د رویټرز په حواله د دغه فلم پر ضد په راجستان، مهاراشتر او د هندوستان په یو شمیر نورو ایالتونو کې اعتراضي مظاهرې وشوې.
د دې فلم جوړونکي کمپنۍ ویلي دي چې «د دې فلم ریلیز په داوطلبانه شکل ځنډول شوی دی. موږ باور لرو چې ډیر ژر به د دغه فلم د نندارې په اړه د وضاحت په ترلاسه کولو کې بریالي شو. وروسته تر دې به د دغه فلم د ننداري نوې نیټه اعلان شي».
له ممبی څخه ترلاسه شوو رپوټونو پر اساس دا فلم د کال په لومړیو کې هم هغه مهال له ستونزو سره مخامخ شوی وو چې د هندوستان د راجپوت قوم اړوند ګوند (راجپوت کرنی سينا) غړو په راجستان کې د دې فلم پر ډايریکټري سجني لیلا بهنسالي حمله وکړه.
راجستان ایالت د «راجپوت کرني سینا» ډلي مقر بلل کیږي. دغي ډلي یا ګوند انتقاد کړی وو چې د دې فلم په جوړولو سره د راجپوت قوم احساسات زيانمن شوی دي او داریکټرې بهنسالي په اګاهانه ډول د تاریخي حقايقو د بدلولو کوښښ کړی دی.
د «پدماوتي» په اړه مهمه خبره دا ده چې دا فلم د یوه داسې حماسې شعر پر بنسټ جوړ شوی دی چې د شپاړلسمې پيړۍ د هند مشهور شاعر ملک محمد جائسې لیکلی وو.
دغه حماسي شعر د راجپوت د ملکې پدماوتي او په همدې دور کې د هندوستان د مسلمان پادشاه علاوالدين غلجي په هکله لیکل شوی دی.
Ur/S.N
زموږ له ارشيف څخه:
د بالي وډ فيلمونو نجوني تر ۴۰ کلنې وروسته هم جذابي دي
یو وخت به تر ۳۰ کلنې وروسته په هندي فيلمونو کې د فيلم نجلۍ زړه گڼل کیده، خو اوس په بالي وډ کې تر۵۰ کلنۍ پوري د فلم هلک او تر ۴۰ د زیات عمر د فلم نجوني هم شته.
انځور: UNI
۴۱ کلنه کاجول
کاجول د ۱۹۷۴م کال د اگست میاشتې پر پنځمه نېټه زېږدلې ده. د هغې مور تنوجا او آنا شوبهنا سمرته، هم د فيلم د نجلۍ په رول کې را څرگندي شوي دي. کاجول د «بې خودي» په فيلم کې په کار کولو سره خپل دغه سفر پيل کړ. «دلوالي دولهنيا لې جاينگې» او «کوچ کوچ هوتاهې» په شان کاميابه فيلمونو لوبغاړي د یکشنبې په ورځ «۶ فيلم فیئر» ایوارډونه ترلاسه کړل.
انځور: picture alliance/dpa/A. Burgi
۴۲ کلنه ایشوریا رائ
ايشوريا رای چي په نړۍ کي د خپل ښايست له امله ډېره مشهوره ده د ۱۹۷۳م کال د اکتوبر میاشتې پر اوله نیټه زیږیدلې ده. نوموړۍ یوازنۍ هندۍ لوبغاړې ده چې د فرانسې په «کن فيلمي فیستیوال» کې له یوې لسیزي راهیسې گډون کوي. ایشوریا رای د دیوداس، هم ديل دې چوکې سنم، تال او ماسٹر په شان بريالي فيلمونو کې په کار کولو سره په نړۍ کې ډېره مشهوره ده.
انځور: picture-alliance/epa/I. Langsdon
۴۴ کلنه تبو
تبو چې کورنې نوم یې تبسم دی د بالي وډ پر هندي فيلمونو سربیره په ډیرو تاملي، تیلگو، ملیالم او بنگالي ژبو جوړ شوو فلمونو کې کار کړی دی. په ملي کچه دوه واره د ښه هنرمن جایزې تر څنگ یې ۴ واره د«فلم فیئر» جایزې هم ترلاسه کړي دي.
انځور: imago
۴۸ کلنه مادهوري دکشت
مادهوري د ۱۹۶۷م کال د می میاشتې پر ۱۵ زیږیدلې ده. دل، بيټا، هم اپکي هې کون فيلمونو وړاندي کونکې د «معصوم» په فيلم کې له کار کولو سره خپل د فلمي نړۍ سفر پيل کړ. په دې وروستیو کې د مادهوري گلابي گینگ او ډیړه عشقي فيلمونو ډیر مینه وال درلودل.
انځور: UNI
۴۸ کلنه جوهي چاوله
په گلابي گینگ فيلم کې له مادهوري سره را څرگندیدونکې چوهي چاوله د ۱۹۶۷م کال د نوامبر میاشتې پر ۱۳ زیږیدلې ده. جوهي له سلطنت فيلم سره د بالي وډ په فلمي نړۍ کې پښه کیښودله. تر دې مخکي نوموړي په ۱۹۸۴م کال کې د مس انډیا یا د هند د ښکلا ملکه انتخاب شوې وه. هغې په خپلو فيلمونو کې هم خپل شوخ او زړه راښکونکې رول ښودلی دی.
انځور: Valery Hache/AFP/Getty Images
۴۰ کلنه سشمیتا سین
په لومړي ځل د هند له پاره د مس یونیورس لقب تر ترلاسه کولو وروسته په فيلمي نړۍ کې قدم ایښودونکې او په ډیرو هندي فلمونو کې کار نه کوي. سشمیتا د ۱۹۷۵م کال د نومبر میاشتې پر ۱۹ زیږیدلې ده. هغې تر اوسه پوري واده نه دی کړی او دوه ماشومان یې په فرزندۍ نیولي دي.
انځور: UNI
۴۰ کلنه پریتي زنتا
پریتې زنتا د ۱۹۷۵م کال د جنوري میاشتې پر ۳۱ نیټه زیږیدلې ده. هغې د دل سې په فيلم کې له کار کولو سره فلمي نړۍ ته راغله. هغه له سواگريزو اعلانونو څخه فيلمي نړۍ ته راغله. کل هو نا هو، دل چاتاهې او کوئی مل گیا، په شان فيلمونو کې هغې د یوې مودرني هندۍ نجلې رول ولوباوه چې خلکو ډیره وستايله.
انځور: AP
۴۰ کلنه شلپا شیټي
شلپا شیټي د ۱۹۷۵م کال د جون میاشتې پر ۸ نیټه زیږیدلې ده. شلپا د دهړکن په فلک کې په کار کولو سره د بهترینې هنرمندې په توگه ځانگړی مقام ترلاسه کړ. د راجستهان د آئي، پي ايل کرکټ لوبډلې مالکه او فيلم جوړونکې شوه. هغې د «یوگا» ورزش د پرمختگ له پاره هم ډیري هڅې کړي دي.