د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د المان خبري آژانس –dpa سره په خپلو خبرو کي دې ته اشاره وکړه، چي موږ حتی د داعش د «ترهگرو قاتلانو» سره شرافتمندانه او د قوانینو مطابق رفتار کوو. ځکه به نو دا سمه خبره وي، چي د مهاجرينو داخراج په مسأله کي هم احترامانه، انساني او «نه یو طرفه» معامله وسي.
باید وویل سي، چي همداوس هم هره میاشت تر ۱۰۰۰ اضافه عراقیان په جرمني کي د پناه غوښتنه کوي. خو په عین حال کي بیا عراق د هغو هیوادونو په جمله کي راځي،چي ډیری کسان یې غواړي پخپله خوښه بیرته ولاړ سي، کوم چي د جرمني د حکومت له خوا یې هم ملاتړکیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld د عراق صدراعظم تیره سه شنبه (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۳۰مه) په برلین کي د صدراعظمي انګيلا ميرکل سره د عراق د زیربنأ د بیرته جوړولو په باب هم خبري وکړې، کومه چي تیرو جنگونو ډیره خرابه کړې ده.
عادل عبدالمهدي ، چي د تقریبأ شپږو میاشتي راهیسي د عراق صدراعظم دی، تر اوسه پوري د کوم لوی سیاسي بحران سره نه دی مخامخ سوی، هغه څه چي په عراق کي کومه عادي خبره نه ده. په همدې دلیل شاید د هغه څخه په برلین کي اوس تود هرکلی سوی وي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(13.12.2018 )
ترهگرۍ په ۲۰۱۸کال کې کوم هیوادونه تر ټولو زيات ځپلي دي؟
د ترهګرۍ نړیوال شاخص هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ترهګریزو بریدونو په اړه شمیرې خپروي. د دغه رپوټ له مخې افغانستان یو وار بیا په دې نوملړ کې په دویم مقام کې ځای نیولی دی. انځور: STR/AFP/Getty Images «د ترهګرۍ نړیوال شاخص» د رپوټ له مخې تیرکال په عراق کې په ترهګریزو بریدونو کې ۴۲۷۱ تنه وژل شوي، په داسې حال کې چې دا شمیر په ۲۰۱۶م کال کې نږدې ۱۰ زره ول. د داعش په بریدونو کې ۵۲ سلنه کمښت رامنځته شوی دی، خو سره له دې هم عراق په ترهګرۍ کې د ښکيلو هیوادونو په کتار کې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسې د نوملړ په سر کې ځای لري.
انځور: picture-alliance/AP د نوي رپوټ له مخې افغانستان په دې نوملړ کې په دویم مقام کې ځای لري. دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په افغانستان کې د ترهګریزو پيښو په پایله کې د وژل شویو کسانو شمیر تر عراق هم لوړ دی. تیر کال په نږدې ۱۲ سوه ترهګریزوو پيښو کې ۴۶۶۳ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰۰ ډیر ټپیان شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai په ۲۰۱۷م کال کې په نایجیریا کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې تر دوه نیم زرو ډیر کسان وژل شوي دي، دا د تیرکال په مقابل کې ۱۶ سلنه کم دی.
انځور: Reuters/Stringer د ۲۰۱۶ م کال په پرتله تیرکال په دغه هیواد کې د تلفاتو شمیر ۴۸ سلنه کم وو. خو سره له دې هم دغه هیواد له ترهګریزو بریدونو څخه د اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې په څلورم مقام کې ځای نیولی دی. په دې کال په سوریې کې نږدې ۱۱ سوه تنه وژل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP په پاکستان کې تیرکال د ۵۷۶ بیلابیلو ترهګریزو بریدونو په پایله کې اته نیم سوه انسانان وژل شوي دي. د۲۰۱۶م کال په پرتله تیرکال د پاکستان د تحریک طالبان په بریدونو کې د وژل شویو کسانو ۱۷ سلنه کم ول. د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې ۵۰ سلنه او د لشکر جهنګوي په بریدونو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan سومالیا په دې نوملړ کې په شپږم مقام کې ځای نیولی دی. سومالیا په ۲۰۱۶م کال کې په دې نوملړ کې په ۷ مقام کې ځای نیولی وو. په دې هیواد کې تر نوي سلنه د ډیرو بریدونو پړه الشباب ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستې ده.
انځور: picture alliance/dpa/AAS. Mohamed هندوستان هم په دې نوملړ کې له ۸ څخه ۷ شمیر ته راغلی دی. په دې هیواد کې هم د ترهګریزو بریدونو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی او هم د وژل شویو کسانو په شمیر کې. په ۲۰۱۷م کال کې په دې هیواد کې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۳۸۴ تنه ووژل شول او ۶۰۰ ټپیال شول.
انځور: Getty Images/AFP/N. Seelam دا هیواد نه یوازې د ترهګریزو بریدونو او حوثي یاغیانو د جګړې بلکې د ترهګریزو بریدونو سره هم مخامخ دی. د ۲۰۱۶ کال په پرتله په دې هیواد کې د ترهګریزو پيښو شمیر ۷۵ سلنه کم وو. په مجموع کې په ترهګریزو بریدونو کې ۳۷۸ تنه وژل شوي دي. په تیر شاخص کې یمن په شپږم نمبر راغلی وو.
انځور: Reuters/F. Salman مصر یو وار بیا له ترهګرۍ څخه په اغیزمنو شویو لسو لومړنیو هیوادونو کې شامل شوی دی. په ۱۶۹ ترهګریزو پيښو کې ۶۵۵ تنه وژل شوي دي. ډیري بریدونه د داعش ترهګرې ډلې کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Abdallah په دغه هیواد کې د ترهګرۍ په ۴۸۶ پيښو کې ۳۲۶ وژل شوي او په دې توګه دغه هیواد هم په هغو لسو هیوادونو کې شامل شوی دی چې له ترهګرۍ څخه تر ټولو ډیر اغیزمن شوي دي. په دغه هیواد کې د ۳۵ سلنه بریدونو پړه د «نیو پیپلز آرمي» په نوم کمونیستي ډلې په غاړه اخیستې ده. په داسې حال کې چې د داعش د ابو سیاف ډلې په بریدونو کې هم ۱۸ سلنه زیات رامنځته شوی دی.
انځور: Reuters/E. de Castro د «ترهګرۍ نړیوال شاخص» په نوملړ کې د کانګو جمهوريت له ۷،۰۵ نومړو سره په ۱۱مقام کې ځای نیولی دی.
انځور: DW/J. Kanyunyu تیر کال ترکیه د لومړي ځل له پاره له ترهګرۍ څخه د تر ټولو ډیرو لسو اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې شامل کړای شوی وو، خو په ۲۰۱۷م کال په دې هیواد کې د ترهګریزو پيښو له امله د وژل شویو کسانو شمیر کم وو.
انځور: Reuters/Y. Karahan په لیبیا کې د معمر القذافي د واک تر پای ته رسېدو وروسته دغه هیواد په ډیري چټکۍ سره د ترهګرۍ په جال کې بند پاته شو. تیرکال دغه هیواد په دغه لیست کې په ۱۰ او سږ کال په ۱۳ مقام کې ځای نیول دی.
انځور: Reuters/H. Amara