د عیسویانو پر وړاندي مرګونی تاوتریخوالی
۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبهد «پرانیستو دروازو» په نامه سازمان د عیسويانو پر وړاندي د مرګوني تاوتریخوالي په اړه په ځانګړي ډول د افریقا په ځینو برخو کي شکایت کوي.
پروسږکال په افغانستان کي د طالبانو له خوا د ډېرو عیسویانو د وژلو او له دغه هیواد څخه د زرهاوو نورو له تښتېدولو وروسته اوس دغه هیواد د هغو هیوادونو د نوملړ په سرکي راځي چي هلته عیسویان تر ډېر ګواښ او تعقیب لاندي دي.
اوس دغه هیواد د یاد نوملړ په نهمه درجه کي راغلی او په افریقايي هیوادونو کي بیا د عیسویانو ژوند لاپسي تریخ سوی دی. دا په داسي حال کي ده چي په دغه راپور کي ویل سوي دي چي په افغانستان کي د عیسویانو ژوند«ډېر خراب» سوی دی.
په افریقا کي د عیسویانو وحشتناک وضعیت
ایلیاد جادي د «پرانیستو دروازو» په سازمان کي د افریقايي چارو کارپوه دی، هغه وايي: «د افریقا په لویدیځه صحرا کي د عیسویانو پر وړاندي تاوتریخوالی په ښکاره ډول ډېر سوی دی، خو نړيواله ټوله يې جدي نه ګڼي.»
اړوند: په سوریه کې د تښتول شوو مسیحانو په هکله انديښنه
هغه د عیسویانو د هري ورځي د کړاونو او ستونزو په اړه دویچه ویله ته د یوې مرکې پرمهال وویل: «د نایجریا په ځینو سیمو کي د عبادت له پاره کلیسا ته تلل یو طرفه ټکټ دی.»
جادي په نایجریا او کانګو جمهوریت کي د عیسویانو د وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی.
هغه زیاتوه کړه چي په دغو دوو هیوادونو کي د اسلامي بنسټپالو له خوا پر عیسویانو باندي قصدي مرګونی تاوتریخوالی د نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله ډېر پراخ سوی دی.
د «پرانیستو دروازو» مرستندویه سازمان له خوا په تازه خپور کړل سوي راپور کي په ګوته سوې چي د عیسویانو پر وړاندي تاوتریخوالی د ریکارډ کچي ته رسېدلی دی.
که څه هم په ټولیزه توګه څو واري د هغو عیسویانو شمېرې چي د ډېر تاوتریخوالي له لاسه کړیږي خپرې سوي دي د بیلګي په ډول پروسږکال يې شمېر ۳۶۰ میليونه کسانو ته رسېدی، خو دا تاوتریخوالی په چټکۍ سره لوړ سوی دی.
د «پرانیستو دروازو» د راپور له مخي د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتي له لومړۍ نېټې څخه بیا د ۲۰۲۲م کال تر ډسمبر میاشتي پوري یوڅه کم ۵۶۲۱ عیسویان وژل سوي دي چي دا شمېره د تیرو پنځو کلونو په پرتله ۸۰سلنه ډېره ده.
په دې وخت کي یوازي په نایجریا کي د عیسویانو ۴۷۲۶ تښتوني ثبت سوي دي. پروسږ کال په دغه هیواد کي ۲۵۱۰عیسویان اختطاف یا تښتول سوي ول.
په عبادتځایونو کي چاودني
د «پرانیستو دروازو» سازمان مشر مارکووس روده په آلمان کي ویلي دي چي ډېر کلونه کیږي، چي پر عیسویانو د څار او تعقیب کچه زیاته سوې ده. په نړۍ کي د هغو لسو هیوادونو له ډلي څخه چي عیسویان زیات پکښي تعقیبیږي پنځه يې د افریقا په لویه وچه کي دي.
اړوند: سپيني ماڼۍ او مصر د قبطي مسیحانو وژل غندلي دي
دغه مرستندویه سازمان د افریقا د لویدیځي صحرا د هیوادونو په ځانګړي ډول نایجریا کي د پام وړ تاوتریخوالی ثبت کړی دی.
یوازي د تیري اوونۍ په وروستیو کي دوې مرګوني پيښي، چي یوه يې د کانګو ديموکراټیک جمهوريت په ختیځ کي د «پنطیکا ستیسم» په کلیسا کي د عبادت پرمهال چاودنه وه، چي ۱۷ کسان پکښي ووژل سول او په لسهاوو نور يې ټپیان کړل.
