1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالب بنديانو د آزادولو پر سر اختلافات، څه اغیزې لرلی شي؟

۱۳۹۸ اسفند ۱۲, دوشنبه

ولسمشر غني ويلي چې ټرمپ ترې د ۵ زره طالب زندانیانو د خوشې کېدو غوښتنه نه ده کړې. بل لور ته طالبانو بيا ویلي چې که بندیان يې آزاد نه شي په بين الافغاني خبرو کې گډون نه کوي. په دې اړه اختلاف څه اغیز لرلی شي؟

Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ارگ له خوا ويل شوي چې امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته طالبانو سره د سولې په اړه د وروستیو پرمختګونو مبارکي ویلې. د ارګ د اعلامیې پر وینا، ټرمپ ولسمشر غني ته ویلي: «په افغانستان کې د سولې پروسې د وروستیو ګامونو د عملي کولو په خاطر د جمهوررئیس غني پر رهبرۍ او د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام پر ظرفیت باور لري.»

خو دلته ترټولو مهم ټکی طالبانو سره د سولې هوکړه لیک په اډانه کې د ۵ زره طالب زندانیانو خوشې کېدل دي چې اوسمهال پرې افغان او امریکايي چارواکي بیلابیل لیدلوري لري. ولسمشر غني ویلي چې د سولې خبرو لپاره د ۵ زره طالب زندانیانو خوشې کېدل د افغان حکومت صلاحیت دی او په دې برخه کې هیڅ ډول ژمنتیا نشته.

ښاغلي غني له سی این این تلویزوني شبکې سره په خپله وروستی مرکه کې څرګنده کړې چې ولسمشر ټرمپ ترې د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه نه ده کړې. خو تردې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ولسمشر غني دې څرګندونې ته په اشارې سره ویلي: «ډېر خلک به د رسنيو د توجه ورجلبولو له پاره ځینې خبرې کوي.»

پمپیو زیاته کړې چې د باور جوړونې لپاره له ښکېلو اړخونو سره ګډ کار کوي او په دې اړه طالبانو سره لاسلیک شوی سند ټولو لیدلی.

د طالب زندانیانو خوشې کولو په اړه د سولې هوکړه لیک په لومړی برخه کې راغلي:

« د افغان دولت په زندانونو کې ۵ زره طالب بندیان او طالبانو سره د افغان دولت زر بندیان باید د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ تر ۱۰مې نیټې چې بین لافغاني خبرو لپاره په پام کې نېول شوې، خوشې شي.»

دغه راز، ویل شوي چې امریکا به په دریو میاشتو کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د یوبل د ټولو زندانیانو خوشې کېدو بهیر سره مرسته کوي.

ایا ولسمشر غني په دې برخه کې پر خپل دریځ ولاړ پاتې کیدای شي؟

د سیاسي او حقوقي چارو شنونکي عبدالستار سعادت دویچه ویله ته وویل، د زندانیانو خوشې کېدو پر سر اختلافات د سولې هوکړه لیک پلې کېدل له خنډونو سره مخ کوي، خو باوري نه دی چې ولسمشر غني به په دې اړه پرخپله خبره ټینګ ودریږي. نوموړي زياته کړه: «د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو، خو اوس یې د موادو د تطبیق برخه کې د افغان حکومت همکاري اړینه ده، د بیلګې په توګه له تور لیست څخه د طالب مشرانو د اېستلو پيشنهاد، له حقوقي پلوه باید دا پيشنهاد افغان حکومت لخوا مطرح شي، خو زه فکر نه کوم چې ولسمشر غني دې په دې برخه کې پرخپل موقف ودریږي.»

ولسمشر غني ټينگار کوي چې د بنديانو د آزادولو ژمنه یې نه ده کړېانځور: Reuters/M. Ismail

ښاغلی سعادت د حقانې شبکې د مشر انس حقانې خوشې کېدو ته په اشارې سره وايي چې هغه مهال هم ولسمشر غني ونه توانیده چې نوموړی په زندان کې وساتي.

د پارلمان یوه غړي کمال صافي بیا دویچه ویله ته وویل، افغان ولسمشر باید د سولې هوکړه لیک تر لاسلېکېدو وړاندې له امریکایانو سره دا موضوع مطرح کړې وای. هغه وويل: «حکومت او په ځانګړې توګه ارګ به همیش ویل چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د هر پړاؤ مذاکراتو په اړه خلیلزاد مالومات ورکوي په هماغه وخت کې یې باید د ۵ زره طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د اعتراض غږ پورته کړی وای، اوس وخت کې د ولسمشر غني دغه اعتراض د افغانستان خلک حیران کړي.»

د پارلمان دا غړی وايي د زندانیانو د خوشې کېدو پرسر دغه اختلافات بین لافغاني مذاکرات له جدي ننګونو سره مخ کولای شي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ هوکړه لیک کې پټ یا "محرم" سندونه

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هغو څرګندونو هم اندېښنې راپارولي چې وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې دوه "اجرایوي سندونه" هم شته چې هغه به پټ ساتل کیږي.

د پمپیو پر وینا دغه پټ پوځي سندونه به د امریکا کانګریس غړو ته وړاندې شي چې د امریکايي سرتیرو خوندېتوب لپاره مهم دي.

حقوقي شنونکي عبدالستار سعادت وویل، دا اوس افغانانو لپاره د پوښتنې وړ ده چې په دغو پټو سندونو کې څه دي؟ هغه زياتوي: «په اعلامیه کې هم داسې ویل شوي چې تړون او نور اسناد، دغه نور اسناد د اندېښنې وړ خبره ده یعنې مونږ په دې اړه نه پوهیږو چې په دغو اسنادو کې څه دي؟ دغو اسنادو ته له حقوقي پلوه ضمایم نه شو ویلی ځکه ضمایم هغه څه دي چې باید په اصل تړون کې یاد شي او خپل مشروعیت واخلي، یعنې تړون د اصل په توګه او نورې ضمیمې یې د فروعاتو په توګه مطرح وي خو داسې یو څه ما په هوکړه لیک کې ونه لیدل نو بناء هلته نور تړونونه هم شته چې د اندېښنې وړ دي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې ټاکل شوې افغان حکومت په راتلونکو څو ورځو کې د افغانانو خپل منځي خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړي. خو رویټرز خبري آژانس د طالب ویاندویانو له قوله خبر ورکړی چې که یې زندانیان خوشې نه شي په بین الافغاني خبرو کې ګډون نه کوي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل