1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د علماو غونډه که لویه جرګه؛ وړاندیزونه به یې عملي جنبه ولري؟

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ تیر ۱۰, جمعه

په کابل کې د طالبانو له خوا را بلل شوې غوڼده چې لاهم روانه ده که څه هم په ظاهر کې لوېې جرګې ته ورته ده، خو پوښتنه داده چې ولې طالبانو ورته د علماوو د غونډې نوم ورکړی؟

Afghanistan | Taliban Versammlung in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

لویه جرګه چي د افغانستان په حقوقي نظام کي غوښن ځاې لري د مشخص میکانیزم له مخي په ملي مسایلو کي را بلل کیږې چې تر ډیره یې پریکړي له حقوقي پلو د اجرا ضمانت لیږدوي او غړي یې هم انتخابي او انتصابي وي. خو په کابل کي د ۳۵۰۰ کسانو را بلل شوې غونډي ته د علماوو د غونډي نوم ورکړل شوی نو ځکه ممکن فیصلي به یې هم یوازي مشورتي بڼه ولري نه اجرايي.

د حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانګزی وايي دي غونډي ته ځکه د لويي جرګي نوم نشوو ورکولاې چې د هیڅ قانون له مخې ځانګړی تعریف نه لري نه یې هم ګډونوال د افغانستان د ټولو اقشارو استازیتوب کوي او دا به د طالبانو د حکومت مشروعیت ته ګټه ونه رسوې.

هغه وايي: «د مشروعیت لار هغه وخت هواریدلای شي چې د افغانستان د ټولو اقشارو دیني علماوو، ښځو او ځوانانو په ګډون یوه غونډه را وبلل شي. زه فکر کوم دا غونډه ممکن د طالبانو د صفوفو د متحدولو له پاره موثره وي، خو په ملي او نړیوالو مسایلو کي یې تاثیر نه لیدل کیږي.»

انځور: picture-alliance/dpa

قومي مشر فیض محمد کاکړ وايي د داسې غونډو غړي باید انتخابي وي، نو پریکړي به يې تر یو حده ګټوري واقع شي او ځکه طالبانو دې ته د جرګي نوم نه دی ورکړی چې وروسته پرې الزام نه وي چي حتمآ به د دې غونډي پریکړي عملي کړي: «زموږ د پخوانیو لویو جرګو پریکړي داسې وې لکه د کاڼي کرښه  ټولي د منلو وي، پکې تغیر او تبدیل نه راتلی څه چې به جرګي فیصله کول حکومتونه مجبور وه چې عملي یې کړي د لويي جرګي پریکړي زموږ تر سیاسي قدرت، زموږ تر شاهانو او اعلاحضرت پورته وي، خو د فرمایشي غونډو فیصلې بیا تاسو ته معلومیږي عملي جنبه نه لري.»

که څه هم اصل خبره د جرګې د خپلواکۍ ده، نو ځکه خو ویل کیږې جرګه باید خپلواکه او کاري بهیر یې هم روښانه وي. خو هغه څه چي د علماوو د غونډي په نوم روانه ده نه یې ګډون کوونکي انتخابي نه هم د افغانستان د نیم قشر ښځو استازي پکې شته.

دا چې د طالبانو له خوا د علماوو د را بلل شوې غونډي پریکړي به تر کومه حده عملي کیږې په اړه یې د چارو کارپوه ګل احمد نظري آریانا وايي: «دا غونډه په اصل کي مشورتي اړخ لري چي عمومي پریکړه به ېې د دولت د ارګانونو د تشکیلاتو له مخي اجرا کیږې، خو په هغه کي تعدیلات او تغیرات د شرایطو په نظر کي نیولو سره را تللی شي.»

د ویلو ده چې طالبان دا مهال د مشروعیت له ستونزي سره مخامخ دي او تر اوسه پوري يې حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب