د متحدو عربي اماراتو څو شهزادگيو په بروکسل کي د خپلو رخصتيو پرمهال په هوټل کي له هغو کارکوونکو سره ناوړه چلن کړی چي دوی د خدمت له پاره استخدام کړي ول.
اعلان
د متحدو عربي اماراتو يوې شهزادگي شيخه حمده آل نهيان، په ۲۰۰۸م کال کي له خپلو اوو لوڼو سره د بلجيم د پلازمېني بروکسل د کونراد هوټل يو پوړ کرايه کړی وو او څو مياشتي يې هلته خپل وخت تير کړ.
په دغه وخت کي دوی له هغو ۲۰ کارکوونکو سره چي د دوی خدمت ئې کاوه ناوړه چلن کړی دی. دغو کارکوونکو ته نه سمه ډوډۍ ورکول کېده، نه ئې د خوب ځای معلوم وو، نه ئې د اقامت او نه ئې هم د کار اجازه لرله.
د آل نهيان کورنۍ د متحدو عربي اماراتو هغه یوه بانفوذه کورنۍ ده چي څه موده مخکي ئې د انگليستان د «مانچستر سيټي» فوټبال کلب هم رانيو. اوس به نو دغه اته شاهزادگۍ له کارگرو سره د خپل چلن په اړه په محکمه کي جواب وايي.
پر دوی باندي د انساني قاچاق او د کار له قانون څخه د سرغړوني تور دئ.
د بلجيم د بشري حقونو سازمان يوې کارکوونکي پاتريسيا ليڅيو څيکو ويلي دي: «دغو نجونو ته خپل معاشونه نه دي ورکړل سوي، د شپې او ورځي ئې کار کړی دئ، دوی بايد د شاهزادگۍ د خوني مخته پر مځکه بېدې سوي وای او هر وخت سپکي سپوري ورته ويل سوي دي.»
دغه ټولي خبري هغه مهال د بلجيم مامورينو ته روښاني سولې چي له يادو کارگرو ښځو څخه يوه ئې له هوټله په تېښته بريالۍ سوه او پوليسو ته ورغله.
کله چي پوليس هوټل ته ورغلي او حالت ئې له نژدې کتلی، روښانه سوې ده چي په رښتيا هم له کارکوونکو سره غير انساني چلن سوی دئ. وروسته نو بیا دغه قضيه محکمې ته وړاندي سوه.
دا چي ولي محکمه نژدې ۹ کاله وروسته پيليږي علت ئې «حقوقي ستونزي» بلل سوی دی.
اوس که د بلجيم محکمه پريکړه وکړي چي له دغو کارگرو سره غير انساني چلن سوی دئ. نو کيدای سي شاهزادگۍ ته د بند سزا يا کارگرو ته جبران خسارات ورکړل سي. خو د بشري حقونو کارکوونکي وايي چي د دغي قضيې کلونه کیږي او که تورن کسان محکوم هم سي کيدای سي ډېر لږ مجازات سي.
خو د کارپونانو په نظر يوه ستونزه بله هم ده چي که چيري محکوم کسان د بند په سزا محکوم سي، کيدای سي متحد عربي امارات بلجيم ته د دغو کسانو له لېږلو څخه ډډه وکړي.
زموږ له ارشيف څخه:
انځورونه: د اوښ غاړه که کږه ده، خو شودې يې سره زر دي
عربي متحده امارات د نفت او تېلو تر څنګ د لويو تعميرونو له پاره هم شهرت لري. خو آيا پوهېدلئ چې دبۍ د اوښانو له پيو يا شيدو څخه خواږه شيان هم جوړوي چې نورو هېوادونو ته صادريږي؟
د چاکليټو اصلي مواد له اتريشه بيا عربي اماراتو ته لېږل کيږي. کاکاو بيا له عاج ساحل څخه، وانيل مواد له مدګاسکار او شيدې له دوبۍ څخه ورسره ګډيږي. اويا ګرامه دغه چاکليټ په شپږ يورو پلورل کيږي.
انځور: DW/M. Marek
له اتريش سره سوداګريزې اړيکې
د النسمه په نوم چاکلېټ جوړونکی شرکت تر ټولو زيات د اوښانو د شيدو پوډر پېري. د دغه شرکت ۵۱ سلنه له اماراتو او ۴۹ سلنه له اتريشيانو سره ده.