِع حاصلول وي؟
اعلان
PAS-Friedensgespräch mit Taleban, und Reaktionen. - MP3-Stereo
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.08.2015):
داعش څرنگه په افغانستان کي له کوچنيانو کار اخلي؟
په افغانستان کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) وروستي انځورنه ښيي چي دوی څرنگه له کوچنيانو څخه کار اخلي. په افغانستان کي د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ سيالۍ زور اخيستی.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
په افغانستان کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) وروستي انځورنه ښيي چي دوی څرنگه له کوچنيانو څخه د تروريستي هدفونو او تبليغاتو له پاره کار اخلي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
دغه انځورونه د اگست مياشتي پر اوله نېټه په کونړ ولايت کي اخيستل سوي دي. کونړ له پاکستان سره اوږده پوله لري او ويل کيږي چي هلته ډېر پاکستاني طالبان پټيږي.
تروريستي سازماان «اسلامي دولت» تر دې دمخه د يوې جغرافيايي نقشې په خپرولو سره حتی د افريکا او اروپا ځيني برخي په خپل «خلافت» کي شاملي گڼلي دي.
له کوچنيانو څخه د تروريستي هدفونو له پاره کار اخيستل د داعش پخوانی کار دئ. کوم انځورونه چي د دغي تروريستي ډلي له خوا له عراقه خپاره سوي، ښيي چي دوی څرنگه کوچنيان پر تروريستي بريدونو کي کاروي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
څه موده مخکي وسله والو طالبانو په افغانستان کي داعش ته گواښ وکړ، چي د افغانستان په «جهاد» کي مداخله نه کوي. په افغانستان کي ځيني طالبان له داعش سره يو ځای سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
پر کوچنيانو باندي هر ډول خبره ډېر ژر اغېزه کوي او په دې سره په اسانۍ سره سړی کولای سي هغوی «جهاد» ته تيار کړي. ځکه نو تروريستي ډلو لکه داعش د کوچنيانو روزلو ته مخکه کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
څه موده دمخه د افغانستان د ملي امنيت ادارې خبر ورکړ چي په دغه هيواد کي ئې د حافظ سعيد په نوم د داعش يو قوماندان له خپلو ۳۰ انډيوالانو سره په يوه هوايي يرغل کي وژل سوی دئ.
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi
په دې وروستيو کي د وسله والو طالبانو څو قوماندانان له تروريستي ډلي اسلامي دولت سره يو ځای سول او د افغانستان په ختيځ کي دغه ډله نوره هم پياوړې سوه.