د نایجریا په شمال کي بیا یو ناڅرګند بریدګر د کشیش د ناستي ځای ته اور واچوی، په دې پېښه کي یو سیمه ایز کشیش چي ځان يې له برید ګر څخه پټ کړی ؤ ، د اور په لمبو کي وسوځېد او مړ سو.
منځلاري مسلمانان هم د ترهګرۍ قربانیان دي
ایلیاد جادي، يوې ډلي ته چي افراطي ایډیالوژۍ ته لېواله ده، په اشارې سره چي غواړي په نایجریا کي «اسلامي خلافت» تشکیل کړي: «اصلي موخه يې عیسویان دي. جهادیان غواړي،
چي هغوی مسلمانان سي.» جادي زیاتوي، خو منځلاري مسلمانان چي نه غواړي افراطي کړني وکړي، هغوی هم د ترهګرۍ قرباني کیږي.
دی ټینګار کوي چي افراطیان پر ښوونځیو بریدونه کوي، ځکه زده کړه د هغوی دښمنه ده.
«پرانیستي دروازې» چي ځان تر ازار او تعقیب لاندي عیسویانو له پاره مرستندوی سازمان راپېژني، د افریقا په لویه صحرا کي د عیسویانو د مشکلاتو په اړه د نړيوالي ټولني له لږ پاملرني څخه سرټکوي.
جادي وايي، نړيواله ټولنه او نړيوال ائتلاف چي د افغانستان او منځني ختیځ په وړاندي يې د تش په نامه «اسلامي دولت» یا داعش ډلي د خوځښتونو د مخنیوي په لار کي کوم پام کړی،
مګر هغو عیسویانو ته چي د ده په قول، په افریقا کي د اسلامي سختدریځو له خوا زیاتي ستونزي ګالي هغسي پاملرنه نه ده ورته سوې.
جادي وايي، د جنوري میاشتي په وروستیو کي افریقا ته د پاپ فرانسیس وروستی سفر ډېر ګټور دی او کیدای سي په دې سفر کي پاپ له سوډان او کانګو جمهوري ديموکراټیک هیواد څخه هم لیدنه وکړي.
جادي هیله لري «په افریقا کي د عیسویانو ستونزي به د نړيوالي ټولني پاملرنه جلب کړي.» هغه وايي، دغه سفر به په نړيواله کچه له پامه لوېدلي حالت ته یوار بیا د نړيوالو پام ور واړوي.
اړوند: پاکستانی اسقف: د «کفر ويلو» قانون مسيحان ګواښي
دی د «پرانیستو دروازو» هغه راپور چي په «نړۍ کي د عیسویانو د تاوتریخوالي ځانګړتیا» په اړه يې د دېرشم وار له پاره خپور کړی، ډېر برخي يې د پروسږکال په ډول ګڼي.
همدارنګه شمالي کوریا، سومالیا، لبیا او یمن د هغو هیوادونو له ډلي څخه دي، چي په ځانګړي ډول د عیسویانو وضعیت پکښي ډېر خراب ښوول سوی دی. په عراق کي حالات تر پخو اوس یوڅه سم سوي دي.
په لاتین امریکا کي اندېښنه
په دغه راپور کي دوه ټکي د پاملرني وړ دي، د «پرانیستو دروازو» سازمان د لایتني امریکا په ځینو هیوادونو کي د عیسویانو د وضعیت خرابیدو ته اشاره کړې ده.
نیکاراګوای په اول وار د هغو ۵۰ هیوادونو په نوملړ کي راغلې چي هلته د کلیساوو ټولنیز نفوذ کمزوری کول، پر کلیساوو بریدونه او د عیسوي رسنیو تړل شامل دي.
د نیکارا ګوای تر څنګ کیوبا او وینزویلا هم هغه هیوادونه دي چي د دولتي ادارو له خوا پکښي د کلیساوو استازي ورځ په ورځ له پښو لویږي.
«پرانیستي دروازې» سازمان په چین کي د عیسویانو پر وړاندي د هري ورځي تاوتریخوالي ترڅنګ په نړيواله کچه د دغه هیواد د نویو هلو ځلو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
یاد سازمان ویلي دي چي چین د بشري حقونو د «نوي طراحۍ» په موخه د یو داسي نړیوال ائتلاف د جوړولو هڅه کوي چي پکښي د بیان ازادي، ټولنیزه او مذهبي آزادي ځای نه لري.
لیکوال: کریستوف اشترک
ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی