1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سفير په مسکو کې په کار پيل کوي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۱۱, چهارشنبه

د طالبانو ادارې له لوري د مسکو سفارت ته معرفي شوی، سفیر دغه ښار ته رسیدلی دی او په پام کې ده چې ژر خپل کار پیل کړي. دا لومړنی سفیر دی چې طالبان یې مسکو ته استوي.

روسیې، طالبانو ته د اپریل مياشتي په پای کي اجازه ورکړه چي په روسیه کي خپل یو سفیر وټاکي
د طالبانو سفير په مسکو کې په کار پيل کويانځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

لکه څنگه چي د تاس او ریا نووستي په نوم روسي خبري آژانسونو د سې شنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی، د گل حسن په نوم دغه سفیر مسکو ته رسېدلی دی او ډیر ژر به خپله دنده پیل کړي.

د افغانستان سفارت د فرانسې خبري آژانس د پوښتنې په جواب کي څرگنده کړې ده چی دغه ډیپلوماټ د سې شنبې په ورځ د روسیې پایتخت ته رسېدلی دی.

په مسکو  کي د افغانستان پخوانی سفیر د طالبانو واک ته له رسیدو دمخه ټاکل سوی وو، او د ۲۰۲۲م کال د اپریل تر میاشتي پوري یې دنده ترسره کړه. وروسته د هغه پرځای د طالبانو له خوا یو شارژدافیر  وټاکل سو.

روسیې، طالبانو ته د اپریل مياشتي په پای کي اجازه ورکړه چي په روسیه کي خپل یو سفیر وټاکي چي دا کار د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو د پیاوړي کیدو د تدابیرو یوه برخه وه.

دا کار د روسیې د سترې محکمې د هغې پریکړې له امله ممکن سو چې طالبان  یې د ترهگرو سازمانونو له لیست څخه لیرې کړل.

د ترهګرو ډلو له نوملړه حذفول؛د روسیې طرحې ته د طالبانو هرکلی

02:49

This browser does not support the video element.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اگست مياشتي په نیمايي کي د امریکا په ملاتړ د حکومت له ړنګېدو وروسته کابل ونیو. څو ورځې وروسته ټول امریکايي ځواکونه له دغه هیوادوه ووتل.

له هغه وخت راهیسې، روسیه هڅه کوي چي د نوي افغان حکومت سره اړیکي عادي کړي، کوم چي مسکو ورته په اقتصادي ډگر او د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه کي د یوه احتمالي ملگري په توگه گوري.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د هیڅ کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل سوی، په تیره بیا په افغانستان کي د ښځو د حقونو  د خراب وضعیت له امله. خو پر روسیې سربیره، پاکستان، چین، ایران او د منځنۍ اسیا ځيني هیوادونه د طالبانو له چارواکو سره په عمل کې ډیپلوماتیکې اړیکې پر مخ بیايي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب