د طالبانو په بريدونو کې ۶۵ کسان وژل شوي دي
۱۳۹۸ تیر ۹, یکشنبه![Afghanistan Taliban](https://static.dw.com/image/18750948_800.webp)
د افغان چارواکو په خبره دغه بريدونه په بغلان، کندهار، کندوز او فراه ولايتونو کې شوي دي. دوی ويلي دي چې د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په څلورو پوځي غلاکړو موټرو سره د دغي ولسوالۍ پر ودانۍ ځانمرگي بريدونه کړي دي. په دې بريد کي ۱۱ پوليس وژل شوي دي.
پر دې سربيره په دې برید کي د ټاکنو کمېسيون ۸ کارکوونکي هم وژل شوي دي. د کندهار د ولايتي شورا د يوه غړي په حواله شپاړس تنه پوليس بيا طالبانو له ځانه سره بېولي هم دي.
د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پوځ دوې پوستې ويجاړې کړې او د يوې ولسي مليشې چې دولت ورسره مرسته کوي، ۲۶ غړي وژلي دي. د ځايي سياستوالو په خبره هغوی دوه تنه يرغمل هم ونيول. دولس نيمه پوځيان په دغه نښته کې ټپيان شوي هم دي.
په فراه ولايت کې بيا د جمعې په ماښام اتو عسکرو پر يوې پوځي اډې باندې د يرغل پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ولايتي شورا د يوه غړي په حواله نور کسان په دغه پېښه کې ټپيان شوي هم دي.
(N.S/N.Z(dpa,Ap,AFP