1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو له «ملاماتوونکو» مالیاتود کسبه کارانو شکایتونه

شعیب تنها شکران | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ دی ۱۵, پنجشنبه

په افغانستان کي صنفي اتحاديې او کسبه کاران ادعا کوي، چي پر کوچنیو او غټو سوداګریو یې د طالبانو له خوا لوړو مالیاتو د کار او کسب رنګ پيکه کړی دی.

Afghanistan - Impressionen von Marktplätzen zum Eid Al-Adha Fest
انځور: Sirat

په یوه تازه پېښه کي د هرات ولایت قصابانو د لوړو مالیاتو له امله قصابۍ تړلي دي. د هرات قصابان وايي چي دوی ته امر سوی دی، چي د هر پسه د حلالو پرسر ۶۵۰ افغانۍ او د غوايي د حلالولو «ذبح» کولو پرمهال ۲۵۰۰ افغانۍ مالیه ورکړي.
دوی وايي، که د هر پسه او غوايي پر سره له دوی څخه یاده اندازه مالیه واخیستل سي، نو د غوښو خرڅول يې د ګټي پرځان تاوان لري. 

اړوند: په کندهار صنعتي پارک کي ۱۰۰ فابریکې تړل سوي دي
د هرات ښار د درېیمي ناحيې یو قصاب احمد شفیع دویچه ویله ته وویل: «پروسږکال مو د هر پسه د حلالو پرسر ۱۵ افغانۍ او د غوايي د حلالولو پر سر ۲۵ افغانۍ دولت ته مالیه ورکوله، خو اوس باید د هر پسه پر سر ۶۵۰ او د غوايي پر سر ۲۵۰۰ افغانۍ مالیه ورکړو، چي دا مالیه زموږ تر توان لوړه ده او که چیري همدغه یاده اندازه مالیه ورکړو، نو دغوښو بیه به له ۳۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه سي، چي ټوله تاوان يې بیاهم د خلکو پر اوږو دی.»


د هرات یو بل قصاب رمضان وايي: «زموږ کاربندیز به ترهغه وخته روان وي چي ږغ مو نه وي اورېدلی سوی، ځکه موږ نور د طالبانو د بېلا بېلو قوانینو او غوښتنو زغم نه لرو او دوی باید له دې کاره لاس واخلي.» 

اړوند: په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ خونه بیا فعاله سوې
په همدې حال کي د هرات ښاریان وايي، د قصابانو کاربندیز په تور بازار کي د غوښو بیه دوه چنده کړې ده. 


فرید احمد له همدې ستونزي څخه شکايت کوي: «یوشمیر قصابان په تور بازار کي د غوښو یو کیلو ګرام له ۶۰۰ افغانیو څخه  تر ۷۰۰ افغانیو پوري پلوري، څوک نه سته، چي څارنه يې وکړي، شپږمیاشتي کيږي چي وزګار یم، هیڅ عاید نه لرم، په بازار کي ټول شیان ګران سوي دي او د هیڅ شي په رانیولو د سړي وس نه رسیږي.»

په کابل کي یوشمیر د سړک پر غاړه توکي پلورنکي انځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images


دا په داسي حال کي ده، چي په هرات کي د طالبانو د ادارې ویاند نعیم الحق حقاني بېله دې چي جزییات ورکړي وايي: »سیمه ایزه اداره په دې هڅه کي ده چي پر دوکاندارانو او قصابانو ټاکل سوې مالیه راکښته کړي.»

اړوند: ولې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان تازه مېوې نه رسیږي؟
یوشمېر دوکانداران او کسبه کاران وايی چي د طالبانو له راتګ سره بېلا بېلي مالیې وضع سوي دي چي دا خپله د تېر په پرتله د کسب او کار شرایط ستونزمنوي. 
د حاجي فدامحمد په نامه د کابل یو دوکاندار وايي: «د طالبانو د مستوفیت ادارې کارکوونکي په زوره موږ اړ باسي چي ملا ماتوونکي مالیات ورکړو، یوکال کیږي چي کاروبار مو خراب سوی دی، نه خرڅلاو سته نه عاید، نو اوس موږ دا لوړ مالیات څنګه ورکړو.؟»
هغه همدارنګه وویل، هغه دوکاندارن، چي نه سي کولای مالیه تحویل کړي، طالبان يې وهي ټکوي او آن بندي کوي يې.

اړوند: د طالبانو د واکمنۍ یو کال، له اقتصادي پلوه یې افغانستان ته څه لرل؟
طالبان تر اوسه د ماليې ورکولو ځانګړی قانون نه لري او داسي ښکاري چي د دې ډلي سیمه ایز مسؤلان په مختلفو ډولونو له کسبه کارانو او دوکاندارانو څخه مالیه اخلي.
په کابل کي د کسبه کارانو ټولني څخه صالح محمد صالحي دویچه ویله ته وویل: «دوکاندارانو او کسبه کارانو ته دا ډېره سخته ده چي په اوسمهال کي مالیات د خرڅلاو په پرتله ورکړي په داسي حال کي چي ترمخه دغه چاره د عایداتو له مخي سنجول کېده.»

اړوند: د طالبانو د واکمنۍ یو کال، له اقتصادي پلوه یې افغانستان ته څه لرل؟
کسبه کاران او صنفي اتحاديې داسي مهال په افغانستان کي د طالبانو له لوړو مالیاتو څخه شکایت کوي، چي ورځ په ورځ په دغه هیواد کي غربت او مسکنت د خلکو ژوند ګواښي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر د معلوماتو له مخي په افغانستان کي تر نیمايي ډېری خلک کافي خواړه نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل