1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو مشر بیا له نړيوالو د په رسميت پيژندلو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ اردیبهشت ۹, جمعه

د طالبانو مشر د جمعې په ورځ یو ځل بیا له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني. هغه ويلي دي چې نړۍ اوس په «یوه کوچني» کلي بدله شوې او موثرې ديپلوماتيکې اړېکې به د هیواد د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

Mullah Haibatullah Akhundzada
د طالبانو مشر، ملا هبت الله آخوندزادهانځور: Social Media/REUTERS

طالبان چې د تیر کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې واک ته رسيدلي، تر اوسه هيڅ هیواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پيژندلی. دوی واک ته په رسیدلو سره په ټولنیز ژوند کې پر افغان میرمنو ساحه راتنګه کړه، د ښځو د چارو وزارت یې لغوه او نجونو پر مخ ېې له شپږم ټولګي ورپورته ښوونځي وتړل.

د طالبانو مشر هيبت الله آخوندزاده د کمکي اختر د راسیدو په مناسبت خپل د مبارکۍ پيغام کې په افغانستان پورې اړوند نړیوالو ستونزو او همدارنګه د نجونو ښوونځیو د بیرته خلاصولو موضوع ته اشاره نه ده کړې.

هغه ېې پر ځای په دغه کتبي پیغام کې ويلي دي چې لومړی باید د دوی حکومت په رسميت وپيژندل شي. ترڅو خپلې ټولې ستونزې د دپلوماتیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسئولانه توګه حل کړي.

د پيغام په یوه برخه کې راغلی دي: «...د هیوادونو ترمنځ تعاملات یو له بل سره تړلي دي، زموږ هيواد افغانستان د نړۍ په سوله او امن کې خپل رول لري، د همدې اړتیا پر اساس باید نړیوال د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپيژني.»

د طالبانو د مشر د اختر مبارکۍ دغه پیغام په داسې وخت کې خپریږي چې په وروستيو ورځو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان یو شمیر ولایتونه د پر له پسې خونړۍ بمي چاودنو شاهد دي. په دغو بریدونو کې چې تر ډيره هزاره شیعه ګان په نښه شوي، د یو شمیر هغو مسئولیت ېې داعش ډلې منلی.

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې واک ته ورسيدل خو تر اوسه هيڅ هیواد په رسمیت نه دي پيژندليانځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

خو آخوندزاده په خپل پيغام کې په افغانستان کې د روانو ناامنیو یادونه نه ده کړې، بلکې ويلي دي چې افغانستان د دې توان لري چې د هیواد د دفاع له پاره د «یوه پياوړې اسلامي او ملي اردو تهداب کیږدي، همدا ډول د ټولنیز امنیت له پاره د پولیسو موثر ځواک رامنځته کړي او د ملي ګټو د ساتنې په منظور قوي استخباراتي دستګاه په کار وګماري.»

له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په لسونو زره افغان مېرمنو چې په حکومت کې ېې کار کاوه خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او ترڅنګ له هیواد څخه بهر سفر کولو څخه هم منع کړل شوی دي. حتی ښځې په خپله هيواد کې له یو ښار څخه بل ته هم نشي کولای له نارینه محرم پرته سفر وکړي.

د نړیوالې ټولنې ډېره برخه له افغانستان سره بشري مرستې او د افغانستان په رسمیت پيژندل د ښځو حقونو له رعایت سره تړلي.

خو د آخوندزاده د اختریز پیغام په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ په افغانستان کې د نارینه وو او ښځو ټولو شرعي حقوقو ته درناوی لرو او ځان ورته ژمن بولو، څوک دې په دې اړه اندېښنه نه کوي.»

خو تر دې مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي دي چې طالبان په خپلو ژمنو باندې عمل نه کوي او هغه څه چې په خوله وايي په عمل کې يې نه پياده کوي.

طالبانو مخکې نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی وو چې د روان کال د مارچ مياشتې په وروستیو کې به د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستي وي، خو دوی نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ له خپلې دغې ژمنې پر شا شول او ښوونځيو ته راغلې نجونې د ښوونځيو له تړلو دروازو سره مخ شوې. په دغې ورځ د افغان نجونې د ښوونځيو له مخې بیرته په ناهيلې وضعیت خپلو کورنو ته ستنه شوې.

ګڼو طالب چارواکو ويلي دي چې د ښونځیو د تړلو امر پخپله هيبت الله آخوندزاده ورکړی دیانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

ګڼو طالب چارواکو ويلي دي چې د ښونځیو د تړلو امر پخپله هيبت الله آخوندزاده ورکړی دی.

د آخوندزاده د اختر مبارکۍ په پیغام کې د نجونو ښوونځيو ته اشاره نه ده شوې، خو دا ېې ويلي دي چې چارواکو د «ديني او عصري زده کړو» نوي مرکزونه او مدرسې خلاصې کړي دي.

ملا هيبت الله آخوندزاده چې باور کيږي د ۷۰ کلونو به وي په ۲۰۱۶م کال کې د طالبانو مشر وټاکل شو، خو سربیره پر دې چې طالبان اوس په واک کې دي هغه په څنډه کې پاتې شوی او د خلکو په منځ کې نه دی راڅرګند شوی.

د فرانسې خبري آژانس لیکي، په عام محضر کې د آخوندزاده نه راڅرګنديدل، د هغه د مړينې په اړه ګومانونو ته قوت ورکوي او دا چې د هغه په نوم فرمانونه په اصل کې د يوې کمېټې له خوا صادریږي.

طالبانو په اکتوبر میاشت کې یو صوتي پيغام خپور کړ او هغه ېې آخوندزاده ته منسوب کړ. طالبانو هغه وخت ادعا کړې وه چې د آخوندزاده دغه غږیز پیغام په کندهار کې یوې مدرسې ته د وینا څخه دی.