د طالبانو له خوا نيول سوی امريکايي تبعه آزاد سوی دی
۱۴۰۴ مهر ۷, دوشنبه
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۲۸) پر ایکس شبکه خبر ورکړ چې "د افغانستان اسلامي امارت نن د امیر امیري په نوم یو امریکايي تبعه له زندانه آزاد کړ." نوموړی کس د امريکا له خوا هغه کس ته سپارل سوی دی چې د يرغمل نيول سوو کسانو د خلاصون له پاره ټاکل سوی دی. آدم بویهلر د روانې میاشتې په پیل کې له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې د امکاناتو په هلکه خبرې اترې کړې وې.
د طالبانو نوموړي وزارت څرگنده کړې ده چې "افغان حکومت د خپلو اتباعو ستونزو ته په سیاسي نظر نه گوري." علاوه پردې ټینگار سوی دی چې"ستونزې د ډیپلوماټیکو لارې حل " کیدای سي.
اړوند:مجاهد: د دوو امریکایانو په شمول مو یو شمیر بهرنيان زندانیان دي
که څه هم د نوموړي امریکايي تبعه د نیول کیدو د علت په هکله لږ معلومات په لاس کې سته، خو د نوموړي د آزادیدو په تړاو باوري سرچينو څرگنده کړې ده چې ۳۶ کلن امیر امیري " د ۲۰۲۴ م کال له ډسمبر مياشتي راهیسې په افغانستان کې بندي و."
امیري به مخکې له دې چې امریکا متحده ایالاتو ته خپل سفر ته ادامه ورکړي، د قطر په پایتخت دوحه کې به د طبي معایناتو له پاره د الوتکې یو توقف ولري.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د هغه د آزادیدو هرکلی کړی دی او له قطر څخه یې د دغې روغې جوړي د ملاتړ له امله مننه وکړه. روبیو د ایکس پر شبکه څرگنده کړه:" امیري په افغانستان کې په ناحقه توگه "بندي سوی و. روبیو زیاته کړې ده: "د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ" په واضح ډول ویلي دي چې موږ به خپلې هڅې تر هغو پورې ونه دروو، ترڅو په بهر کې په ناحقه توگه هر یو بندي سوی امریکايي تبعه بیرته خپل کورته راستون سوی نه وي."
اړوند:طالبان: امریکايي پلاوي سره مو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
په روان کال کې په افغانستان کې ډېر نیول سوي بهرني اتباع آزاد کړای سوي دي چې په هغو کې په دا وروستیو کې امریکايي جوړه پیتر او باربارا رینولدس هم شاملیږي. نوموړی ۸۰ کلن او د هغه ۷۶ کلنه میرمن له څه ناڅه اتو میاشتو راهیسې بندیان وو. هغوی د فبرورۍ په میاشت کې له امریکايي تبعه فریدون فايی هال سره یو ځای، په بامیان ولایت کې په داسې حال کې چې خپل کورته روان ول، ونیول سول.
دغه امریکايي اتباع په مارچ میاشت کې لا بیرته آزاد کړای سول. په جنوري میاشت کې بیا دوه امریکايي اتباع، په امریکا متحده ایالاتو کې د مخدره موادو په تور یوه نیول سوي افغان په بدل کې بیرته آزاد کړای سول.
خو په افغانستان کې لا لږترلږه یو امریکايي بندي دی: امریکا متحده ایالاتو ويلي دي چي هغه چا ته به پنځه میلیونه ډالر انعام ورکړی چي د امریکايي تبعه محمود حبیبي د ځای په اړه معلوماتو ورکړي. حبيبي له ۲۰۲۲م کال راهیسې په دغه هیواد کې لادرکه دی.
اړوند:طالبانو یو امریکايي وګړی او شمیر بریتانوي اتباع نیولي دي
د طالبانو حکومت تراوسه پورې په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پیژندل سوی. هغوی د ولسمشر دونالډ ترمپ په رهبرۍ له امریکا متحده ایالاتو سره د ښه تره اړیکو په لټه کي دي. ترمپ له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کي، له طالبانو سره د سولې یو تړون لاسلیک کړ.