1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو مشر له پوځي ادارو د وسلو د وېش واک سلب کړ

۱۴۰۳ آبان ۱۸, جمعه

ملا هيبت الله اخندزاده د یوه اته ماده ایز فرمان په صادرولو سره د کورنیو او دفاع چارو وزارتونو او استخباراتو له ریاسته او نورو بنسټونو څخه د وسلو د مهماتو او پوځي تجهیزاتو د ویش واک لغوه کړی دی.

د طالبانو مشر له پوځي ادارو د وسلو د وېش واک سلب کړ
د طالبانو مشر له پوځي ادارو د وسلو د وېش واک سلب کړانځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

په دغه حکم کې چې د افغانستان رسنیو خپور کړی او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دویچه ویله ته تائید کړی دی، ټینګار شوی دی چې له اوس څخه به د پوځي تجهیزاتو هر ډول استفاده او ویش یوازې د طالبانو د مشر په امر سره کیږي.
د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي دي، چې د طالبانو د مشر له حکم پرته هېڅوک نه شي کولای چې، «د دفاع، کورنیو چارو او استخباراتو عمومي ریاست په ډیپوګانو کې ثبت شوې وسلې، مهمات، کمرې، مخابرات او نور پوځي تجهیزات وویشي او یا یې هم د ویشلو حکم صادر کړي.»
د دغه فرمان په یوه بله ماده کې بیا راغلي دي چې هرکله چې د طالبانو اداره د وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو ویشلو ته اړتیا ولري، مکلفه ده چې د دغې ډلې مشر ته وړاندیز وکړي او حکم ترلاسه کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته د امر په تائید سره ویلي دي: «دا کار د وسلو د ښه ساتنې په هدف شوی دی، په تېره بیا هغه وسلې چې په ځینو امنیتي مواردو کې نه کارول کېږي، تر څو نه یوازي دا چې ترې ښه ساتنه وشي، بلکې په ډیپوګانو کې یې له خوندیتوب څخه هم دادمن ووسو.»
پر دې سربیره، په یاد فرمان کې د ویشل شویو پوځي تجهیزاتو پر بیا ثبتولو ټینګار شوی دی.
ملا هیبت الله همداراز په دې فرمان کي ويلي دي، چې د کورنيو او دفاع چارو وزارتو، استخبارات او اړوند نور نظامي بنسټونه مکلف دي څو د پوځي تجهیزاتو لیست د بیت المال د ساتني دفتر ته وړاندي کړي. 
د طالبانو مشر په دغه حکم کې ویلي دي، ټول هغه پوځي تجهیزات چې د دغه دفتر له اجازې پرته وېشل شوي، باید بېرته راټول او په ځانګړو ګودامونو کې وساتل شي.
د یاد فرمان تر صادرېدو څه موده دمخه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د وسلو او مهماتو ټول پخواني وېشل شوي جوازونه باطل اعلان کړي ول.
له داخلي اختلافاتو څخه ویره، که د وسلو ساتنه؟ 
که څه هم د طالبانو ویاندویانو ویلي دي چې د دې اقدام هدف په ټوله کې د وسلو ساتنه ده، خو یو شمېر شنونکي بیا د دغې ډلې د داخلي اختلافاتو په پام کې نیولو سره په دې حکم کې د طالبانو د مشرتابه د پیاوړتیا نښې ویني.
جنرال اجمل عمر شینواری، چې په تېر حکومت کې د وسله والو ځواکونو ویاند وو، د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د نیویارک ټایمز وروستۍ مرکې ته په اشارې سره وویل: «دا فرمان ښيي چې د طالبانو خپلمنځي اختلافات خپل اوج ته رسېدلي دي. د نیویارک ټایمز په وروستۍ  مقاله کې چې په طالبانو کې جدي داخلي اختلافاتو ته اشاره شوې دا شکونه تاییدوي.»

شینوارې زیاته کړې ده چې «د طالبانو مشر د ټولو چارو واک په لاس کې اخیستی دی او د وزیرانو واک دومره کم شوی دی چې نور د یوې مرمۍ د ویشلو واک هم نه لري.»
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال او د مقاومت جبهې غړی امرالله صالح هم په دې باور دی چې د طالبانو مشر، د سراج الدین حقاني له خوا له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې د دغې ډلې د داخلي اختلافات افشا کولو په غوسه کړی او دغه فرمان یې صادر کړی دی.»
امرالله صالح په خپل ایکس پاڼې کې ليکلي: " د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د معلوماتو له افشا کېدو وروسته د طالبانو مشر د پوځي کودتا له ویرې او د بغاوت د مخنیوي له پاره دغه ګام پورته کړی دی.»

آیا د طالبانو ډله له داخلي اختلافاتو سره مخامخ ده؟

29:30

This browser does not support the video element.


هغه وویل چې دا حکم د نیویارک ټایمز د مقالې له خپریدو یوازې دوې ورځې وروسته صادر شو.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د واکمنې ډلې د مشر له لوري محدودیت او جبري سیاستونه د ډیریدو په حال کې دي،  نیویارک ټایمز د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره مرکه  کړې او لیکلې یې دي چې نوموړی له لوېدیځ سره د اړیکو د خوندي کولو له پاره هڅه کوي. خو د دې ډلې مشر د غربي ارزښتونو او غوښتنو سخت مخالف دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب