1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پلاوی ایران ته تللی

۱۳۹۹ بهمن ۷, سه‌شنبه

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو هئیت تهران ته رسیدلی دی. د ایران چارواکو هم دغه سفر تائید کړی دی. دا لومړی وار نه دی چې د طالبانو پلاوی ایران ته سفر کوي.

Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
آرشیف انځورانځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردک، د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې ملا برادر اخوند او ورسره مل هئیت د ایران د »اسلامي جمهوریت په رسمي بلنه نوموړي هیواد ته ورسید.» د هغه په خبره د طالبانو پلاوی به په دغه سفر کې »په ایران کې د مېشتو مهاجرینو او د افغانستان او سیمي په روان سیاسي او امنتیتي وضعیت« خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، هم دغه سفر تائید کړی دی او ویلی یې دي چې دغه پخوا همغږی شوی وو چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بلنه ترسره شوی دی. د سعید خطیب زاده په خبره د طالبانو پلاوی به د خپل سفر په جریان کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان له پاره د ایران له ځانګړي استازي او همداشان له یو شمیر چارواکو سره وویني. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په خبره په دغو ملاقاتونو کې به د افغانستان د سولې د بهیر او اړونده موضوعاتو په هکله بحثونه ولري.

ایران ته د طالبانو د پلاوو سفرونه اوس کومه پټه موضوع نه ده او ایراني چارواکي له طالبانو سره لیده کاته تائیدوي. تر دې دمخه هم د طالبانو یو هئیت تهران ته تللی وو.

د طالبانو دغه سفر په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې په د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د دوهم پړاو پېل شوی دی. خو لا تر اوسه په دغو خبرو اترو کې کوم پرمختګ نه لیدل کیږي.

د طالبانو پلاوي تر دې دمخه د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی وو او د دغه هیواد د لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدلي وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل