1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان نیول کیدل: په ښارونو کي لاریونونه او اړودوړ

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۰, چهارشنبه

د پاکستان د مخکني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان تر نیولو وروسته د دغه هیواد په بېلا بېلو سیمو کي لاریونونه روان دي. په دې ترڅ په پنجاب ایالت کې د کابو زرو کسانو د نيول کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.

Pakistan Protest Ausschreitungen Festnahme Imran Khan
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

لاریونوال د اوسني حکومت پر وړاندي د سختو شعارونو په ورکولو سره د عمران خان د آزادولو غوښتنه کوي. په ځينو ښارونو کي لاریون کوونکو دولتي ودانیو ته تاوان رسولی، دولتي موټرونو ته يې اور اچولی اود ټایرونو په سوځولو سره يې سړکونه بند کړي دي.

په لاهور، کراچي، پېښور، کويټه، اسلام آباد او فیصل آباد سربېره په یو شمیر نورو ښارونو کي هم د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ د اخ ډب خبرونه ورکول سوي دي. د پي ټي آی له پلوه د هیواد په بېلا بیلو سیمو کي د ځینو لاریونوالو د وژولو اندېښنه ښوول سوې ده.

اړوند: «د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان ونیول شو»

د پنجاب پوليسو په حواله د عمران خان تر نيول کيدو وروسته په پېل شويو مظاهرو کې تر اوسه په پنجاب ایالت تقريباً زر کسان نيول شوي دي. د ايالتي پولیسو له خوا د چهار شنبې په ورځ ويل شوي دي:«پوليسو په د ایالت په بېلا بېلو برخو کې ۹۴۵ قانون ماتوونکي او شرخوښوونکي نيولي دي.»

پاکستان/ وروستي لاریونونه انځور: Ahmed Khan/AFP

د پاکستان تحريک انصاف ياپي ټي آی مشرانو د خپلو زیاتو پلویانو د نیولواو ژوبلولو ادعاوي کړي، خو له بله پلوه د پاکستان حکومت په دې اړه چوپه خوله دی او تراوسه يې په رسمي بڼه دغه ادعاوي نه دي منلي.

اړوند: محکمه کې د عمران خان حاضرېدل؛ اسلام آباد کې شدید امنیتي تدابیر نيول شوي

د لویو او تندو لاریونونو له امله په پنجاب کي د ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې تړل سوي اود چهار شنبې په ورځ د لاهور بورډ ازمویني هم لغوه اعلان کړل سوي دي.

پر همدې مهال د برټش کونسل، لندن او کېمبرج پوهنتونونو هم د چهارشنبې ورځي ازمویني لغوه اعلان کړي دي.

د ټلیفوني او انټرنټي خدمتونه ځنډول

د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کي دسختو لاریونونو پرمهال د سې شنبې له ماښام څخه تر ماخستن پوري ټلیفوني او انټرنیټي خدمتونه ځنډېدل سوي ول، په پنجاب کي ایالت کې پر غونډو، لاریونونو او احتجاجي مظاهرو بندیز لګول سوی دی او لاهور ته ځانګړي رينجر يا مليشه ځواک ور غوښتل سوي دي.

د سې شنبې په ماښام د عمران خان د نیولو پر وړاندي په لاریونونو کي یوه ځانګړې خبره دا وه، چي په بېلا بیلو ښارونو کي احتجاج کوونکي نظامي سیمو ته ورغلل، هلته يې شعارونه ورکړل او ودانیو او موټرونه ته يې تاوان ورسوی.

اړوند: عمران خان: «زما نيول نه، بلکې زما تښتول او وژل یې هدف دی»

په لارهور کي قهرجنو لاریون کوونکو د یو نظامي کس پر کور هم برید کړی دی. د فورټریس سټیډیم څخه شروع بیا تر راحت بیکرز چوک پوري په شاوخوا سیمو کي سوځول سوي موټرونه او پر سړکونو ویشتل سوي خښتي او ډبري لیدل کېږي. لاریون کوونکو پر عزیز بهټي سړک باندي هم پراته د خريدارۍ پر مرکز برید کړی دی.

د لاریون کوونکو شمېر په لارهو کي په تددریجي ډول لږ سوی او ماخستن لاریونوال خپلو کورونو ته ستانه سوي دي. 

پاکستان/ وروستي لاریونونه انځور: Asif Hassan/AFP

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرکزي مشره منزه حسن وايي، لاریون وال سخت په غصه دي او دوی په لوړه کچه په نظامي سیمو کي مظاهرې کوي، د هغې په خبره د لاریونوالو همدغه یوه غوښتنه ده، چي عمران خان دي سمدستي خوشي سي.

په فېسبوک  کي هم زموږ پاڼه ولولی

له بلي خوا د لاهور په زمان پارک، مال سړک، جي پي او څلور لاري، اکبر څلور لاري، لیبرټي څلور لاري، فیصل ټاون او ملتان روډ باندي غټ او کوچني لاریونونه ترسره سوي دي، د تحریک انصاف پلویانو د خپل ګوند بیرغونه پورته کړي او د حکومتي شخصیتونو پر وړاندي يې شعارونه او نارې وهلي دي.

د لاهور پر سړکونو لږ موټرونه لیدل کېږي، مارکیټونه له وخت مخکي تړل سوي او میټرو بسونه هم بند کړل سوي دي.

د پې ټي آی غوښتنه

د پي ټي آی يوه مشره شاه محمود قریشي ماخستن موده د ګوند له مشرانو سره تر یوې مهمې ناستي وروسته اعلان وکړ چې سوله ییز لاریونونه د دوی د پلویانو قانوني حق دی، نو د عمران خان تر راخوشي کولو پوري به لاریونونه روان وي.

ده د اسلام آباد د محکمې له پلوه د عمران خان د نیولو د پرېکړي په اړه د ستري محکمې د ننګولو ګواښ وکړ او زیاته يې کړه، سبا به د پي ټي آی یو پلاوی په بند کي له عمران خان سره ملاقات وکړي.

له بله پلوه بیا د مسلم لیګ »ن« ګوند ددغه هیواد په بېلا بیلو ښارونو کي د عمران خان د نیولو په مناسبت د خوشحالۍ ډولونه ږغولي او خواږه خواړه يې ویشلي دي.

د شننونکو نظر

د پوځي چارو وتلی کارپوه فاروق حمید خان ډویچه ویله ته وویل، حالات د حکومت د بې کفایتۍ له امله خراب سوي دي. د حکومت دا پرېکړه، چي د عمران خان د نيولو لپاره يې د پوليسو پر ځای له رينجر ځواکونو کار واخیست سمه نه وه. دده په خبره، د عمران خان د نیولو په غبرګون کي، چي کوم خطرناک عکس العمل رامنځته سو ددغسي یوې کړني فکر لا موږ نه سوای کولای.

په یوټیوب کي هم ډویچه ویله تعقیب کړی

نوموړي وويل چې عمران خان دې خپلو ملاتړ ته لارښوونه وکړي چي له نظامي ځایونو لیري پاته سي او له تاوتریخوالي څخه ځانونه وساتي. د هغه په خبره له بله پلوه حکومت ته هم په کار ده، چي له احتیاط څخه کار واخلي او درواغجنو دوسیو په جوړولو سره غچ اخيستنې ودروي.

انځور: Aamir Qureshi/AFP

دده په قول، د پاکستان د یوې لويي سیاسي ډلي مشر او په هیواد کي د خلکو د خوښي وړ مشر په دغسي تاوتریخجن ډول نیول د منلو وړ نه دي، نو د هیواد سیاسي مشرانو ته ښايي، چي د اقتصادي چارو ښه والي او ټینګښت لپاره سره کښيني او د خبرو اترو له لاري د هیواد ستونزي حل کړي که نه نو وضعیت نور هم خرابیږي.

د »سټي فورټي ټو« خبري ډلې سره تړلی یوه تجربه کار شنونکي نوید چوهدري ډویچه ویله ته وویل د خان صاحب له خوا د ادارو پر وړاندي ډېرېدونکي پاروني چلند د هیواد وضعیت دغه حال ته را رسولی.

دده په خبره، په لاریونونو کي د تنکیو ځوانانو شمېر غیري معمولي نه ؤ، استخبارات مخکي لا خبر ول، چي لاریونوال دولتي سیمو ته استول کېږي او مهمي ودانۍ په نخښه کوي، نو ځکه يې په هیڅ ځای کي د هغوی مخنیوی ونه کړ، مګر د یادو ټولو کسانو ویډیوګاني ثبت سوي دي او له پېژندلو وروسته به هر یو له قانون څخه د سرغړونو ځواب ورکوي.

سیاسي مبصرین وايي، اوس به ولیدل سي، چي د چهارشنبې په ورځ څومره کسان په لاریونونو کي ونډه اخلي.

د نوید چوهدري په اند، که چیري د پي ټي آی پلویان خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي، بیا نو نور سیاسیي ګوندونه هم د نظر د دفاع له پاره اړ کيږي چي خپل ملاتړي میدان ته راوباسي. د نوموړي په خبره به له داسي کړني وروسته د پي ټي آي ستونزي نوري هم ډيري سي.

زموږ له ارشیف څخه: 

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش

01:33

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب