1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان پر نیونه د سترې محکمې او حکومت تر منځ اختلاف

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن، جمعه د اسلام آباد لوړې محکمې ته حاصر شوی دی. خان چې روانه اوونۍ ونيول شو او سترې محکمې ېې نيول «غیرقانوني» ښودلي، لا هم د پولیسو په توقیف کې دی.

د پاکستان سوپریم کورټ د مخکيني صدراعظم عمران خان نیول «غیرقانوني» بللي خو د کورنيو چارو وزارت وايي که هغه آزاد هم شي بیا به ېې ونیسي
د پاکستان سوپریم کورټ د مخکيني صدراعظم عمران خان نیول «غیرقانوني» بللي خو د کورنيو چارو وزارت وايي که هغه آزاد هم شي بیا به ېې ونیسيانځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د پاکستان د سترې محکمې مشر، عمر عطا بنديال، د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د يوې غونډې پر مهال د عمران نيول «غیرقانوني» وبلل. هغه په دې هکله وويل: «ستا نیول غیرقانوني وو، په همدې دلیل دغه ټوله پروسه باید بېرته شاته وګرځول شي.»

خان ته د هغه د خونديتوب په خاطر امر شوی وو چې د جمعې په ورځ محکمه تر راښکاره کېدو پورې دې د پولیسو تر حفاظت لاندې په ځانګړي توقیف کې پاتې شي.

خو سربېره پر دې چې سترې محکمې د خان نیول غیرقانوني وبلل، حکومت ويلي دې چې د خان د آزاد کېدو په صورت کې به هغه بېا ونیول شي، چې دا کېدای شي د لاډېرو ناکراريو ته لمن ووهي.

نور ولولئ:د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول کیدل غیر قانوني وبلل

د پاکستان د کورنیو چارو وزير، رانا ثناءالله، ويلي دي چې هغه به د خان د نیولو له پروسې څخه په شا نشي. هغه په دې هکله د دنيا په نوم تلویزیون ته وويل: «که چېرته [خان] سبا له هایکورت څخه وثیقه ترلاسه کړي، موږ به د وثیقې لغوه کېدو ته انتظار شو او هغه به بېرته ونیسو.»

عمران خان د تېرکال په اپریل کې د پارلمان له خوا د عدم اعتماد راېې په نتيجه کې له واکه لرې کړل شو، خو هغه دغه اقدام د خپل ځان خلاف یوه دسيسه بللی او تر هغه وروسته ېې د نوو انتخاباتو ټينګار او لوي مارشونه ېې ترسره کړل. د نومبر مياشتې په یوه مارش کې پر خان باندې برید وشو چې هغه په کې په پښه ټپي شو. خان په دې تړاو د پاکستان د پوځ ارشد چارواکي او حکومت تورن کړل.

د پاکستان حکومت په وروستيو کې څو ځله د فساد تورونو او د پاکستان پر پوځ د شدیدو نیوکو په دليل د عمران خان د نیولو هڅې وکړې خو بريالی نه شو. د حکومت دغه هڅې تر ډېره د خان د پلویانو له سختو مخالفتونو سره ملې وې.

د عمران خان پلویان د اعتراض پر مهال - پنجشنبه د می ۱۱مه د پاکستان خيبر پښتونخواه پېښورانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

نور ولولئ:د عمران خان د ګوند د رهبرۍ ټول مهم سیاستوال نیول شوي دي

عمران خان بلاخره د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د اداري فساد د تورونو له کبله د پلازمېنې اسلام آباد په محکمه کې ونیول. خو د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد سترې محکمې د خان دغه نيونه غیر قانوني وښوده، ځکه چې دغه نیونه د محکمې په احاطه کې وشوه چېرته چې خان غوښتل خپله وثیقه وړاندې کړي.

امر شوی چې ۷۰ کلن خان دې د پولیسو هغه مرکز ته انتقال شي چېرته چې د نیولو پر مهال په کې توقیف وو، خو په دې شرط چې دغه مرکز د خان د یو «هستوګنځي» په توګه په نظر کې ونيول شي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، په هایی کورټ کې د جمعې په ورځ د خان تر راڅرګندېدو مخکې، په خپله هایی کورټ او د هغه شاوخوا سیمو کې په سلونو پولیس او امنيتي ځواکونه په دندو ګمارل شوي او پر لور ېې تلونکې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

وروسته له هغې چې د عمران خان ګوند، پي ټي آی، خپلو پلویانو ته د ېوې غونډې بلنه ورکړه، د اسلام آباد پولیسو یوه عاجله خبرتیا خپره کړه چې پکې ېې په اسلام آباد کې د هر ډول غونډو جوړول ممنوع کړي دي.

نور ولولئ: د عمران خان نیول کیدل: په ښارونو کي لاریونونه او اړودوړ

د عمران خان یوه وکیل، فیصل حسین چوهدري خبریالانو ته وويل: «موږ ډېر هیله مند یو چې وثیقه د عالي محکمې له خوا ضمانت شي.»

د خان تر نيولو وروسته د هغه پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې تاوتریخجن اعتراضونه وکړل، چې په ادامه ېې د عمران خان د ګوند یو شمېر لوړپوړي غړي ونيول شول.

چوهدري وویل چې د تېرې شپې له نيولو سره، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټولو نیول شوو غړو شمیر لسو ته رسیدلی دی. هغه وويل له دې ښکاري چې «حکومت د دغې کشالې د حل له پاره جدي نه دی.» چوهدري زیاته کړه چې پاکستان سولې ته اړتيا لري خو د حکومت دغه ډول کړنې ناهيلې کونکې دي.

د عمران د نیول کیدو پر موضوع یو انځوریز البوم هم کتلی شئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب