دغه مېله به د پسرلي او ثمرې د رب النوع په وياړ لمانځل کېدله.
اوستارا د هغه رب النوع نوم وو چې ختيځ ته يې وايه، ځکه چې هغه د لمر خاته له سرو رنګونو سره مقايسه کېدله. د هغې له نامه څخه د اوسترن يا په انګليسي کې «ايستر» نوم راوتلی دی.
ايستر هم ديني او فولکلوريک اصل لري. دا چې په آلمان کې ايستر څنګه لمانځل کيږي، په دې اړه لاندني انځورونه کښېکاږﺉ.
ايستر د عيسوي کليساو تر ټولو مهم جشن دی. د ايستر پېژندل شوي سمبولونه او دودونه بيا غيرديني رېښې هم لري. د ایستر هګۍ، سوی او پسونه د پېړيو په اوږدو کې په فولکلوريک ډول رامنځ ته شوي دي او له لرغونو دودونو سره ګډ شوي دي. دا چې د عيسويانو په عقيده ايستر د حضرت عيسی (ع) د قيام جشن ګڼل کيږي، ډېرو آلمانيانو هېر کړی دی.
انځور: st-fotograf - Fotolia.comد زرغونې پنجشنبې په ورځ کاتوليکي کليسا د حضرت عيسی (ع) او د هغه د پيروانو له خوا د ماښام ډوډۍ خوړلو د مراسمو ياد تازه کوي. په دغه ورځ عيسی (ع) ډوډۍ ووېشله او له نورو سره يې له يوه جام څخه اوبه وڅښلې. دغه مراسم د عيسويانو په عبادت کې هم تر سره کيږي چې په هنر او د کليسا په سندرو کې تل د دغې پېښي يادونه شوې ده.
انځور: imago stock&peopleد وير په جمعه د عيسويانو په عقيده د حضرت عيسی (ع) د مړينې يادون تر سره کيږي. ځينې عيسوي ډلې په دغه ورځ خاص مراسم تر سره کوي. د وير جمعه په کاتوليکي کليسا کې د روژې يوه ورځ ده. هغه دود چې له مخې يې بايد د جمعې په ورځ غوښې ونه خوړل شي، د وير د جمعې له مراسمو څخه سرچينه اخلي.
انځور: picture-alliance/dpaعيسويان که عقيده لري او که نه، د ايستر په وخت رنګينې هګۍ لټوي. ډېری وخت ميندي پلرونه دغه هګۍ د ايستر په يکشنبه پټوي چې ماشومان يې بايد ولټوي. عيسويان هګۍ د نوي ژوند سبمول ګڼي. په منځنيو پېړيو کې کليسا د روژې په وخت کې د غوښو او هګيو خوړل منع کړي ول. د دې له پاره چې هغه خرابې نه شي، هګۍ به پخېدې، رنګېدې او بيا د ډالۍ په توگه نورو ته ورکول کېدې.
انځور: Fotolia/anoliد بيالوژۍ له مخې عادي خبره نه ده چې سوی دي د ايستر هګۍ راوړي. خو سوی د پسرلي د فصل استازی ګڼل کيږي. سوی د ډېرو بچيانو په راوړلو سره د سمسورتيا لرغونی سمبول هم دی. پخوا به چرګانو او لک لکانو هم ډلۍ له ځانه سره راوړلې، خو نن سبا يوازي سوۍ دا کار کوي. هغه په تېره بيا رنګيني هګۍ او خواږه له ځانه سره راوړي.
انځور: picture-alliance/ZBد ايستر وری د يهودانو په هغي عنعنې پوري اړه لري چې د «پاسا» په نوم په جشن کې وری يا پسه حلالوي. دغه دود له مصر څخه د بني اسرائيلو د لېږد خبره په ياد راولي. هغوی د خپلو کورو د دروازو مخ د دې له پاره وينه تويوي چې د مرګ فرشته ورنه شي. په عيسويت کې وری د حضرت عيسی (ع) د بې ګناه ربړوني سمبول دی. اوس کيکونه د وري يا پسه په شکل پخيږي.
انځور: Fotolia/Thomas Geukingد ايستر شمع د ايستر په شپه عبادتونو ته روڼا وربخښي. د هغې روڼا د عقيده لرونکو د روښانتيا سمبول دی. د ايستر شمع په مټ نورو شمعو ته هم اور لېږدول کيږي. په دې توګه روښنايي په سمبوليک ډول لېږدول کيږي.
انځور: AFP/Getty Imagesد ايستر اور د لرغونو جرمني قومونو دود هم وو. لمبو بايد ژمی او پېريان شړلي وای. نن سبا په تېره بيا په کليو او بانډو کې د ايستر د لمانځلو له پاره د ايستر اورونه بليږي.
انځور: picture-alliance/dpaد ايستر په يکشنبه د کليسا زنګونه او زنګولې وهل کيږي. په کاتوليکي کاليساو کې به هغه د زرغونې پنجشنبې په ورځ نه وهل کېدې. يوازي لرګي بايد استعمال شوي وای، چې له کبله يې په ځينو سيمو کې ماشومان لرګين توکي ټکوي او خلک عبادت ته هڅوي.
انځور: picture-alliance/dpaد ايستر د اوبو دود تقريبا له منځه تللی دی. پېغلي د ايستر يکشنبې په شپه له سيند څخه اوبه راوړي. د ايستر اوبه هم د ژوند او سمسورتيا نخښه ده. د آلمان په ختيځ کې د لږکي سلاويک الاصله سربانو په منځ کې دغه دود لا ژوندی دی.
انځور: picture-alliance/dpaد هګيو جنګول هم د آلمان په بېلابېلو سيمو کې د ايستر د سباناري په ترڅ کې يوه محبوبه لوبه ده. دغه دود په تېره په بايرن او راينلند سيمو کې ژوندی دی. دغه دود هيڅ نوع ديني اصل نه لري.
انځور: picture-alliance/dpaد ايستر چکر هم داسې يوه عنعنه ده، چې له اوږده ژمي وروسته پسرلي او د طبيعت غوړېدو ته هر کلی وايي. ګويته دغه چکر په خپله مشهوره «فاوست» ډرامه کې راوستی دی. نن سبا د کليسا او په پښو د مزل وهونکو ټولنې خلک دغه چکر ته رابولي.
انځور: picture-alliance/dpaپه آلمان کې د ايستر لومړی لاريون په ۱۹۶۰ کال کې تر سره شو. له هغه وخت راهيسې دغسي لاريونونه دود شوي دي. پخوا به خلکو د اتومي وسلو پر وړاندې لاريونونه کول. نن سبا په دغو لاريونونو کې د سولې او چاپېريال ساتنې بېلابېلې ډلې برخه اخلي.
د ايستر مېله به په پسرلي کې د څوارلسمي يا بشپړي سپوږمۍ پر مهال شروع کېدله. هغه وخت خلکو د تورو اتڼ کاوه چې د د ژمي د پياوړو ځواک پر وړاندې د لمر د رب النوع سيمبوليک جنګ انځوروي.
د کال د فصل مطابق به هر کال ژمي ماته خوړله. دغه غيرعيسوي پخوانۍ هلي ځلي د کاليسا له پاره په سترګو کې اغزی وو. ځکه په ۳۲۵ کال کې د عيسويانو تر ټولو مهم جشن د جرمنيانو له پسرلنۍ مېلې سره يو ځای کړ.
دا چې لرغونو جرمنيانو د ايستر پر مهال کومه موسيقي اورېدله، څرګنده نه ده، خو په عيسوي دوره کې ګڼ شمېر کمپوزرانو د ايستر مېلې ته بېلابېلې نغمې او سندرې جوړي کړي دي.
لوی کمپوسيتوران لکه بخ او هېندل، د راهبانو سندرې يا د موڅارت اثار: په هغوی ټولو کې د عيسويانو په عقيده د حضرت عيسی (ع) په اصطلاح قيام لمانځل کيږي.
د ايستر سوی
نن سبا ټول خلک سوی پېژني که هغه له شوکولات يا له بادامي خوږو څخه جوړ وي، که هغه کيک وي يا د انځورلرونکو کتابونو يوه اتله څېره وي. ماشومان په آلمان کې داسې فکر کوي چې د ايستر سوی د ايستر په يکشنبه د هغوی په حويلۍ يا په کور کې دننه ورته هګۍ ږدي.
د دغسي يو سوی تصور چې هګۍ راوړي، په نولسمه پېړۍ کې ورو ورو رامنځ ته شو. خو لومړنۍ بېلګې يې په ۱۶۸۲ کال کې موجودې وې چې د هايدلبېرګ د طب د پروفيسور، ګېورګ فرانک فون فرانکناو له لوري پاته دي.
د ده په طبي ليکنه کې دی د ايلزاس او د راين سيند د بري برخي په شاوخوا کې د زياتو هګيو د خوړلو ناوړه روغتيايي پايلو ته اشاره کوي. دا چې سوی د هګيو د رنګولو او ځای پر ځای کولو متخصصه شوه، کېدای شي د هغې په سمسورتيا پوري اړه ولري، ځکه چې سوی هر کال اته بچيان راوړای شي.
د سمسورتيا د رب النوع په وخت کې هم سوی يو سپېڅلی ژوی بلل کېده. خو په موسيقۍ کې د ايستر سوی نه راڅرګنديږي. يوازي د رولف څوکوفسکي په نوم يو سندرغاړی وجود لري چې د ماشومانو سندرې وايي او له دغه سوی څخه يې هم يادونه کړې ده.
د انسانانو په کلتوري تاريخ کې هر ځای هګۍ ياديږي. په څلورمه پېړۍ کې روميانو او جرمنيانو هګۍ په قبرونو کې له مړو سره ښخولې، ځکه چې هغه د نوي ژوند سيمبول بلل کېدلې.
په منځنيو پېړيو کې اجاره کوونکو د ځمکو خاوندانو ته د دې له پاره هګۍ او سوی ورکول چې هغوی ژوندي پرېږدي. د دغو لګښتونو څخه نننی دود سرچينه اخلي چې د ايستر پر وخت خلک يو بل ته هګۍ ډالۍ کوي.