1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان تر نيول کیدو وروسته احتجاجونه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

سیمه ایزو رسنیو او د تحریک انصاف پاکستان ګوند سرچینو خبر ورکړی دی چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی. د نوموي پلويانو په دې منځ کې په احتجاج لاس پورې کړی دی.

Pakistan I Verhaftung von Imran Khan
انځور: Asif Hassan/AFP

د سه شنبې په ورځ تر هغه وروسته چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان د رينجر يا مليشه يي ځواک له خوا ونيول شو، په ټول هېواد کې مظاهرې پېل شوي.

د پاکستان حکومتونه ملي خزانه څنګه مصرفوي؟

پوليسو په لاهور او کراچۍ کې د عمران خان پر پلويانو اوبه وپاشلې، په داسې حال کې چې مظاهره کوونکو په پلازمينه اسلام آباد، راولپنډۍ او پېښور کې د خنډونو په اچولو سره سړکونه بند کړي ول.

د اسلام آباد پولیسو په یوه ټویټري پيغام کې لیکلي دي: «عمران خان د قادر ټرسټ قضیې په ارتباط نیول شوی دی. حالات د معمول مطابق پر مخ روان دي. ۱۴۴ ماده د اجرا وړ ده او د سرغړونې په صورت کې به اقدام وشي.»

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

عمران خان ته نږدې سلاکار او د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري د خان د نیول کیدو د خبر په تائیدولو سره ویلي «زمونږ کارمندان شکنجه کیږي». چوهدري په ټویټر کې لیکلي دي چې عمران خان د محکمې له احاطې څخه تښتول شوی دی.

په کراچۍ ښار کې د عمران خان پلویانو د پولیسو موټر ته اور اچولی دیانځور: Ahmed Khan/AFP

د جیو نیوز تلویزوني شبکې په حواله د خان د نیولو امر د می په لومړۍ نیټه د نیب یا ملي اقدام پلان ادارې د مشر له خوا چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي ورکړل شوی وو.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د پارلمان له خوا د نه باور رای په نتیجه کې د صدارت له مقام څخه لیري کړای شو. نوموړی ادعا کوي چې په غیر قانوني ډول او د لویدیځ د توطیې په پایله کې د لومړي وزیر په توګه له خپل مقام څخه ګوښه کړای شوی دی.

د پاکستان پولیسو د عمران خان پر ضد د تروریزم تورونه درج کړي

د اسلام آباد د عالي محکمې مشر قاضي عامر فاروق د عمران خان پر نیولو غوسه څرګنده کړې ده او بی له ځنډه یې د اسلام آباد د پولیسو مشر او لوی څارنوال محکمې ته احضار کړي دي. د عمران خان تر نیول کیدو وروسته د سترې محکمې په احاطه کې احتجاجي مظاهرې روانې دي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

خان له واک څخه تر لیري کیدو وروسته د لومړي وزیر شهباز شریف پر ضد اعتراضي کمپاینونه په لاره واچول او تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه یې وکړه.

د دغو دواړو سیاستوالو ترمنځ جنجال په داسې یو وخت کې زور اخیستی دی چې پاکستان په تیرو څو لسیزو کې تر ټولو خراب اقتصادي بحران تجربه کوي. د عمران خان پلویان په مختلفو وختو کې د پولیسو له ځواکونو سره ښکیل شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب