بکر زیاته کړې چې «متقاضي [له دغه درخواست سره] هڅه کوي تر څو د اسرائيل له ځانه څخه د دفاع اساسي حق سلب کړي... او اسرائيل بې دفاع پرېږي.»
د اسرائيل د خارجه وزارت حقوقي مشاور د خپلو خبرو په ادامه وويل: «اسرائيل د حماس پر ضد په دفاعي جګړه کې قرار لري، نه د فلسطین د خلکو پر ضد، تر څو د دې ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی (حماس) نه بريالی کيږي.»
اسرائيل وايي په غزې تړانګه کې د اسرائيل اقدامات، له حماس او «نورو تروریستي سازمانونو» څخه د ځان د دفاع له پاره ديانځور: Israel Defense Forces via REUTERS
هغه زیاته کړه: «د نسل وژنې کلیدي عنصر، د ټولو خلکو او یا د یوه برخه خلکو د نابودۍ اراده ده، چې اصلا شتون نه لري.»
جان ایګلنډ د ناروې د کډوالو د شورا (NRC) عمومي منشي له CNN سره په مرکه کي خبرداری ورکړ، چي په غزه کي یو انساني ناورین سترګي په لار دی. «د بېلګي په ډول که چیري په روغتونونو کي د برېښنا د نشتوالي او لوږي له لاسه کوچنیان ومري، دا به جنګي جنایتونه وشمېرل سی.»
انځور: Mahmud Hams/AFP/Getty Images
یحیی سنوار، په غزه کي د حماس د سیاسي دفتر مشر
یحیی له ۲۰۱۷م کال راهیسي په غزه کي د حماس تروریستي ډلي مشر دی. هغه پر اسرائيل د برید له طراحانو څخه ګڼل کیږي. سنوار، چي د کډوالو په پنډغالي کي لوی سوی دی، ویلي دي: «موږ دا غوره ګڼو، چي شهیدان سوو، د دې پرځای، چي تر ظلم او سپکتیا لاندي ومروو.»
انځور: Mohammed Abed/AFP
د لوړي کچي فشار
د حماس ویاند خبري اژانسونو ته ویلي دي چي هر واري چي اسرائيل بیله خبرتیا پر غزه بمبار وکړي یو نیول سوی اسرائيلی به وژل کیږي. په داسي حال کي چی د اسرائيل د باندنیو چارو وزیر الی کوهن ګواښ وکړ چي دا ډول کړنی به هیڅ ونه بخښل سي. حماس پر اسرائيل باندی د برید پرمهال په لسهاوو اسرائيليان له ځان سره ژوندي بیولي دي.