د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان علني محکمه رد شوې ده. د هغه وکيل وايي حکومت ويلي دي چې له زندانه بهر، د خان ژوند ته خطرونه موجود دي.
اعلان
د رپوټونو پر اساس، د عمران خان وکيل وويل چې د خان پر ضد د حکومتي رازونو د افشاګرۍ قضيې تورنو ته د رسيدګۍ محکمې وروسته وويل چې دغه محاکمه به دننه په زندان کې وشي، خو ژمنه ېې وکړه چې د خلکو او رسنيو په موجودیت کې به کيږي. په پام کې وه، چې هغه د دوشنبې په ورځ په یوه علني محکمه کې حاضر شي.
په زندان کې یوه ځانګړې محاکمه له هغه وخت راهيسې پیل شوې، چې تېره میاشت پر خان نوي تورنه ولګول شول.
دغه تورنه په امریکا متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفير له خوا اسلام آباد ته له یو استول شوي ديپلوماتيک پیغام سره تړاو لري. پر خان تور دی چې دغه حکومتي پیغام ېې افشا کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام آباد لوړې محکمې تېره اوونۍ حکم وکړ چې د امنيتي اندېښنو له کبله په زندان کې محاکمه غیرقانوني ده او له سره ېې د علني محکمې حکم ورکړ.
د عمران خان وکيل، نعیم پانجوتا وايي، خان د دوشنبې په ورځ ځکه علني محکمې ته حاضر نه کړل شو، چې حکومت ويلي دي چې له زندانه د بهر کېدو په صورت کې د خان ژوند ته خطرونه موجود دي.
پانجوتا په دې هکله پر ایکس یا پخوانۍ ټويټر شبکې ليکلي: «د زندان خپاره شوي رپوټونه وايي چې د استخباراتو او پولیسو د ګڼو رپوټونو پر اساس، د عمران خان ژوند ته ګواښونه موجود دي.»
۷۱ کلن خان، روان کال د پاکستان د سیاسي جنجالونو په لړ کې د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتیجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې شو او بیا وروسته په اګست مياشت کې په درې کاله بند محکوم شو چې اوس په زندان کې دی.
هغه په دې دليل چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲م کلونو کې ېې د خپل حکومت پر وخت حکومتي ډالۍ په غیرقانوني توګه پلورلي، پر حبس محکوم شو. خان د افشا شوي پیغام ادعا او پر هغه د حکومت له خوا ټول لګول شوي تورنه ردوي او وايي چې دغه تورنه د پاکستان د پوځ له خوا جوړ شوي دي. خان تر دې مخکې د پاکستان پوځ پر دې هم تور کړی چې د هغه په ګوښه کېدو کې لاس لري، خو پوځ بیا د خان دغه تورونه ردوي.
خان تر سلب صلاحيت کېدو وروسته پراخ اعتراضي حرکتونه پيل کړل، خو تر بندي کېدو وروسته نور په خلکو کې نه دی راڅرګند شوی.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:
د پاکستان هغه لومړي وزيران چي ۵ کاله دوره يې نه کړه پوره
د پاکستان په تقريبا۷۰ کلن تاريخ کي زياتره وخت پوځ حکومت کړی دی. په دغه هيواد کي ديموکراټيک حکومتونه هم جوړ سوي، خو يوه لومړي وزير لا هم ۵ کلنه دوره پوره کړې نه ده. څو نامتو يې دغه دي:
انځور: OFF/AFP/Getty Images
لياقت علي
(اګست ۱۹۴۷ تر سپتمبر ۱۹۵۱)
د هند تر وېش وروسته د مسلم ليګ ګوند سياستوال لياقت علي د پاکستان لومړی ګورنر جنرل سو، خو په ۱۹۵۱م کال کي ووژل سو.
انځور: OFF/AFP/Getty Images
ايوب خان (اکتوبر ۱۹۵۸ تر اکتوبر ۱۹۵۸)
په پاکستان کي تر پوځي کودتا وروسته ايوب خان ځان د عبوري حکومت رئيس کړ. وروسته هغه سکندر مرزا له ولسمشرۍ ليري کړ او ځان يې پخپله ولسمشر کړ. له ۱۹۵۸ څخه تر ۱۹۷۱ پوري په هيواد کي لومړی وزارت نه ؤ. ايوب خان په دغه انځور کي د بريتانيا د ملکې او د هند له لومړي وزير سره په ۱۹۶۰م کال کي ښيي.
انځور: public domain
ذوالفقار علي بهټو
(اګست ۱۹۵۳ تر جولای ۱۹۷۷)
په ۱۹۷۳م کال کښې د پاکستان د نوي اساسي قانون تر جوړېدو وروسته ذوالفقار علي بهټو د پاکستان لومړی وزير سو. خو په ۱۹۷۷م کال کې پر هغه پوځي کودتا وسوه او په پاکستان کي بيا پارلماني ديموکراسي د زياتو کالونو له پاره پای ته ورسېده.
انځور: picture-alliance/ dpa
بېنظير بهټو
(دسمبر ۱۹۸۸ تر اکتوبر ۱۹۹۰ او له اکتوبر ۱۹۹۳ تر نوامبر ۱۹۹۶)
بېنظير بهټو د پاکستان لومړۍ مېرمنه وه چي د خپل ګوند مشري يې په ۱۹۸۲م کال کي پر غاړه واخيسته. شپږ کاله وروسته هغه د پاکستان او په ټوليزه توګه د يو مسلمان هيواد لومړۍ ښځينه صدراعظمه سوه. نوموړي د ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ کالونو تر منځ هم د صدراعظمي چوکۍ درلوده.
انځور: AP
نواز شريف
(نوامبر۱۹۹۰ تر جولای ۱۹۹۳، له فبرورۍ ۱۹۹۷ تر اکتوبر ۱۹۹۹، له جون ۲۰۱۳ تر جولای ۲۰۱۷)
نواز شريف اول وار په ۱۹۹۰م کال کي د پاکستان لومړی وزير سو، خو په ۱۹۹۳م کال له دندې ليري کړل سو. هغه په ۱۹۹۷م کال کي بيا د پاکستان لومړی وزير سو او تر ۱۹۹۹م کاله پوري پر چوکۍ پاته سو چي بيا ورباندي جنرال پرويز مشرف پوځي کودتا وکړه. نواز شريف په ۲۰۱۳م کال کي بيا د پاکستان لومړی وزير سو او د اختلاس د تورونو له کبله د ۲۰۱۷م کال په جولای مياشت کي له چوکۍ ليري سو.
انځور: Getty Images/S. Gallup
ضفرالله جمالي
(نوامبر ۲۰۰۲ تر جون ۲۰۰۴)
ضفرالله خان جمالي په ۲۰۰۲م کال د پاکستان لومړی وزير وټاکل سو. هغه تر دوو کالو وروسته استعفی وکړه. په دغه انځور کي نوموړی د متحدو ايالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزارت له معين سره يوځای دی.
انځور: AP
شوکت عزيز
(اګست ۲۰۰۴ تر نوامبر ۲۰۰۷)
شوکت عزير په ۲۰۰۴م کال کي د پاکستان لومړی وزير سو او په ۲۰۰۷م کال د پارلمان د دورې په پای ته رسېدو سره له چوکۍ ليري سو. نوموړی يوازنی پاکستانی لومړی وزير دی چي په پارلماني پروسه کي يې خپله دنده تر سره کړه.
انځور: AP
يوسف رضا ګيلاني
(مارچ ۲۰۰۸ تر جون ۲۰۱۲)
يوسف رضا ګيلاني په ۲۰۰۸م کال کي د پاکستان لومړی وزير سو. خو د پاکستان د سترې محکمې د پرېکړي له کبله مجبور سو چي په ۲۰۱۲م کال کي له چوکۍ ليري سي.
انځور: Abdul Sabooh
راجه پروېز اشرف
(جون ۲۰۱۲ تر مارچ ۲۰۱۳)
راجه پروېز اشرف تر يوسف رضا ګيلاني وروسته د پاکستان لومړی وزير سو. خو د نوموړي پيپلز ګوند په ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کي ماته وخوړه او هغه له چوکۍ ليري سو.