1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالب زندانیانو د خوشې کېدو پرسر تازه اختلاف څه دی؟

۱۳۹۹ خرداد ۱۲, دوشنبه

طالبان وایې چي افغان حکومت باید د خوشې شویو طالب زندانیانو کره شمېرې خپرې کړي. خو حکومت وايي چي شمېرې يې کره دي. نو په شمېر کې اصلي توپير څومره دی؟

Afghanistan Kabul | Taliban werden aus dem Bagram Gefängnis entlassen
انځور: Reuters/National Security Council of Afg

د طالبانو د قطر دفتر وايي چې افغان حکومت د خوشې شویو طالب زندانیانو په اړه کره شمېرې نه ورکوي چې په دې سره دغه بهیر له ګډوډۍ سره مخامخ کیږي.

د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د دوحیې د تړون له مخې تر اوسه پورې د کابل ادارې له زندانونو څخه ۲۲۸۴ تنه د اسلامي امارت بندیان را خلاص شوي دي، له دې څخه زموږ د زیاتو بندیانو د خلاصون ادعا چې د کابل ادارې د چارواکو له خوا اعلان شوې سمه نه ده، باید په دې اړه دقیق او واقعي ارقام خپاره شي او پروسه ګډوډه نه کړل شي.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا، د روانې مۍ میاشتې پر ۲۹ او ۳۰ نیټو له څرخي پله، بګرام او ولایتي زندانونو څخه د۷۱۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ. د دې شورا د دفتر ویاند جاوید فیصل دویچه ویله ته وویل: «تردې دمه ټولټال ۲۷۱۰ طالب زندانیان خوشې شوي او په پلان کې ده چې ۲۹۰ نور هم خوشې شي، چې په دې سره د خوشې شویو ټولو طالب زندانیانو شمېر ۳۰۰۰کسانو ته رسیږي.»

د ښاغلي فیصل په وینا د هغوی د خوشي شويو زندانیانو شمېر کره دی او په دې اړه هیڅ ستونزه نشته. افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خوشې شویو زندانیانو په شمېر کې ۷۱۶ تنه توپیر لیدل کیږي.

هغه مهال چې افغان حکومت د طالب زندانیانو د تدریجې خوشې کېدو لړۍ پيل کړه، طالبانو ویلي ول حکومت هغه زندانیان نه خوشې کوي چې دوی یې لیست ورکړی.

آیا د خوشې شویو زندانیانو د شمېر پر سر اختلاف ژور دی؟

د افغانستان د سولې انستیتیوت مشر خلیل صافی وايي، د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر د څارنې له پاره د طالبانو تخنیکي ټیم اوس هم په کابل کې دی.

د ښاغلي صافي په وینا د زندانیانو د شمیر پرسر تازه اختلاف ډير ژور نه دی او تمه شته چې د دواړو لورو تخنیکي ډلې یې ژر هوار کړي: «د طالبانو د تخنیکي پلاوي څخه علاوه د زندانیانو د خوشې کېدو پروسه د سره صلیب له خوا هم نظارت کیږي او داسې جدي ستونزه نه شته.»

خو په لندن کې ازاد خبریال سمیع یوسفزي دویچه ویله ته وویل، د خوشې شویو زندانیانو د شمېر پر سر اختلافات دغه بهیر زیانمنولی شي.

ښاغلی یوسفزی چې د سولې خبرې له نیږدې څاري پر دواړو لورو غږ کوي چې د ۵۰۰۰ زندانیانو د خوشې کېدو بهیر دې ژر تر ژره بشپړ کړي: «اوس اړینه نه ده چې طالبان وايي ۲۲۸۲ زندانیان خوشې شوي او افغان حکومت بیا دغه شمېر ۳۰۰۰ وښيي، د بندیانو د خوشي کیدو پروسه باید چټکه شي او شونې ده چې د شمېر په اړه یې وروسته هم خبرې وشي.»

دغه لندن میشتی افغان خبریال اندېښنه ښيي چې که د زندانیانو په خوشې کېدو کې نوي اختلافات او ستونزې رامنځته شي، نو ښايي طالبان یوځل بیا خپلې جګړې ته زور ورکړي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل