1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالب - امریکا د سولې هوکړه لیک سرغړوونکي څوک دي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبه

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر قطر کې له طالب مشرانو سره کتلي. دواړه لوري پرڅه غږېدلي؟

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل ۱۱مه) پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تېر ماښام طالب پلاوي او جنرال سکاټ میلر د سولې هوکړه لیک پر پلې کېدو او په دې برخه کې پر سرغړونو تفصیلي خبرې کړي.

ښاغلي شاهین زیاته کړې: «په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه.»

طالبانو د جمعې په ورځ ادعا کړې چې بدخشان کې د افغان او امریکايي ځواکونو هوايي برید ولسي وګړي زیانمن کړي.

سره له دې چې د بدخشان ځايي حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي خو طالبانو دغه هوايي برید د سولې هوکړه لیک ښکاره سرغړونه بللې ده.

ایا د سولې هوکړه لیک د ماتېدو ویره شته؟

لیکوال او ژورنالیست ولي الله شاهین دویچه ویله ته وویل، وروستیو برېدونو سولې ته راټوکېدلې هیلې مړاوې کړي.

ښاغلي شاهین په دوحه کې د سکاټ میلر او طالبانو ترمنځ وروستۍ ناستي ته په اشارې سره وویل، چې دواړه لوري باید د سولي هوکړه لیک تطبیق لپاره ناستو او اړیکو ته دوام ورکړي: «په قطر کې د سولي هوکړه لیک د تطبیق لپاره باید یوه "عملیاتي خونه" جوړه شي، ترڅو سرغړونې وڅاري او معلومه کړي چې څوک سرغړونه کوي.»

ولي الله شاهین، چې د سولي بهیر له نیږدې څاري زیاته کړه: «په بغلان، بدخشان، میدان وردګ او یوشمېر نورو ولایتونو کې بریدونو او جګړو خلک اندېښمن کړي.»

نوموړي په دې برخه کې افغان حکومت د سولي تړون د "سبوتاژ" کولو پر هڅه تورن کړ.

اورکم چا مات کړ؟

خو د افغان هوايي ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال عبدالوهاب وردګ دویچه ویله ته وویل، د لومړي ځل لپاره طالبانو"اورکم" مات کړ: «تاسو ولیدل چې حکومت یوه اونۍ حوصله وکړه، خو طالبانو بریدونو ته زور ورکړ بالاخره حکومتي ځواکونه اړ شول چې له دفاعي څخه فعال دفاعي حالت غوره کړي.»

ښاغلی وردګ زیاتوي چې اوس طالبان او افغان حکومت باید پر یو سرتاسري "اوربند" سره سلا شي.

نوموړي اندېښنه وښوده چې که اوربند ونه شي او امریکايي ځواکونه هم غیرمسؤلانه له افغانستانه ووځي، نو د ۹۰ کلونو په څېر دا هېواد یوځل بیا په کورنیو جګړو کې ښکیلیږي.

سیاسي اختلافات

دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه روسیي هم په افغانستان کې د سیاسي کشمکشونو له امله د جګړو پراخېدو خبرداری ورکړی.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که د افغان مشرانو ترمنځ سیاسي اختلافات پای ونه مومي، د جګړو د دوام لامل کیږي.

د رسنیو په رپوټونو کې ددغه وزارت د ویاندې ماریا زخاروا له قوله د بندیانو پر سر د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ وروستیو ناندریو ته هم اشاره شوې.

اغلې ماریا ویلي: «د بندیانو د تبادلې پرسر اختلافات ددې لامل شوي چې بین الافغاني خبرې وځنډیږي.»

طالبان وايي چي په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک پربنسټ، افغان حکومت باید د سولي بین الافغاني خبرو تر پيل وړاندې ۵ زره طالب زندانیان او طالبانو زر حکومتي بندیان خوشې کړي.

ددغو زندانیانو د خوشې کېدو بهیر د څارنې په موخه طالب پلاوی کابل ته راغی، خو دغه پلاوی هغه مهال له کومې پایلې پرته بیرته قطر ته ستون شو، کله چې افغان حکومت په سترو برېدونو کې د ښکېلو ۱۵ طالبانو له خوشې کولو انکار وکړ.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل