1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سفير: د پاکستان په زندانونو کې افغان کډوال وژل شوي

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ مهر ۱۲, چهارشنبه

د راپورونو له مخي په پاکستان کې د هغو افغانانو څو کسان په مرموز ډول مړه شوي چې پوليسو نيولي او بنديان کړي ول. په اسلام اباد کې د طالبانو په کنترول کې افغان سفارت یې مسوولیت د پاکستان پر حکومت او پولیسو اچوي.

Pakistan | Freilassung von 49 afghanischen Flüchtlingen
انځور: Badloon

په اسلام اباد د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب له دویچه ویله سره د یوې مرکې پر مهال د لږ تر لږه څلور کسانو وژل تایید کړل چې جسدونه یې په روغتون یا نورو ځایونو کې موندل شوي او دا هغه کسان دي چې له څه مودې راهیسې په پاکستان کي بنديان ول.

دوی وایي دا مسله وروسته له هغه په ډاګه شوه چې د (درویش) په نوم یو ۱۷ کلن افغان ماشوم کډوال چې د پاکستان پولیسو نیولی وو او له څو ورځني زندان وروسته یې کورنۍ د هغه مړی په روغتون کې موندلی. د هغه پر سر د وهلو او شکنجې نښې لیدل شوي.

شکيب وایي، پاکستان دغه کورنیو ته د وژل شویو جسدونه په دې شرط سپارلي دي چې په اړه به یې رسنیو ته څه نه وایي او مظاهري به نه کوي: «د ماشوم درویش په شمول، د کډوالو په یو کمپ کې پر دوو کسانو ډزې شوي چې یو یې ټپي او بل وژل شوی دی. یو بل بيا چې د شمشتو کمپ څخه اسلام اباد ته د کوم کار په خاطر راغلی و او پولیسو نیولی، له یوې میاشتي لادرکۍ وروسته یې مړی کورنۍ ته سپارل شوی دی.»

بل پلو دپاکستان حکومت تیره ورځ په دغه هېواد کې ټولو هغه افغان کډوالو ته د وتلو خبرداری ورکړی چې په غیر قانوني ډول مېشت دي.

تیره ورځ د اکتوبر ۳ مه د پاکستان د چارسمبالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په مشرۍ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي او پوځي مشرانو رسنیو ته وویل چې ټول افغان کډوال باید د روانې اکتوبر میاشتې تر وروستیو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي، کنه دوی به یې په زوره وباسي او ټولې شتمنۍ او جایدادونه به یې هم ترې واخېستل شي.

پاکستاني چارواکي همدا ډول په پاکستان کې د ځینو وروستیو ترهګریزو پېښو پړه پر افغان کدوالو اچوي.

خو په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت دا ډول پریکړې او ادعاوې بشري سرغړونه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا سبب بولي.

سفیر سردار احمد شکیب په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دا چې پاکستان وایي، د دغه هېواد په ځینو ترهګریزو پېښو کې افغان کډوال لاس لري، موږ دا موضوع په کلکه رد کوو، ځکه افغان کډوال له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې میشت دي او تر اوسه داسې کومه پېښه نه ده شوې. که پاکستان دا ادعا لري نو مجرمین دې ونیسي ځکه مجرم، مجرم دی خو نور افغان کډوال دې نه ځوروي.موږ په زوره د افغان کډوالو د ايستلو مخالف یو ځکه دا غیر بشري عمل دی.»

په پاکستان کې میشتو یو شمېر افغان کډوالو له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په دې ډول نه دي تیار چې افغانستان ته ولاړ شي.

دوی افغان سفارت او د طالبانو حکومت ګرم بولي چې په وخت یې د دوی د حقونو پوښتنه نه ده کړې.

د طالبانوویاند ذبیح الله مجاهد هم نن پر خپله ایکس «ټویټر» پاڼه لیکلي دي چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ورته چلند مخالف دي او پاکستان باید پر خپلو پرېکړو يو ځل بیا غور وګړي ځکه افغان کډوال باید په خپله خوښه له پاکستان ووځي.

ملګرو ملتونو هم د پاکستان له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ویلې یې دي چې خپل هېواد ته د کډوالو ستنېدنه باید په خپله خوښه وي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته چې ګڼ شمېر نوي افغانان پاکستان ته کډوال شوي، کله ناکله له دغو کډوالو سره د پاکستان د پولیسو د ناوړه چلند رپوټونه ورکول کېږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل