1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو فرمانونه څوک ورکوي؟

۱۴۰۱ فروردین ۲۷, شنبه

د طالبانو له خوا ښوونځيو ته د نجونو پر تلو ممانعت ښيي چې د دغې شدیدې محافظه کاره ډلې غړي کنټرول په لاس کې لري او له بل لورې دغه مسئله د دغې ډلې په منځ کې د قدرت د سیاليو ښکارندويي کوي.

Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

کتونکي په دې نظر دي چي د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کيدل د طالبانو تر منځ د ژور اختلاف ښکارندويي کوي.

د طالبانو له خوا ښوونځيو ته د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونو پر تلو باندې ممانعت، نه یوازې نړیوال غبرګونونه راپارولي، بلکې په خپله د دغې ډلې له غړو يې هم لاره ورکه کړې ده. په ځانګړې توګه د طالب چارواکو هغو ژمنو ته په کتو چې په کراتو ېې ويلي وو نجونې د نوي تعلیمي کال په پيل کې کولی شي منځنیو ښونځيو او لیسو ته ولاړې شي.

د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د [نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کیدو فرمان] ورانوونکی فرمان وو. رهبر په خپله مداخله وکړه.»

ټولو هغو طالب چارواکو چې په دې اړه يې د فرانسې خبري آژانس سره خبرې کړي، د موضوع د حساسوالي په دليل يوازې د نوم د نه ښودلو په شرط خبرو کولو ته حاضر شوي دي.

د نجونو د منځنيو ښوونځيو او لیسو د تړل کیدو ټکان ورکوونکی تصمیم په کندهار ښار کې د طالب مشرانو تر يوې سري غونډې وروسته ونیول شو. کندهار د افغانستان هغه ښار دی چې په عمل کې د طالبانو د قدرت مرکز په سترګه ورته کتل کيږي.

طالب چارواکو د دغه ممنوعیت له پاره په رسمي توګه هيڅ کله هم کومه توجیه نه ده وړاندې کړې، دوی یوازې يوه مسئله تکرار کړې چې وايي د نجونو تعلیم باید د «اسلامي اصولو» مطابق وي.

خو د طالبانو یوه لوړرتبه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د دغې ډلې مشر، ملا هبت الله آخندزاده او د هغه د رهبرۍ يو شمیر نورې ارشدې څيرې «په دغې موضوع کې له حده ډیر محافظه کار دي» چې په تصمیم نیولو کې غلبه کوي.

په کابل کې د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې د ښځو مظاهرې او طالبانانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

هغه زیاته کړه چې اوس د طالبانو په منځ کې دوو ډلو تبارز کړی؛ ښاري او شدیده محافظه کاران. هغه په دې اړه وويل: «په دې دوره کې شدید محافظه کاران ګټونکي شول.» هغه په طالب چارواکو کې د شدیدو محافظه کارانو څخه د عدلېې وزارت د سرپرست، عبدالحکیم شرعي، د حج او اوقافو د سرپرست وزير نورمحمد ثاقب او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د سرپرست محمد خالد حنفي په څیر کسانو یادونه وکړه.

په لندن کې میشت محققه، آشلي جکسن، چې د افغانستان پر مسائيلو تحقیق کوي، وويل چې دغو ملایانو خپل ځان د طالبانو حکومت په تصمیمونو کې منزوي احساساوه او هڅې يې کړي چې د نجونو له تعلیم سره د مخالفت له لارې پر دغې ډلې خپل نفوذ له سره راژوندي کړي.

هغې زیاته کړه چې د دغو طالب مشرانو له حده ډير نفوس د هغه سمت پر لور د افغانستان د حرکت مخه ونیوله چې د یو شمیر طالب رهبرانو په ګډون د افغانستان اکثریت خلک ېې غواړي.

د «بحران نړیوالې ډلې» له څيړنيز مرکز څخه ګریم سمیت وايي: «دا ښيي چې کندهار د طالبانو د سیاست د ثقل مرکز په توګه په خپل ځای پاتې کيږي.»

د طالبانو یوه لوړپوړي غړي وويل چې د دغې ډلې تندلارې رهبران هڅه کوي تر څو د زرونو هغو جنګیاليو رضایت په لاس راوړي کوم چې تر ډيره د لرو پرتو او ډيرو محافظه کاره ټولنو اوسیدونکي دي. هغه وويل: «د هغوی له پاره، حتی د ښځو له پاره له کوره د باندې پښه ايښودل یو غیر اخلاقي کار دی. اوس نو تصور وکړئ چې د هغوی له پاره د نجونو تعلیم څه معنی ورکوي.»

د طالبانو دغه غړي وويل چې هبت الله آخندزاده له «سکولار او عصري زدکړو» سره مخالف دی او دا د حامد کرزي او اشرف غني د حاکمیت لاندې ژوند پورې تړي کوم چې د غرب ملاتړ وړ ول. هغه زیاته کړه: «دا د هغه جهان بیني ده.»

د طالبانو مشر ملا هبت الله آخوندزادهانځور: picture-alliance/dpa/Afghan Islamic Press via AP

افغان فعاله، تفسیر سیاه پوش، چې اسلامي زده کړې ېې کړي یادونه وکړه چې د افغانستان نجونو تل د اسلامي درسي نصاب پر اساس، له هلکانو څخه په جلا ټولګيو کې تعلیم کړی دی، له دې کبله طالبانو یوازې هڅه کړې چې «په دې پلمه د افغان ښځو حقونه سرکوبه کړي.»

په پاکستان کې د طالبانو یوې منبع ټينګار وکړ چې د نجونو د تعلیم او تحصيل په تړاو د طالبانو د رهبرۍ په سطحه کې اختلافات موجود دي، خو دغه ډله د انشقاق له خطر سره مخ ده.

دغې منبع وويل: «په دې رابطه بحث ادامه لري... خو هغوی هڅه کوي چې دغو نیمګړتیاو باندې برلاسي شي.»

په هر حال، د نجونو ښوونځیو تړل، په نړیواله سطحه د طالبانو د رسمیت پيژندلو او په افغانستان کې د بشري بحران ته د رسیدګۍ په موخه د مرستو د جذب له پاره يوه ضربه ده.

جکسن وايي، نه آخندزاده او نه هم هغه ته نژدې افراد د هغوی د فرمانونو له راتلونکې څخه «بشپړ درک لري او یا ورته اهمیت لري»، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د طالبانو د رسمیت پيژندنې په برخه کې هر ډول تعامل د ښځو حقونو له رعایت سره تړلي.

حتی د طالبانو یو شمیر مهم غړي هم له دغې ارزونې سره موافق دي. په کندهار کې یو طالب چارواکي وويل: «موږ هغوی [شدید محافظ کار رهبران] ته وايو چې د یو هیواد رهبري د یوې مدرسې له رهبرۍ سره فرق لري.»

دغه طالب چارواکي زیاته کړه: «هر څه په ښه توګه ادامه درلوده چې يو ځل د هغه شدید هدایت راغی. او دغه فرمان زموږ د رهبر له لوري راغی او موږ باید له هغه څخه پیروي وکړو، اما هڅې کوو چې تغییرات راولو.»

د بحران نړیوالې ډلې څخه، سميت، وویل چې د نجونو ښوونځيو تړل، طالبانو سره د حکومتونو همکاري راکمه کړې ده: «دغې مسئلې، [حکومتونو له پاره] دغه پوښتنه راولاړه کړې چې دوی په مشخصه توګه د طالبانو په منځ کې له چا سره خبرې وکړي.»

af/pa/mks/nz (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل