1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق په شمال کې د ايران په توغندیز بريد کې يو تن وژل شوی

۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ د عراق په شمال کې د ایراني- کردانو مخالفو ډلو پر پوستو د تهران له خوا په تازه توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

Angriff der Islamischen Republik auf kurdische Parteien
انځور: KURDPA

د ايران له خوا د عراق په شمال کي د ايراني کردانو د مخالفو ډلو پر پوستو په توغنيدزو بريدونو کې کم تر کمه د يو تن د مړيني او اته نورو د ټپي کيدو سبب شوی. دا خبره د عراق په شمال کې د کردانو ځايي چارواکو کړې ده. د عراق د کردستان د نیمه خودمختاره سیمې د روغتیا وزیر ویلي، ایران دغه تازه توغندیز بریدونه د عراق په شمالي ولایت سلیمانیه کې کړي دي. د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې په تهران کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو دا بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه د "ترهګرو پر پټنځایونو" شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب