1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان مېرمني د بډو په قضيه کې ضمانت ترلاسه کړی

۱۴۰۳ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د پاکستان د حساب ورکونې یوې ځانګړې محکمې د بډو په یوه قضیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د مېرمنې موقت ضمانت منلی دی. خو رپوټونه وايي چې بشرا بي بي، به لاهم په زندان کې پاته وي.

Pakistans Ex-Premier Khan zu mehrjähriger Haft verurteilt
انځور: Arif AliAFP

پاکستانۍ رسنۍ اې آر وای د رپوت مطابق د پاکستان د راولپنډۍ ښار د حساب ورکونې يوې ځانګړې محکمې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جولای ۲مه) د مالي فساد په یوه قضیه کې د عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي، موقت ضمانت منلی دی. اې آر آی پر اکس شبکه ليکي: «د حساب ورکونې ځانکړې محکمې ضمانت کړی.»

د بډو په دغه قضیه کې له بشرا بي بي، سره د هغې مېړه عمران خان، هم تورن پېژندل شوی. دغه قضیه له هغو ادعاو سره تړاو لري چې خان او مېرمن ېې د القادر پوهنتون ته د ېوې پراختیایي ځمکې له اخیستونکي څخه مالي مرستې ترلاسه کړي دي، خو دوی دواړه دغه ادعاوې ردوي.

د محکمې د ضمانت منلو باوجود، د عمران خان مېرمن به د یوې بلې قضېې په تړاو په زندان کې پاته وی. دوهمه قضیه د هغې او عمران خان ترمنځ د غیرقانوني واده کولو قضیه ده.

د فرانسې خبري آژانس د یو مخکني رپوټ په حواله، د خان او بشرا بي بي، د واده په هکله شکایتونه د تېرکال په نومبر کې د بشرا بي بي، د پخواني مېړه، خاور مانیکا له خوا راپورته شول.

خو په يوه اعلاميه کې د بشرا بي بي، له قوله داسې راغلي دی: «خاور مانیکا ماته د ۲۰۱۷م کال په اپریل کې درې ګونی طلاق راکړ. ما او عمران خان د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په لومړۍ خپل واده وکړ.»

عمران خان له تېر اګست راهیسې په زندان کې دی. خو د ملګرو ملتونو یوې ډلې چې د بشري حقونو په چارو کې کار کوي، د دوشنبې په ورځ وويل چې د خان د خپلسري زنداني کول، نړېوال قوانین نقضوي.

خان او ګوند ېې ادعا کوي چې پرې لګېدلي تورنه سیاسي انګیزې لري تر څو ېې واک ته د هغه د بیا رسېدو مخه نیول شوي وي.

د پاکستان د کریکټ پخوانی ستوری عمران خان په عین حال کې له ګڼو نورو قضیو سره چې تر لاس لاندې دي، مبارزه کوي.

(Reuters,AFP)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل