1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځینه ورزشکارانو په پټه ورزش

۱۴۰۳ شهریور ۲۵, یکشنبه

یو شمېر افغان ښځينه ورزشکارانې چې د طالبانو له خوا له ورزش منع شوي دي په پټه تمرين کوي،​​تر څو روغتيا او آرمښت ولري.دوی غواړي په افغانستان کې د پرله پسې زياتېدونکو محدوديتونو او ټولنيزو فشارونو په وړاندې مبارزه وکړي.

د ۲۰۲۲ په نوامبر کې، د طالبانو د ادارې د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ د دې لپاره چې ښځې حجاب نه مراعت کوي ورزش، پارکونو او ورزشي سالونو ته اجازه نه لري.
د ۲۰۲۲ په نوامبر کې، د طالبانو د ادارې د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ د دې لپاره چې ښځې حجاب نه مراعت کوي ورزش، پارکونو او ورزشي سالونو ته اجازه نه لري.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

د سهار له لمانځه وروسته  ۲۵ کلنه ثنا  د چم ګاونډ له نورو نجونو سره د افغانستان په پلازمینې  کابل کې د قدم وهلو لپاره ځي.دغه نجونې په سړکونو کې د ګڼې ګوڼې لپاره سهار وختي قدم وهلو ته ځي. دوی منډه نه کوي خو لږ ژر تګ کوي او هڅه کوي چې د طالبانو پوستو ته نږدې نه شي.دوی په کومې سیالۍ کې د ګډون له پاره بلکې د خپلې روغتیا لپاره تمرین کوي. په داسې هیواد کې  چې طالبانو په ټولیزه توګه ښځې له ورزش، کار، تعلیم او ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي دي دوی په پټه تمرین کوي.

ثنا وویل: «موږ نشو کولی د طالبانو پوستې ته نږدې شو، ځکه دوی وايي: ولې دومره وختي له کوره وتلې یاست؟ چیرې روانې یاست؟ ولې باید ورزش وکړئ؟ مجبوره نه یاست نو مه یې کوئ.»د ثنا او د ټولو هغو کسانو نومونه چې له فرانسې خبري آژانس سره کړي مستعار دي.طالبان د اسلامي شریعت سخت تفسیر پلي کوي، او ښځې د هغو محدودیتونو له امله زیانمنې دي چې ملګرو ملتونو«جنسي تبعيض» بللی دی.د ۲۰۲۲ په نوامبر کې، د طالبانو د ادارې د امربالمعروف وزارت اعلان وکړ د دې لپاره چې ښځې حجاب نه مراعت کويورزش، پارکونو او ورزشي سالونو ته اجازه نه لري.

پخوا د سپورټ کلبونو د ښځو لپاره په ځانګړو وختونو کې فرصتونه وړاندې کول. اوس هم یو شمیر ځایونه په غیر رسمي توګه شته خو د ګوتو په شمار دي.پخوا ثنا او د هغې یوې ملګرې لطیفې  په لویو پارکونو کې چې ونې یې درلودې قدم وهه.

په المپیک لوبو کې له افغانستان څخه یوازینی ګډونوال

02:15

This browser does not support the video element.

لطیفه وروستی ځل چې  خپل کور ته څېرمه پارک ته تللې وه، چې د ښځو پر مخ تړل شوی. هغې وویل ملګرو یې په زوره له کوره وویستله او د پخوانیو ورځو په یاد یې وژړل.

هغې د اوښکو او خپګان په منځ کې  وویل: «ډاکټر راته وویل چې باید تمرین وکړم ځکه چې زه لوړ کلسټرول او د ځیګرغوړ لرم، خو طالبان موږ ته اجازه نه راکوي چې ورزش وکړو، جم ته لاړ شو او یا په ازاده توګه بهر وګرځو.» ثنا هیله لري چې د یوګا ښوونکې شي او له پلي تګ وروسته د نرم ایروبیک او مراقبت له لارې یوه ډله نجونې  رهبري کوي.

رایان او ځینې ښځینه بوکسرې، چې له خپل ورزشي سالون  څخه په زور ایستل شوي، د یوې ملګرې کور ته ځي او د روزنې لپاره څه ناڅه کم تجهیزات چې لري کاروي یې.

طالبانو په ټولیزه توګه ښځې له ورزش، کار، تعلیم او ټولنیز ژوند څخه بې برخې کړي دي دوی په پټه تمرین کوي.انځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

۱۹ کلنه رایان  په خپل ګرځنده تلیفون کې د بوکس کولو ویډیو ګوري وایي: « اوس موږ لږ تمرین کوو، خو موږ هیڅکله نه په شا کیږو.»

بهار چې پخوا یې د سوک وهنې په سیالیو کې هم ګډون کړی اوس په یوه خصوصي باغ کې ورزش کوي وایي دغه وضعیت هغه او نورې افغانې ښځې تر فشار لاندې راوستي، دغه راز خسته او کمزورې شوي دي.

دې شل کلنې نجلۍ زیاته کړه: « خو کله چې موږ سوک وهنه کوو، موږ د یوې شیبې لپاره هرڅه هیر کوو.حتی که موږ یوازې د څو دقیقو لپاره هم تمرین وکړو، دا لوی توپیر رامنځته کوي.»د هغې میړه نه پوهیږي چې هغه لاهم بوکس کوي. ډیری ښځینه ورزشکارانې د طالبانو د واکمنۍ له رانسکوریدو وروسته له افغانستانه وتلي دي.

ځینې ​​یې اوس هم په نړیواله کچه سیالي کوي، ځینو په یترو المپیک سیالیو کې د پخواني حکومت تر بیرغ لاندې ولوبیدې.د طالبانو اداره په رسمي توګه د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه پیژني.د طالبانو د ورزش مشر اتل مشواڼي وویل، «په افغانستان کې د نجونو سپورت منع دی. کله چې د نجونو لوبې نه وي، نو دوی به څنګه له ملي لوبډلې سره یوځای شي؟»

بنفشه چې په ووشو کې یو تور کمربند لري په المپیک کې د افغان میرمنو د ګډون په اړه بل ډول احساس کوي. د پاریس په المپیک  سیالیو کې د افغانستان د ووشو ټیم دریو ښځو او دریو نارینو د کډوالو په لوبډله کې ګډون هغې وويل: «دا ماته د خوښئ احساس و چې ښځې تر اوسه نه دی تسلیم شوي.هغوئ خپلو هدفونو ته ژمن دي.» هغې وویل:« خو زه خفه هم وم ځکه چې دوی نشي کولی له  خپل هیواده المپیک ته لاړ شي.»

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

03:23

This browser does not support the video element.

دغې پخوانۍ لوبغاړې د طالبانو له راتلو وروسته د رزمي ورزش خپلې جامې وسوځولې.هغه به سختۍ دې ورځو کې له کوره وځي او د «ناهیلۍ او مات زړه» له احساس سره هڅه کوي د ورزش له پاره خپله انګیزه پیدا کړي.

حسینه حسین زاده، چې « فري تو ران» لپاره کار کوي دغه سازمان چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ورزش له لارې کار کوي وویل چې پداسې حال کې چې د فلمونو او آنلاین سپورت ټولګي شته، خو نشي کولی د شخصي روزنې ځای ونیسي.

دغه ۲۸ کلنه ځوانه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته کاناډا ته تښتېدلې، وايي: «موږ خپلو ګډونوالو ته وایو چې داسې فکر وکړي چې دا د کرونا د ناروغۍ وخت دی او موږ هڅه کوو چې د هغوی فکر بدل کړو. موږ هڅه کوو هغوئ ته هیله ورکړو.»

هغې له ۲۰۱۸ کال راهیسې له یوې غیر انتفاعي موسسې سره کار کړی، چې لا هم په افغانستان کې له ښځو سره په شخصي روزنه کې «په احتیاط او پټه» مرسته کوي. هغه زیاته کړه: «تاسو اړتیا نلرئ چې د طالبانو او د هغوی د قوانینو په اړه فکر وکړئ، یوازې د دې په اړه فکر وکړئ د کرونا دوره ده او هر څوک په کور کې تمرین کوئ.»

لکه څنګه چې په افغانستان کې ډیری ښځې او نجونې په پټه کار او زده کړې کوي، ډیرو په پټه ورزشونو ته مخه کړې ترڅو د طالبانو رژیم او نړۍ ته وښيي چې دوی له خپلو حقونو نه په شاه کیږي او د دې لپاره به مبارزه کوي.

Rsh/Nka/zn/aa (AFP)

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب