1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق حکومت مظاهره کونکي حق په جانبه بللي دي

۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعه

له دریو ورځو راهیسې په زرګونو قهرجن مظاهره کونکي له تیلو څخه غني هیواد عراق کې د ناسم مدیریت او فساد پر ضد مظاهرې کوي. اکثره مظاهرې خونړۍ وې.

Irak Anti-Regierungsproteste | Ausschreitungen & Gewalt in Bagdad
انځور: Reuters/W. al-Okili

د عراق لومړي وزیر عادل عبد المهدي د خپل هیواد د مظاهره کوونکو غوښتنې برحقه بللي دي. مهدي د جمعې په ماښام په دولتي تلویزون کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې حکومت به د حل لارې پیدا کولو پوره کوښښ وکړي، خو داسې کوم «جادویي فورمول» وجود نه لري چې په یو وار ټولې ستونزې حل کړي.

نوموړي په عین وخت کې له بی وزله کورنیو سره د مرستې اعلان هم وکړ. هغه ژمنه وکړه: «موږ به هرې عراقي کورنۍ ته چې میاشتنی عاید نه لري پيسې ورکړو، څو عدالت رامنځته شي.»

په عین وخت کې حکومت پر مظاهره کوونکو غږ وکړ چې د دې اجازه ور نه کړي چې سوله ایز احتجاجونه په تاوتریخوالي بدل شي. د سه شنبې په ورځ د مظاهرو لړۍ د پيلیدو راهیسې پولیسو د مظاهره کونکو پر ضد څو وارې له تاوتریخوالي کار اخیستی.

د بشري حقونو د کمیسیون په حواله د ټول هیواد په کچه په دغو ناکراریو کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي او نږدې ۱۵۰۰ ټپیان شوي دي.

دغه احتجاجونه زیاتره د ځوانانو له لوري پرمخ بیول کیږي. دوی په پلازمېنه بغداد کې د موټرو تایرونو ته اور اچوي او سړکونه بندوي. په ډیر شمیر ولایتونو کې مظاهره کونکي پر دولتي ودانیو هجوم ور وړی او اور یې ورته کړی. امنیتي ځواکونو هڅه کړې چې د اوښکې بهونکي ګاز او هوایي ډزو په مرسته مظاهرې منحل کړي.

مهدي د چهار شنبې په ماښام په بغداد کې ګرځبندیز ولګاوه، څو وضعیت تر کنترول لاندې راولي. خو د پنجشنبې په ورځ هم له ډیرو ځایونو څخه د شخړو رپوټونه ورکول شوي دي. پر دې سربیره د عراق له نورو ښارونو څخه هم د مظاهرو رپوټونه ورکول شوي دي.

د بی روزګارۍ لوړه کچه او د زیربناوو نشتوالی

فساد، خراب اقتصادي وضعیت او سیاسي بن بست د خلکو عصبانیت را پاورلی دی. ډیري عراقیان د بی روزګارۍ له لوړې کچې او د زیربنایي پروژو له نشتوالي شکایت کوي. په داسې حال کې چې عراق په نړیواله کچه یو د تیلو له غني هیوادونو څخه دی، د انرژۍ د کمبود له جدي کمښت سره مخامخ دی.

د داعش یا«اسلامي دولت» ډلې پر وړاندې تر بریالیتوب وروسته په دغه هیواد کې د بیا رغاونې کارونه به ډیر بطي شکل سره پر مخ روان دي. تر ټولو په لومړي قدم کې د دغه هیواد په شمال او لویدیځ کې ډیر ښارونه ویجاړ شوي دي.

انتقاد کونکي له کلونو راهیسې پرسیاستوالو تور پور کوي چې له خپل موقف څخه د خپلو جیبونو د ډکولو له پاره استفاده کوي. د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې عراق د شفافیت د نړیوال سازمان په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو له ډلې څخه په ۱۶۸ مقام کې ځای لري.

  (sn.nz/  se/qu (rtr, dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب