1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق له زندانونو ۲۵ افغانان خوشې شول

۱۴۰۳ مهر ۲۱, شنبه

د طالبانو د ادارې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د عراق له زندانونو څخه د ۲۵ افغان بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړی دی، خو ولې دغه افغانان بندیان شوي وو؟

.دغه کسان د جمعې په ورځ له ایران څخه د نیمروز د پولې له لارې افغانستان ته ستانه شول
.دغه کسان د جمعې په ورځ له ایران څخه د نیمروز د پولې له لارې افغانستان ته ستانه شولانځور: Mohsen Karimi/AFP

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ ( د اوکتوبر دوولسمه) په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دغه کسان د جمعې په ورځ له ایران څخه د نیمروز د پولې له لارې افغانستان ته راستانه شول.

په دې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د شپږو مياشتو لپاره د عراق په بېلابېلو ولايتونو کې په بند محکوم شوي وو. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې دا کسان ولې عراق ته تللي و او هلته یې څه کار کوه.

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟

29:29

This browser does not support the video element.

د طالبانو د زندانونو د چارو د ادارې د شمېرو پر بنسټ، له ۸زرو څخه تر ۹زره  پورې افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې بندیان دي، چې ډېری یې په ایران کې دي.

دغه اداره وايي، شاوخوا ۲۵ افغانان په چين او يو شمېر يې په تاجکستان، روسيې، ازبکستان، ترکيې،پاکستان، سعودي عربستان او ځينو نورو هېوادونو کې بنديان دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب