1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو په رسميت پېژندل د ميز پر سر نه دي»

۱۴۰۱ بهمن ۱۴, جمعه

د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادېې ځانګړي استازي، د طالبانو د وروستيو تصمیمونو د عواقبو په هکله له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي. هغه ټينګار کړی دی چې د طالبانو د په رسميت پېژندلو موضوع د مېز پر سر نه ده.

د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادېې ځانګړي استازي توماس نيکلسون
د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادېې ځانګړي استازي توماس نيکلسونانځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادېې ځانګړي استازي توماس نيکلسون، پر خپلې ټويټر پاڼې لیکلي دي چې پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په جریان کې ېې د پاکستان د پوځ له لوی درستيز عاصم منیر، د افغانستان له پاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق او د دغه هيواد له يو شمیر نورو چارواکو سره ليدلي دي.

هغه ويلي دي چې په دغو لیدنو کتنو کې ېې بشري مرستو ته د ميليونونو افغانانو د لاسرسي له پاره د طالبانو له لوري پر افغان ښځو او نجونو د کار او تحصيل د ممنوعیت پر عواقبو خبرې کړي دي.

په افغانستان کي د مرستو د ليږد په اړه اندېښنې

نیکلسون ویلي دي چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بنديز، تر ټولو ډيرو اړمنو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځي او ماشومانو ته ضربه واردوي.

د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادېې دغه مقام، له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د رامنځ ته کېدو په هلکه هم خبرې کړي دي.

نيکلسون د خپل ټويټ په یوه برخه کې لیکلي دي: «په داسې حال کې چې موږ نه غواړو افغانستان منزوي کړو، خو د طالبانو رژيم د رسميت پېژندل د مېز په سر نه دی.»

له افغانستان سره د مرستو بندولو په اړه د آلمان پارلمان د غړي خبرداری

د کابل پوهنتون استاد، فیض الله جلال، چې اوس په آلمان کې دی تر دې مخکې ېې دويچه ویله ته ويلي دي چې له بنديزونو څخه د طالبانو هدف دا دی تر څو نړېوالې ټولنې د دوی حکومت په رسميت پېژندلی وي. 

توماس نيکلسون، ويلي دي چې له پاکستاني چارواکو سره ېې په دغو کتنو کې د افغانستان د منافعو له پاره د سیمه ایزو او نړیوالو همکاریو پر لزوم توافق کړی دی.

نوموړي همدارنګه د سیمه ایز امنيت د څرنګوالي په هکله، له یو شمير پاکستاني پوځیانو سره هم کتلې دي.

م.م. له اروپايي ټولنې غوښتي چې افغانستان ته خپلې مرستې ونه دروي

د اروپايي اتحادېې دغه چارواکي په پېښور کې وروستۍ ځانمرګې حملې ته په اشارې ويلي دي چې دغه حمله په افغانستان او د هغه په ګاونډیو کې د تروریستي ګواښونو ياد تازه کوي.

د طالبانو له خوا پر افغان ښځو لګول شوو محدودیتونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر تحصيل ممنوعیت او په غیردولتی سازمانونو کې د ښځو کاربندیز د نړېوالې ټولنې تند غبرګونونه راپارولي دي.

یان ایګلنډ: افغانستان کې مو دفترونه خالي دي او مرستې بندې شوي

پر دې علاوه په غیردولتي سازمانونو کې د ښځو د کار محدودیت، په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر هم محدود کړی دی. نړېواله ټولنه په دې باور ده چې دغه محدودیتونه به په ميلیونونو افغانان چې بشري مرستو ته اړتيا لري، زیانمن کړي.

له آرشیف څخه پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل