1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو لخوا د ښځینه محتسبينو ادارې جوړولو په اړه اندېښنې

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۱۶, چهارشنبه

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنو غړیو د امربالمعروف وزارت په چوکاټ کې د ښځینه محتسبينو ادارې د جوړولو طرحه غندلې او وایی چې د دې پلان عملي کول به د ښځو پر وړاندي يو قانوني جرم وګڼل سي.

Afghanistan | Alltag in Kabul
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

په دې وروستیو کې د امر بالمعروف وزارت خبر ورکړی دی چې په ټولنه کې به د ښځو د اصلاح په موخه د وزارت په چوکاټ کې د ښځينه محتسبينو اداره رامنځته کړي.

خو خلکو او په ځانګړې توګه د افغانستان ښځو او د بشري حقونو سازمانونو د طالبانو دا پلان د افغان ښځو پر وړاندي یو لوي سپکاوی بللی دی، او وایې دا بندیزونه چې پر افغان ښځو لګول سوي دي او د ښځو یو پاڅون به د دې حکومت پر وړاندي یو مسولیت ولري چې ترسره یې کړي.

د بشري حقونو یوي فعالې حلیمي پژواک دویچه ویله ته وویل: «دا نوې اداره چې طالبانو د ښځو د پاملرنې د اداري په نوم غواړي جوړه کړي، دا په دې معنې ده چې ښځې یو ډول زندانې کړي، خو افغان ښځې نور دا هرڅه نسې زغملای او دا سپکاوی او ازار به دوی و نه زغمې. زه وایم یواځنۍ ټولنه چې د دوی پر وړاندي یو پاڅون وکړي هغه به ښځې وې، ځکه د دوی د صبر کاسه نوره ډکه سوي ده

اغلې پژواک له نړیوالې ټولنې او بشري حقونو ټولنو څخه وغوښتل چې چوپتیا ماته کړي او د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندي عملې اقدام وکړي.

انځور: TOLO News (for DW)

د کابل یوه مدنې فعاله مستوره په دي باور ده چې د طالبانو له لوري د محدودیتونو د وضع کولو له امله چې اوس د ښځو پر وړاندې د پاملرنې داسي یوه اداره د امر بالمعروف وزارت په چوکاټ کې رامنځته کړې، غواړي په دې سره د  ټولنې نیمایې برخه چې ښځې تشکیل کوي فلج کړي: «له هغه وروسته چې طالبان حاکم سوي، ورځ په ورځ يې د ښځو پر وړاندي بندیزونه ډیر کړي او ښوونځيو ته يې د نجونو د تګ مخه نیولې، ښځې یې د سیاست، فرهنګ او ټولنې څخه ورځ په ورځ ليري کړلې، دوی د ښځو یوي غوښتنې ته لا هم رسیدنه نه ده کړې که څه هم هغه ښځې چې د خپلې کورنۍ له پاره یې یوه ګوله ډوډۍ پیداکوله هغه یې هم له کاره ليري کړي او دوی اوس د خپلې کورنۍ له پاره یوه ګوله ډوډۍ هم نسې پیدا کولای.»

طالبان ولې د ښځینه مامورینو پر ځای د هغوی د کورنۍ غړي ګوماري؟

هغه زیاته کړه چې طالبانو د خپلو پلانونو په پلي کولو سره د افغان ښځو ټول خوبونه او غوښتني تر پښو لاندې کړي دي.

په افغانستان کې یوه ټولنیزه فعاله ترنم سعیدي وایې چې د ښځو د پاملرنې اداره چې طالبان یې جوړوي د ښځو د ځورنې یوه اداري ته ورته ده: «د طالبانو له لوري د ښځو د پاملرنې د یوي ادارې جوړول به په افغانستان کې د ښځو پر وړاندي یوبل لوی جنایت وي چې طالبان غواړي ترسره یې کړي، ځکه په اوسنې وخت کې ښځې غواړي چې د خپلو کالیو رنګ انتخاب کړي او دا اختیار له دوی څخه اوس اخیستل سوي دي، د افغانستان ښځې مسلمانې دي او د دوی د کالیو ډول د شریعت په چوکاټ کې دې او ښایې د طالبانو دې کارسره دوي ته یوه لویه ستونزه په ټولنه کې رامنځ ته سې.»

د طالبانو د واکمنۍ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر، دویچه ویله ته د مرکې پرمهال وویل که څه هم د ښځو د پاملرنې د اداري جوړولو طرحه عملې سوي نه ده، خو دوي به د ښارونو ښځو ته سپارښتنې او لارښوونې کوي: «بلې هو موږ پلان لرو ترڅو پوري دښځو د پاملرنې یوه داسې  اداره جوړه کړو ترڅو پورې په ټولنه کې اصلاح راولې.»

انځور: Wakil Kohsar/AFP

هغه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه.

طالبان: که ښځي حجاب مراعت نکړي، نارینه یې مجازات کیږي

د طالبانو د حکومت یو کال تیریږي خو نړیوالې ټولنې لا تراوسه پوري دغه ډله په رسمیت نه ده پیژندلې. د نړیوالې ټولنې غوښتنه داده چې طالبان دې د بشري حقونو بلخصوص د ښځو حقونو ته درناوی ولري، هغه غوښتنې چې طالبانو ورته تر اوسه پوري غاړه نده ایښي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په یو کال کې په زرګونو ښځې چې په سیاسی، ټولنیزو او کلتوري برخو کې فعالې وي، له افغانستان څخه وتلې او بهرنیو هیوادونو ته کډوالې سوې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب