1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيترکیه

د عراق په شمال کې شپږ ترکي سرتیري وژل شوي

۱۴۰۲ دی ۲۳, شنبه

د عراق په شمال کې د ترکي ځواکونو پر پوځي اډې د برید په پایله کې شپږ تنه ترکي سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

Türkische Streitkräfte sichern die Grenze mit Irak
د ترکانو پر یوې پوځې اډې برید کې ۶ عسکر وژل شوي ديانځور: Ozkan Bilgin/AA/picture alliance

د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې یو شمیر سرتیري یې له «ترهګرو» سره په جګړه کې چې غوښتل یې د عراق په شمال کې میتینا ته نږدې د دوی پر پوځي اډې برید وکړي وژل شوي دي. د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې په دې برید کې شپږ تنه ترکي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او اووه تنه نور ټپیان شوي دي. خو د المان خبري آژانس بیا د ۹ ترکي سرتیرو د وژل کیدو او ۴ د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د ترکیې «ان ټي وي» خصوصي تلویزوني شبکې رپوټ ورکړی دی چې احتمالاً برید کوونکي د «پي کې کې» یعنې د کردستان کارګر منع کړای شوي ګوند غړي ول. ترکي ځواکونو د دغه برید په غبرګون کې په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر د شنبې په ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ یوه امنیتي غونډه را بللې ده. تمه کیږي چې د دفاع وزیر یاشار ګولر، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا سربیره د پوځ او استخباراتي سازمان استازي هم د استانبول په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د ترکیې هوایي بریدونو په عراق او د سوریې په شمال کې د «پي کې کې» شکمن سنګرونه نړولي دي.

نوموړي وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې د توپخاني په ملاتړ هوایي عملیاتو نفتي تاسیسات او پوځي مرکزونه یا اډې په نښه کړي دي.

د توسعي او عدالت واکمن ګوند او «د ترکیې ولسي جمهوري» په نوم د اپوزیسیون اصلي ګوند د دغو سرتیرو د وژل کیدو په غبرګون کې په مارچ میاشت کې د سیمه ایزو ټاکنو له پاره د خپلو نوماندانو معرفي کول چې ټاکل شوې وه د اونۍ په پای کې به یې اعلانوي ځنډولي دي.

د «پي کې کې» یا کردستان کارګر منع کړای شوی ګوند له ۱۹۸۴ م کال راهیسې د ترکیې د دولت پر وړاندې جنګیږي او د انقري او لویدیځ متحدینو له خوا د ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندي شوی دی. په دغو نښتو کې تر اوسه پورې لسګونه زره انسانان وژل شوي دي.

ترکي ځواکونو د «پي کې کې» ګوند د عراق داخل ته په شا تمبولی دی او د عراق په شمال کې په پرله پسې ډول د دوی پر سنګرونو بریدونه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب