1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجنوبي افریقا

د عدالت نړيوالې محکمې په غزه کې د اوربند امر ونه کړ

۱۴۰۲ بهمن ۶, جمعه

په دنهاک کې قاضيانو د سویلي افريقا له خوا د اسرائيل پر وړاندې غوښتل شوي موقتي اقدامات په قسمي توګه منلي دي خو له اسرائيل څخه یې په غزه کې د پوځي عملیاتو د درولو غوښتنه نه ده کړې.

په دنهاک کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړيواله محکمه
په دنهاک کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړيواله محکمهانځور: Piroschka van de Wouw/REUTERS

په دنهاک کې د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې (آی جی سي) د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۲۶ نېټه) د اسرائيل پر ضد د جنوبي افریقا د هغه دوسیې په اړه پريکړه کړې ده چې ادعا کوي اسرائيل په غزه کې د جګړې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د نسل وژنې په تړاو کنواسيون نقض کړی دی.

د محکمې مشرې قاضۍ جوان دونګهو، وویل چې محکمه په غزې تړانګه کې د انساني ژوند د زيان په اړه ډېره اندیښمنه ده. هغې زیاته کړه: «محکمه د انساني تراژيدۍ په اندازه چې په سيمه کې د رامنځ ته کیدو په حال کې ده، ښه خبره ده او د انسانانو د روان کړاو او مرګونو په اړه سخته اندیښنه لري.»

قاضۍ وویل چې د محکمې په نظر په غزه کې د اسرائيل لږ تر لږه ځیني اقدامات چې د جنوبي افريقا له خوا ياد شوي دي د نسل وژنې په تړاو د ملګرو ملتونو د کنواسيون د ځینو دفعاتو په چوکاټ کې راځي. دونګهو وويل چې محکمه د «اسرائيل هغه غوښتنه چې دا دوسيه د عمومي نوملړ څخه حذف کړي، نه شي پوره کولی».

قاضۍ وویل چې محکمې اسرائيل ته حکم کړی دی چې په خپل وس سره ټول اقدامات په لاره واچوي څو له نسل وژنه او نسل وژنې ته د هڅونې مخه ونيوله شي. نوموړې اسرائيل ته دا حکم هم کړی دی چې محکمې ته د یوې میاشتې په ترڅ کې د هغو ټولو اقداماتو په تړاو رپوټ ورکړي چې د محکمې د حکم د عملي کولو له پاره ورته اړتیا ده.

له محکمې د څه په اړه د پريکړې غوښتنه شوې وه؟

په دنهاک کې مقر لرونکې له دې محکمې غوښتنه شوې وه چې د نهو اقداماتو په اړه پريکړه وکړي چې په هغه کې داسې يو حکم هم شامل وو چې اسرائيل په غزه کې د پوځي عملیاتو درولو ته مجبور کړي.

د محکمې نننۍ پريکړه پر اسرائيل د جنوبي افريقا د مهم تور چې معلومه کړي چې ایا اسرائیل د فلسطين په سيمه کې نسل وژنه کړې او که نه، په اړه نه ده بلکې د جنوبي افريقا د هغې هڅې په اړه ده چې غواړي د نسل وژنې په تړاو کنواسيون له مخې «د فلسطينيانو حقونو ته د نور زيان» مخه ونیسي.

که څه هم چې د عدالت د نړيوالې محکمې پريکړې د ټولو اړخونو له پاره الزامي بڼه لري، خو د دې د عملي کولو لپاره کوم میکانیزم موجود نه دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب