1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو له راتګ سره د افغانستان صادرات لږ سوي دي

شعیب تنها شکران | محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

په بامیان او هرات ولایتونو کي یوشمیر بڼوال د لږ حاصلاتو او د صادراتو له نستوالي شکایت کوي، دوی په دې باور لري چي د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې د حاصلاتو صادرات لږ سوي دي.

دافغانستان انګور ځان ته خوند او رنګ لري
دافغانستان انګور ځان ته خوند او رنګ لريانځور: DW/H. Hashimi

په بامیان او هرات ولایتونو کي یوشمیر بڼوال د لږ حاصلاتو او د صادراتو له نستوالي شکایت کوي، دوی په دې باور لري چي د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې د حاصلاتو صادرات لږ سوي دي.

د هرات ولایت د کرني ریاست مسؤلان وايي، سږکال ۱۵۰ټنه د انګورو حاصلات په لاس ورغلي، خو د صادراتي شرایطو په لار کي د خنډ او ځنډ له امله يې ۵۵ سلنه په کشمشو بدل کړي دي.
په هرات کي پر ۱۲ زره او ۱۲۵هکټاره مځکه د انګورو باغونه سته، له یادو باغونو څخه ۱۲۰ ډوله انګور لاس ته راځي او بازار ته وړاندي کېږي.
د هرات ولایت د کرني په ریاست کي د کرنیزو چارو امر بشیراحمد احمدي دویچه ویله ته وویل:


 «سږکال په هرات کي له ۲۰ څخه تر ۲۵ زره میټریک ټنه خالص کشمش تولید سوي دي، د ټرانسپورټي ستونزو او د صادراتي شرایطو د نستوالي له امله له ۱۵۰ زره ټنو انګور څخه تر ۵۰ او ۵۵ سلنه يې د بڼوالو له خوا په کشمشو بدل سوي او بازار ته يې وړاندي کړي دي.»

انځور: DW/S. T. Shokran


اوس په هرات ولایت کي ۱۵۰۰ فابریکې سته، چي بڼوال له دې لاري خپل انګور د صادراتي شرایطو او د بازار د نستوالي له امله کشمش ورڅخه جوړوي.
د جمهوریت له پرځېدو او پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، نړيوال هوايي دهلیزونه د اکثرو سوداګریزو توکو په وړاندي تړل سوي دي، نو ځکه يې صادرات له ننګونو سره مخامخ کړي دي.

اړوند: ولې د افغانستان محصولات د پاکستان په نوم صادریږي؟
په هرات ولایت کي د صادراتي ټولني مرستیال مهدي اکرمي وايي: «د وروستیو سیاسي بدلونونو او د طالبانو له راتګ سره سم هوايي دهلیزونه وتړل سول او د افغانستان هغه مېوه، چي ترمخه به د همدې دهلیزونو له لاري هندوستان او دوبی ته صادرېدل اوس نه صادریږي، مځکنۍ لار بیا د اوږدوالي له امله د مېوو د خرابوالي سبب کېږي.»
خو د ښاغلي اکرمي په خبره اوس د افغانستان کشمش هندوستان، پاکستان او عربي متحدو اماراتو ته صادریږي.


دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي یوشمیر د کشمشو پلورنکي په بازار کي له کمزوري کیفیت څخه ناخوښ  دي. هغوی وايي، کشمش په هغه معیار نه پروسس او نه تولیديږي، چي په کورني او باندني بازار کي مینه وال پیداکړي.

اړوند: ايران افغانستان، پاکستان او عراق ته د بريښنا صادرات بيا پيل کړل
په همدې حال کي هراتي بڼوال هم د خپلو کارونو په وړاندي د امکاناتو او کرنیزو ماشین الاتو نشتوالی د خپلو کارونو په وړاندي لوی خنډ ګڼي، په هرات ولایت کي یو بڼوال لعل محمد نورزی وايي: «موږ تراوسه لا د۲۰ یا ۲۵ کالو په مخکني ډول کشمش تولیدوو، په داسي حال کي، چي موږ ته د مخکني دولت له خوا  یوشمیر کشمش خانې جوړي سوي دي، خو د ماشیني امکاناتو د نستوالي له امله موږ نه یو توانیدلي، چي په معیاري ډول خپل حاصلات بازار ته وړاندي کړو.»

زعفران، د افغانستان د ښې راتلونکې له پاره هیله

04:42

This browser does not support the video element.


د بڼوالو او کروندګرو ستونزي یوازي د افغانستان په غرب پوري نه دي تړلي، بلکي د هیواد په مرکزي ولایت بامیان کي هم کروندګر د کرنیزو حاصلاتو له لږوالي شکایت کوي.
په بامیان ولایت کي د علي محمد په نامه یو کروندګر وايي، سږکال وروستۍ وچکالۍ اوطبعي افتونه د دې سبب سول، چي د  پټاټو حاصلات يې لږ کړي دي: «پروسږکال مي په پټاټو خرڅولو کي څلور لکه افغانۍ تاوان وکړ، ځکه له یوې خوا يې حاصلات لږ ول اوله بله پلوه پر هرو شلو ګونیو مي یوه ګونۍ طالبانو ته عشر ورکړ، خو سږکال بیا د پټاټو د حاصلاتو لږوالی د دې سبب سوی دی، چي د یوه سیر (اووه کیلو) پټاټو بیه ۱۶۰ افغانیو ته لوړه سي.»


د بامیان ولایت د کرني مسؤلان هم په دغه ولایت کي د پټاټو د حاصلاتو د لږ والي خبره مني
د ياد ولایت د کرهڼي ریاست مسؤل ذبیح الله ربدوست دویچه ویله ته وویل: «سږکال په بامیان کي د پټاټو حاصلات ۴۰ سلنه لږ سوي دي، چي وچکالي يې لوی سبب دی.»
دا په داسي حال کي ده چي طالبانو تل په ټول هیواد کي د کرهڼیزو محصلاتو ودي ته د پوره ژمنتیا ادعا کړې او ویلي دي په دې لټه کي دي، ترڅو په ټول افغانستان کي کرهڼیزو حاصلاتو ته د ودي زمینه چمتو کړي. 


د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته ویلي دي چي په کور دننه او دباندي د طالبانو ادارې یوه لویه موخه دا ده چي «د افغانستان کرهڼه میکانیزه او حاصلاتو ته يې د خرڅلاو وړشرایط چمتو کړي.

په هند کی د پیازو بیې درې چنده لوړی سوي

01:31

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل