1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی قطر ته تللی

۱۳۹۹ شهریور ۲۱, جمعه

د افغانستان د حکومت مذاکراتي پلاوی قطر ته ولاړ. افغان حکومت او طالبانو تائیده کړې چې بین الافغاني خبرې اتري د شنبې په ورځ پيلیږي. شپږ تنه طالب بندیان چې پر سر یې ناندرۍ وې هم قطر ته رسیدلي دي.

Katar Taliban Büro in Doha
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

بالاخره وروسته له څو واره ځنډ څخه د افغانستان حکومت او طالبانو په رسمي ډول تائید کړه چې د شنبې په ورځ په دوحه کې لومړنۍ بین الافغاني خبرې اترې پيلیږي.

مخکې تر دې د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ هم اعلان کړی وو چې د خبرو اترو له پاره حکومتي پلاوی د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۱۱ نیټه) د قطر پلازمېنې دوحې ته روانیږي.

ټاکل شوې وه چې دغه خبرې اترې د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقتنامې له لاسلیک کیدو لږ وروسته پیل شي، خو د طالبانو او حکومت تر منځ د بندیانو د تبادلې پر سر د جنجال له امله د دغو مذاکراتو پیلیدل څو میاشتې وځنډید.

د ارګ په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د سولې د مذاکراتو د پرانیستې په مراسمو کې به د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت نادري او نور حکومتي استازي ګډون وکړي.

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائیده کړې چې د سولې بین الافغاني مذاکرات د شنبې په ورځ پيلیږي. د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرو اترو له پیلید سره د افغانانو ترمنځ د هیواد د راتلونکي سیاسي نظام په اړه اندیښنې ډيرې شوي دي. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام به تر کوم عنوان لاندې رامنځته کیږي؟

خو قطر ته د حکومتي پلاوي تر سفر یو ورځ مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې د نظام پاشل کیدل د سولې د پروګرام برخه نه ده او حکومت د دې کار اجازه نه ورکوي.

د افغانستان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د اکثریت له خوشې کیدو وروسته، د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کولو اختیار د سولې مشورتي لویې جرګې ته وسپاره او جرګې هم د هغوې د آزادولو پریکړه وکړه.

د دغو بندیانو د خوشې کیدو بهیر له پیلیدو سره سم د فرانسې او آسترالیا هیوادونو د دغو بندیانو د آزادولو په اړه چې د دې دواړو هیوادونو د سرتیرو د وژنې په تور محکوم شوي دي خپله اندیښنه څرګنده کړه.

بالاخره د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې دغه جنجالي بندیان قطر ته استول کیږي او تر یوې مودې پورې په دغه هیواد کې تر نظارت لاندې ساتل کیږي. اوس طالبانو تائیده کړې ده چې دغه شپږ تنه بندیان یې قطر ته رسیدلي دي. دغه طالبان د قطر د یوې الوتکې په وسیله دوحې ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بین الافغاني خبرو اترو د پيلیدو هرکلی کړی دی. همدارنګه ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به هم د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ س.ر