1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو ملاتړی مولانا صوفي محمد، څوک وو؟

۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبه

مولانا صوفي محمد چې د منع شوي تحریک نفاذ شریعت محمدي، سخت دریځي ډلې بنسټ ایښودونکی وو، د پنجشنبې په ورځ ومړ. دی په افغانستان او پاکستان کې د خپل مذهبي او سیاسي نقش له کبله شخړه ایز کس بلل کیده.

Pakistan Sufi Muhammad
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

د مولانا صوفي محمد د کورنۍ د سرچینو په وینا دی د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۱۱مه) په خپل پلرني ټاټوبي دیر سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

صوفي محمد خپلې لومړۍ زده کړې د صوابۍ په پنج پیر نومې سیمه کې په یوه مدرسه کې کړې وې. تر هغې وروسته یې خپل سیاسي سفر د جماعت اسلامي له ګونده پیل کړ. د جماعت اسلامي ګوند له لوري یې په محلي ټاکنو کې هم برخه اخیستې وه.

بیا وروسته یې د جماعت اسلامي ګوند پریښود او په ملاکنډ ډویژن کې یې د قضایي سیستم له نشتون څخه په ګټې اخیستنې سره خپل همنظره خلک راټول کړل او د «تحریک نفاذ شریعت محمدي» په نوم سخت دریځه ډله یې جوړه کړه. وروسته حکومت دغه ډله ناقونونه وسلواله وبلله او بندیز پرې ولګید.

صوفي محمد د دغې ډلې له دریځه په ملاکنډ سیمه کې یوه میاشت وسلوال تحریک پيل کړ چې د مرکزي او ایالتي حکومتې ادارو چارې یې په ټپه درولې وې. هغه مهال ایالتي حکومت ورسره تړون وکړ او د پیپلز ګوند حکومت ورسره په سیمه کې د شرعي نظام د نافذولو ژمنه وکړه. خو پر دې سربیره هم صوفي محمد او ملګري یې مطمینه نه ول او یو ځل بیا یې په احتجاج لاس پورې کړ. په ۱۹۹۴م کال کې د ده ډلې په زور زیاتیو لاس پورې کړ چې حکومت د ده څو ملګري ونیول.

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د یوولسمې تر پيښو وروسته صوفي محمد د ملاکنډ ډویژن او باجوړ له سیمو څخه په زرونو کسان افغانستان ته بوتلل او هلته یې د نړیوالو بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو په ملاتړ جګړه پیل کړه. خو کله چې لږه موده وروسته دی له خپلو کسانو سره د کرم ایجنسۍ له لارې بیرته پاکستان ته داخلیده نو چارواکو ونیو. دی یو څه موده د خیبر پښتونخوا ایالت په بیلا بیلو زندانونو کې وو.

د پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو له پاره دی په ۲۰۰۸م کال کې بیا له زندانه ازاد شو. خو د دغه مذاکراتو د ناکامیدو وروسته بیا ونیول شو او پر ضد یې د ترهګرۍ څو دوسیې ثبت شوې. صوفي محمد په ۲۰۱۸م کال کې د خراب صحي وضعیت له کبله له زندانه په ضمانت آزاد شو. دی د پښتورګو په ناورغۍ اخته وو.

دی د پاکستاني د طالبانو د مشر مولانا فضلل الله خسر هم وو، چې تیر کال په کونړ کې د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

فرید الله خان/ پيښور

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب