1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق موصل ښار د فرهنګ د بیرته ستنیدو لمانځنه کوي

۱۳۹۷ شهریور ۱۷, شنبه

د عراق په موصل ښار کې د موسیقۍ ترڅنګ کتابونه او نقاشۍ بیرته راستنې شوې دي. همدا چې داعش له دې ښاره په شا وتمبول شوه، ځايي اوسیدونکي اوس له آزادیو خوند اخلي او د خپل فرهنګ بیرته راتګ لمانځي.

Irak Waisenkinder in Mosul
انځور: Sakar Al-zakaria

د عراق د موصل ښار په یوه پارک کې چې یو وخت پکې داعش ډلې ماشومان د جنګیالیو په توګه روزل، اوس په زرهاوو کسان د کتابونو د یوه نندارتون له پاره را ټول شوي دي. دلته د موسیقۍ غږ اوریدل کیږي او د سټیج پر سر هنري ټوټي نندارې ته وړاندې کیږي. په دې ځای کې په کتابونو پوښل شوي میزونه لیدل کیږي چې د دغه ښار اوسیدونکو ته ډالۍ شوي دي. په دې ترتیب سره د عراق ستر ښار ته د «زه عراقي یم او زه یې لولم» تر عنوان لاندې د یوه فستیوال پرمټ فرهنګ بیرته راستنیدلی دی. د دغه فستوال نوم په اصل کې د عربانو د یوې تاریخي جملې څخه اخیستل شوی دی او هغه داسې چې: مصر یې لیکي، لبنان یې چاپوي او عراق یې لولي.

د موصل په پوهنتونو کې د انګلیسي ژبې استاد علي البارودي وايي: «موږ تر هغه وخت پورې د شیانو په ارزښت نه پوهیږو، څو مو چې له لاسه نه وي ورکړي.» البارودي چې په موصل ښار کې په باسیکل ګرځي، د دې ښار د ویجاړیو او د بیا رغونې د لړۍ انځورونه اخلي، او د دې ښار په غیر رسمي کیسه ویونکي بدل شوی دی. نوموړی وايي: «له داعش ډلې څخه د شرقي موصل ښار د تیر کال آزادي، زما له پاره داسې وه لکه بیا زیږیدل.»

د داعش د ولکې پرمهال هنرونو او فرهنګ تر نورو ډیر زیان لیدلی دی. په دې ښار کې د شاعرانو او لیکوالانو مجسمې ویجاړې کړل شوي، د موسیقۍ آلې او هنري اثرونه هم له منځه وړل شوي. د دې ښار د پوهنتون کتابتون او ګڼ شمیر ارزښتناکه کتابونه هم سوځول شوي. د کتابونو پر لوستلو بندیز وضع شوی وو او غیر مذهبي هنري ټوټې او اثار هم منع ګرځول شوې وې. په دې ښار کې د داعش د ولکې پرمهال د موسیقۍ غږوونکي او هنرمندان وژل شوي وو.

انځور: picture-alliance/dpa/F. Dana

البارودي دویچه ویله ته وویل: «داعش د پیریانو په څیر دي، لیدل کیږي نه خو موجود وي، دوی په مخفي توګه د بیا راتګ له پاره زموږ په هکله معلومات ټولوي.» هغه زیاتوي چې داعش له ۲۰۰۵م کال وروسته په پټه واک چلاوه خو بیا وروسته په ۲۰۱۴م کال کې یې په ښکاره توګه د خپل واک اعلان وکړ. د هغه په خبره د دوی له منځه وړل آسانه کار نه و وو. هغه وايي د داعش د ولکې پرمهال زه په ورځ کې ۱۰۰۰ ځله د وژل کېدو له ګواښ سره متوجه وم. نوموړی وايي چې لومړی کار چې باید موصل یې وکړي، هغه باید دغه ویره له منځه یوسي.

له داعش نه د وړاندې مودې په پرتله ښه والی؟

مروان طارق د موصل پوهنتون د هنرونو په انستیتوت کې یو ښوونکی دی. هغه هم په دې ښار کې د پرمختګونو په هکله خوشبین دی. طارق وايي: «له داعش وروسته، وضعیت ان د داعش له وخت څخه د پخوا په پرتله ښه دی.» د تیر کال په لومړیو کې وروسته له هغې چې داعش ډله له موصل څخه په شا وتمبول شوه، طارق یو له هغو لومړیو کسانو څخه وو چې د موصل ښار بمبار او ویجاړ شوي پوهنتون ته بیا داخل شو. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «هر هغه څه چې له هنرونو سره یې اړیکه درلوده، ویجاړ شوي وو. پیانو، ګیتار او د موسیقۍ آلې او همدا راز نقاشۍ او مجسمې ویجاړې شوې وې.

له خپلو زده کوونکو سره یوځای نوموړي د پوهنتونو د ودانۍ په پاکولو پیل وکړ. د هغه په وینا د عراق حکومت په دې برخه کې دا چې هیڅ مرسته یې ونه کړه، بلکې هغو کسانو ته د شک په سترګه ګوري، کوم چې د داعش د ولکې پرمهال په دې ښار کې پاتې شوي وو. هغه زیاتوي حکومت داسې ګمان هم کوي چې ګواکې دغو خلکو به له داعش سره مرسته او همکاري کړي وي.

د ۲۰۱۷م کال په مې میاشت کې هغه مهال چې د تیګریس يا د‌ِجله سيند په اوږدو کې چې ښار په دوو برخو ویشي، جګړه لا هم روانه وه، الباردوي او طارق دواړو په ګډه په شرقي موصل ښار کې د هنري آثارو یو نندارتون په لاره اچولی وو. د دوی انځورونه او نقاشۍ د پوهنتون په تور شوي دیوال ځوړندې وې. تر دې وروسته بیا یو شمیر زده کوونکو، ښوونکو او رضاکارانو د همدې پوهنتون په کتابتون کې د پاتې شوو کتابونو د ساتلو له پاره په اقدام لاس پورې کړ.

انځور: picture-alliance/dpa/F. Dana

د نورو سربیره دغه ښار ته موسیقي هم بیرته ستنه شوې ده. د دې ښار په ویجاړو شوو تاریخي سیمو کې لکه د نوري جومات په شاوخوا کې د هنري آثارو په یوه نندارتون کې په لوړ غږ د یوه کنسرت له پاره موسیقي غږول کیږي. په دې سیمه کې د داعش ډلې رهبر ابو بکر البغدادي د خپل خلافت اعلان وکړ او بیا وروسته چې داعش له دې ښاره په شا وتمبول شو، دغې ډلې دغه جومات او د دې ودانۍ د حدبه په نامه منار ویجاړ کړ.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب