1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق پارلمان د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه

۱۳۹۸ دی ۱۵, یکشنبه

په عراق کې د متحده ایالاتو تر برید وروسته چې پکې د ایران یو جګپوړی پوځي قوماندان قاسم سلیماني هم ووژل شو، نن د یکشنبې په ورځ د عراق پارلمان د یوې قطعنامې د تصویب له پارې د ټولو بهرنیو سرتیرو د سملاسي اخراج غوښتنه وکړه.

Irak Bagdad | Parlamentssitzung
انځور: Reuters/Iraqi parliament media office

نن د یکشنبې په ورځ د عراق پارلمان داسې یوه قطعنامه تصویب کړه چې له مخې یې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو په ګډون د بهرنیو ځواکونو د سملاسي اخراج غوښتنه شوې ده. د دغې قطعنامې له مخې د عراق له حکومت څخه غوښتل شوې چې له امریکا متحده ایالاتو سره دې هغه تړون لغوه کړې چې له مخې یې امریکا متحده ایالات عراق ته خپل سرتیري استوي. امریکا متحده ایالاتو او عراق څلور کاله وړاندې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې له پاره دغه راز یو تړون لاسلیک کړی وو.

د عراق پارلمان په پلازمینه بغداد کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې تر برید وروسته په دغه اقدام لاس پورې کړی دی. په دې برید کې د ایران د القدس ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني ترڅنګ یو شمیر نور کسان هم وژل شوي وو.

له عراق څخه د امریکايي ځواکونو اخراج ښايي له داعش ترهګرې ډلې سره مبارزه له ستونزو سره مخامخ کړي او ښايي د دې کار په پایله کې داعش ډله یو ځل بیا غښتلې او سر را پورته کړي.

انځور: picture-alliance/AA/Stringer

د عراق په پارلمان کې د ۱۸۰ وکیلانو له ډلې څخه اکثریت یې د دغې قطعنامې په ملاتړ رایې کارولي دي. په دې ډله کې زیاتره یې شعیه مذهبه وکیلان وو چې د عراق په پارلمان کې اکثریت څوکۍ لري. د رپوټونو له مخې یو شمیر سني مذهبه او کردي وکیلان په دې غونډه کې حاضر نه وو، دا ځکه چې دوی د دغه تړون د لغوه کیدو مخالف دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب