1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو له خوا د صحرايي محکمو ډيريدو په اړه انديښې

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

د طالبانو د کسانو له خوا د خلکو د وهلو ټکولو د ويډيوګانو نشريدو په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه انديښنې ډېرې کړي دي. په دې وروستیو کې دغه راز پیښې ډیرې شوي دي چې له کبله یې خلک هم اندیښمن دي.

Afghanistan Alltag in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

په ټولنیزو رسنيو کې په دې وروستيو کې يوه ويډيو لاس په لاس کيږي چې پکې يو سپين ږيری ظاهراً د طالبانو د کسانو له خوا په ډېره بې رحمۍ وهل ټکول او شکنجه کيږي. دغه سړی فرياد کوي چې «الله مړ شوم.» په دې منځ کې يو بل تن هغه ته له شکنجې نجات ورکوي.

که څه هم چې د دې ويډيو د ثبتيدو نيټه او ځای معلوم نه دی خو د ټولنیزو رسنيو کاروونکو ليکلي دي چې دا پېښه په بادغيس ولایت کې شوې ده. د ټولنیزو رسنيو د کاروونکو په خبره دا سړی د لور د خواستګارۍ د رد ځواب ورکولو له کبله د طالبانو له خوا وهل ټکول شوی دی. خو دا څرګندونو په خپلواکه توګه نه شي تائيديدلی.

پر دې سربيره هم دا ډول ويډيوګانې چې د طالبانو د کسانو له خوا له خلکو سره بدچلن او صحرايي مجازات ښکاره کوي، په ټولنیزو رسنيو کې په بيا بيا نشريږي.

تر دې دمخه هم له پنجشير، اندارب، باميان، کابل او د افغانستان له نورو سيمو څخه داسې ويډيوګانې نشر شوي دي چې پکې ليدل کيږي چې د طالبانو ځواکونه ملکيان نیسي، شکنجه کوي او سپکاوی ورته کوي.

په افغانستان کي دطالبانوله خوا دخبریالانودنیولواو وهلو ټکولود پیښوزیاتوالی

کابو دوې اونۍ تر مخه په انترنټ کې داسې يو ويديويي کليپ نشر شوی وو چې پکې په پنجشير ولایت کې له يوه معلم سره د طالبانو د ځواکونو ناوړه چلن ليدل کیږي. طالبانو د هغه نيول تائيد کړي ول خو وهل ټکول او توهينول یې رد کړي.

د کابل يوه اوسیدونکي دويچه ويله ته وويل چې دی خپله هم پرته له جرمه د طالبانو د کسانو د صحرايي محکمې ښکار شوی دی. هغه چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وويل: «موږ په رستورانت کې ناست وو چې د طالبانو ځواکونه را ننوتل. نجونې يوې خوا ته او هلکان بلې خوا ته ناست ول. طالب ځواکونو د رستورانت دروازه وتړله او له کومې پوښتنې پرته یې پر ټولو وارونه وکړل.»

آر شيف انځور: طالب جنګياليانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په ټولینزو رسنیو کې د طالبانو د کسانو له خوا د سيمې د اوسيدونکو د وهلو ټکولو مختلفې ويديوګانې نشريږي چې دا ناوړه چلن د ملي او نړيوالو قوانينو پر اساس جرم ګڼل کيږي. نوموړې وويل: «له ملکيانو سره دا ډول چلن له خلکو څخه د لیرې والي او د هغوی د نارضايتۍ لامل ګرځي. د نړيوالو بشري قوانينو له مخې د پوځي بريدونو په ترڅ کې د ملکیانو شکنجه او سپکاوی جرم ګڼل کيږي او کيدای شي د طالبانو د جنګيالو او مشرانو له پاره د قانوني مسئوليت باعث وګرځي.»

که څه هم چې د طالبانو وياندويانو د وروستيو ويديوګانو په اړه ځواب نه وايي خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکراداره له خلکو سره هر ډول زورزياتی ردوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وياند محمد صادق عاکف له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «اسلامي امارت او په ځانګړي توګه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ډېر جدي دی. که چېرې پلټونکي عادي خلک وهي ټکوي او ګواښي یې نو د امر المعروف وزارت خپل دغه کارکوونکی له وظيفې ګوښه او يا منفکوي او محکمې ته یې سپاري.»

کارپوهان وايي چې د يوه قانوني چوکاټ نه شتون د دې لامل شوی چې د طالبانو ځواکونه په خپله خوښه خلکو ته سزا ورکوي. طالبانو د افغانستان پخواني نافذ قوانين لغوه کړي او د مدونو قانوني متنونو پر تريبيبولو سربیره د شريعت پر عملي کولو ټينګار کوي.

ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ راهیسې نږدې ۴۰۰ ملکيان وژل شوي

د سياسي چارو کارپوه نجيب اخلاقي د طالبانو له دې ډول چلن څخه خبرداری ورکوي: «د دې ډول چلن دوام به هغه يو څه اعتماد هم چې لا پر طالبانو موجود دی، له منځه يوسي او دښمني او عقده به رامنځته کړي چې د تاوتريخوالي، د خلکو د نافرمانۍ او د ولسي پاڅونونو باعث به وګرځي.»

د بشري حقونو خپلواک کميسیون هم چې تشکيلات یې د طالبانو له لوري لغوه شوي دي خو له افغانستان څخه دباندې فعاليت کوي، د بشري حقونو څخه د سرغړونې د پيښو د ډېریدو په اړه خبر ورکوي.

دې کميسيون په خپل کلني رپوټ کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې د مواردو يو نوملړ چمتو کړی دی چې په هغه کې «د لاسونو او سر پرې کول، په ډزو ويشتل، په دار ځړول، د جسدونو سوځول، سپکاوی، له غرونو ګوزارول، وهل ټکول، لادرکه کول، تښتول، يرغمل کول، ترور او په هدفي توګه وژل، په زور له يوې سيمې شړل او جبري ودونه» شامل دي.

ب. ص/ ن. ز

زموږ له آرشيف څخه:

آیا طالبان د عمومي عفوې فرمان عملي کوي؟

06:30

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل