د دې مدرسې لګښت د ابوکهفي او نورو مسؤلینو پر غاړه دی، ځکه چې د مدرسې ډیری زده کوونکي د غریبو کورنیو ماشومان دي او نشي کولی، چې د اوسیدو، لباس، کتاب او نور لګښتونو لپاره، چې د میاشتې ۶۸ ډالر کیږي، ورکړي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images
په دې مدرسه کې ماشومان اسلامي زده کړو او قوانینو سربېره، ریاضي، ساینس او بهرنۍ ژبې هم زده کوي، څو راتلونکي کې لوړې زده کړې وکړي. د دې مدرسې ټولنیزې اغیزې دا دي، چې د دغو ماشومانو ځان او نفس باور، چې مخکې به تل له تبعیض سره مخ وو، زیاتیږي.
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images
زین العارفین وایي، ۱۱ کلن زوی یې پر ځان ډېر لږ باور درلود: « هغه پوهیده، چې له نورو سره توپیر لري، خو له هغه وخته چې دلته راغلی دی، هیڅکله د خلکو سره د مخامخ کیدو پر وخت د شرم احساس نه کوي. هغه ما ته وایي، زه خدای داسې پیدا کړم او خپل دا حالت یې منلی دی.»
انځور: Juni Kriswanto/AFP/Getty Images
انځورونه1 | 10
ډیری دیني مدرسې د قرانکریم پر حفظ کولو او عربي ژبې زده کړې باندي تمرکز لري، خو ځینو یې د ځینو نورو مضامینو لکه ریاضي او انگلیسي تدریس هم په خپل درسي نصاب کې شامل کړی دی.
سره له دې، ډیری دغه مدرسې د زده کړو له ملي او نړیوالو معیارونو څخه شاته دي او پر هغو زده کوونکو باندي یې د اوږد مهاله اغیز په هکله چی شمیر یې وار په وار د زیاتیدو په حال کی دی، ځیني اندیښنې راپیدا کوي.
خو افغان نجونې بیا له لا سترو ننگونو سره مخامخې دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په متوسطه او لیسو کې د زده کړو د بندیز له امله، ځیني نجونې هم په دغو مدرسو کی زده کړې کوي، ځکه دا د هغوی له پاره د موجوده زده کړو یوازینی انتخاب دی ، حتی په همدغو مدرسو کې هم د نجونو له پاره زده کړې محدودې دي.
منتقدین وايي چې دغه مدرسې ډیری وخت د مذهبي زده کړو مرکزونه دي او د هغوی مخ په زیاتیدونکی محبوبیت به د افغانستان د راتلونکي له پاره اوږدمهاله عواقب ولري. خو د ډیریو کوچنیانو له پاره، دغه مدرسې، زده کړو ته د لاس رسي یوازینی انتخاب دی.