1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په واکمنۍ کې د کار کولو په اړه د ښځو نااميدي

۱۴۰۱ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

په افغانستان کې به داسې ښځې ډېرې لږ وي چې د پرله پسې جګړو له کبله یې د کورنۍ يو نارينه له لاسه نه وي ورکړی. داسي ښځي ډيري دي چي د کورنۍ ټوله نفقه ور ترغاړي ده. خو دوی اوس څه کوي؟

Afghanistan Kandahar Bäckerei Arbeit Frauen
انځور: M. Usman Barakat

د فرانسې خبري آژانس په کابل، هرات او کندهار کې له دريو داسې ښځو سره خبرې کړي چې هڅه کوي چې په هره لاره چې وي، خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي.

طالبانو کابو يو کال تر مخه واک ته له رسېدو راهېسې پر ښځو يو شمير بندویزونه وضع کړل او هغوی یې د عامه ژوند څخه ايستلي دي. د کار په برخه کې محدوديت هغه څه دي چې ډېري ښځې يې سختې نااميده کړي دي.

څلويښت کلنې شاه پري چې په يوې نانوايي کې کار کوي، فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په دې سختو ورځو کې همدا زما کار دی چې يو څه پرې خوښه يم.» هغه زياتوي: «خاوند مې بې روزګار دی، ټوله ورځ پر کور وي. زه توانيدلې يم چې د خپلو اولادونو له پاره نفقه برابره کړم.»

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته ښځې له ډېرو دولتي وظيفو ليري کړلې او يا یې پرې معاشونه قطع کړي او پر کور د کښيناستو لارښوونه یې ورته وکړه.

له شخصي شرکتونو څخه هم اکثراً لومړی ښځې ايستل کيږي، په ځانګړي توګه د هغو کار ځایونو څخه چې د طالبانو پر مقرراتو برابر نه دي.

ځيني کارونه لا د ښځو پر مخ خلاص دي، خو هلته یې پر وړاندې خنډونه د نارينه همکارانو په پرتله ډېر زيات دي.

تهمينه عثماني چې ۲۳ کاله عمرلري، له هغو ګوټو په شمار ښځينه خبريالانو څخه يوه ده چې په دغه برخه کې یې کار ته دوام ورکړی دی.

دا او د طلوع نیوز نورې همکارانې یې چې کله د تلویزيون پر پرده راڅرګنديږي نو د مخ پټولو له پاره ماکس کاروي. طالبانو څه موده وړاندې امر و کړ چې د تلویزيون ښځينه کارکوونکي بايد مخونه پټ کړي.

هغه وايي: «زه وتوانيدم چې د طلوع نيوز شبکې برخه شم او په افغانستان کې د ښځو غږ واوسم. په دې ډېره وياړم.»

غنچه ګله کريمي يوه بله ښځه ده چې د فرانسې خبري آژانس ورسره خبرې کړي دي. هغه د شاتو مچيو کاروبار پر مخ وړي او د شاتو يا اصلو په خرڅلاو سره له هغه راهيسې خپله کورنۍ ساتي چې ميړه یې له هېواد څخه ووت.

نوموړې وايي: «ما نور دوه کارونه هم پېل کړي دي او يو موټر سايکل مې هم رانیو او خپله یې چلوم.» نوموړې زياتوي: «زه هوډ لرم چې د شاتو مچیو د ساتنې ملکه شم.»

د افغانستان ټولنه د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو تر مخه هم يوه ډېره محافظه پاله او پلار سالاره ټولنه وه او يوازې په سترو ښارونو کې ښځو محدود حقونه درلودل.

د روان کال په پای کې طالبانو د يوه فرمان په جاري کولو سره ښځو ته لارښوونه کړې وه چې په عامه ځايونو کې د خپل مخ په شمول ټول بدن پټ کړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل