1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان د پلويانو احتجاج؛ تر اوسه شپږ کسان وژل شوي

شبنم الکوزۍ | فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۶, سه‌شنبه

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان، د پلويانو احتجاج دوام لري. احتجاج کوونکي د اسلام آباد «ډي چوک» ته داخل شوي او په دې ترڅ کې له لاريون کوونکو سره د تاوتريخوالي په نتیجه کې د امنيتي ځواک څلور تنه غړي وژل شوي دي.

په اسلام آباد کې ناکرارۍ
د عمران خان پلويان د اسلام آباد ډي چوک ته داخل شوي ديانځور: Irtisham Ahmed/picture alliance/AP

لاریون کونکي چې کوتکونه او لېندې ورسره وې د اسلام آباد په لویديځ کې یې په پوليسو ګوزارونه وکړل، له هغه سیمې څخه لږ تر لږه لس کیلومتره (شپږ میله) لرې چې دوی ورته د رسېدو پلان لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایې د رينجر نیمه پوځيانو څلور غړي  د پلازمینې پر هغه لاره وژل شوي دي چې حکومتي مرکز ته غځېدلې ده. په دې ترڅ کې د يوه ملکي کس د وژل کيدو خبر هم ورکړل شوی دی. همدا شان پرون، دوشنبه د امنيتي ځواک يو بل غړی هم له احتجاج کوونکو سره د تاوتريخوالي په پايله کې وژل شوی وو.

په زرونه امنيتي ساتونکي د اسلام آباد ښار مرکزي برخه کې مستقر کړل شوي او د پاکستان پوځ د اسلام آباد په سره ساحه کې د يوه ستر څلور لاري چې د «ډي چوک» په نامه ياديږي، کنترول اخيستی دی. دا هغه سيمه ده چې حکومتي ودانۍ پکې پرته دي او د اجتجاج کوونکو منزل هم همدا سيمه ده.

د پاکستان د «جيو نیوز» تلویزيون په حواله یاد کاراون په ريډ زون کې «ډي چوک» ته خانونه رسولې ول. احتجاج کوونکي په لاره کې له خنډ شويو کانتنرونو څخه اوښتي ول خو چارواکو هغوی بيرته له دغه ځايه شړلي دي.

پخواني لومړي وزير عمران خان، له زندان څخه خپلو پلويانو ته په استول شوي پېغام کې له هغوی څخه غوښتنه کړې ده چې تر هغه دې پر سړکونو پاته شي څو یې غوښتنې منل شوي نه وي. 

دپاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ويلي دي چې د سه شنبې ورځې د بريد عاملين د موټر په مرسته تښتیدلي دي.

نوموړي په ​​یوه بیان کې وویل: «دا کډوډي رامنځته کونکي عناصر د انقلاب په لټه کې نه دي، بلکې وینې بهوي.» هغه زیاته کړې چې دا «سوله ییز لاریون نه بلکې افراطیت دی.»

.د پاکستان حکومت د دوشنبې پر ورځ وویل چې پلازمینې ته نژدې له لاریون کوونکو سره په دوو ورځو په اخ و ډب کې یو پولیس وژل شوی او نهه نور سخت ټپیان شوي دي.

د خان له نیول کیدو تر احتجاجونو پوري

خان پر درغلیو د تورن کیدو له امله د روان ميلادي کال په فيبرورۍ میاشت کې په ترسره شويو ټاکنو کې له برخه اخيستو منع سو.

د پاکستان د دغه پخواني صدراعظم په تړاو لسګونه قانوني قضیې پرانیستل شوي دي، خو هغه ادعا کوي چې دا یوازي تورونه دي څو دی له سياسته لېرې وساتل شي.

د هغه د «پاکستان تحریک انصاف ګوند» (پي ټي آی) پلويانو په اسلام اباد او نورو لویو ښارونو کې د منظمو لاریونو سره حکومت ننګولی دی.

د شنبې ورځې را په دیخوا د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې ګرځنده ټلیفونونه او انټرنت هم بند شوی دی او تر څنګ یې څه د پاسه ۲۰ زره پولیس د ښار په سړکونو ولاړ دي.

تېره اوونۍ د اسلام اباد ښاري ادارې د دوو میاشتو لپاره پر عامه راټولیدنو بندیز اعلان کړ.

خو د تحريک انصاف ګوند د موټرو کاروان او پلویانو په خېبرپښتونخوا ايالت او د پنجاب تر ټولو ګڼ مېشته ايالت کې د کانتینري خنډونه له لري کولو سره خپل احتجاجونو ته دوام ورکوي.

۵۶ کلن لاریون کوونکی قلات خان د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل، «موږ له حکومت څخه ژور خفه یو، هغوی نه پوهېږي چې څه ډول چلند وکړي.»

هغه وایې، «کوم چلند چې موږ سره کیږي غیر عادلانه او ظالمانه ده.»

پاکستان کې د عمران خان د آزادولو په موخه احتجاجونه

03:09

This browser does not support the video element.

حکومت د ګرځنده انټرنیټ بندیدو دليل «امنیتي اندیښنې» په ګوته کړې، پداسې حال کې چې د اسلام آباد ښوونځي او پوهنتونونه هم د دوشنبې او سه شنبې په ورځو تړل شوي.

د پي ټي آی ګونډ اصلي غوښتنه د خان ازادي ده، د کرېکټ پخوانی  ۷۲ کلن لوبغاړی چې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې، ددې ګوند اصلي ستوری دی.

پر حکومت نيوکې

دا په داسې حال کې ده د شهباز شريف، حکومت د تحریک انصاف ګوند د مظاهرو د ځپلو په موخه د سختو اقداماتو له کبله تر نیوکو لاندې راغلی دی.

د انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان په یوه مقاله کې راغلي: «دا د حکومت او تاسیساتو د محاصرې ذهنیت په ګوته کوي - یو داسې دولت چې دوی په دوامداره توګه ځان په خطر کې ویني او تل د مخالفینو له خوا له واک څخه د لرې کیدو ویره لري.»

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي «په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې د موټرو او لویو لارو تړلو سره پلازمېنې ته د لاسرسي بندول، په مؤثره توګه عام وګړي مجازات کړي دي.»

په ورته وخت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په لاریون کونکو غږ کړی چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او له چارواکو یې وغوښتل چې «بشري حقونو او اساسي آزادیو ته درناوی وکړي او تر څنګ یې د پاکستان قوانینو او اساسي قانون ته هم درناوی وکړي ځکه چې دوی د قانون او نظم ساتلو لپاره کار کوي.»

پي ټي آې په روان ميلادي کال کې په ترسره شويو ټاکنو کې د بل هر ګوند په پرتله ډیرې څوکۍ وګټلې، خو د يو ګوندونو يو ائتلاف چې تر ډیره یې د پوځي نفوذ پر وړاندي نرمښت ښودلی وو، دغه ګوند یې له واک څخه لري کړ.

خان د  ۲۰۲۳ د اګست راهیسې په زندان کې دی، د غیرقانوني واده څخه نیولې بیا تر یو لړ قانوني تورونو سره مخ دی.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب