د غاليو صنعتکاران د بازار د نشتوالي څخه سرټکوي
۱۳۸۹ مهر ۱۳, سهشنبهپه هرات ښار کي د غور ولايت څخه راغلی يو ۳۰ ځوان وايي چي په کور کي جوړه کړې غالۍ يې خلک اوس په هغه نرخ نه پيري چی لکښت ورباندي راغلی.
د هغه په خبره پر دې ۱۲ متره غالی باندي يې ۳ مياشتي د کورنۍ ټولو غړو کار کړی دی او اوس څوک ورته گوري لا نه.
دا په داسي حال کي ده چي د کارپوهانو په خبره يو شمېر افغان سوداگر اوس د کاونډيو هيوادونو غالۍ په نړيوالو مارکېټونو کي د افغاني غالو په نوم پلوري او د افغانستان دا څوک د باندی نه وړي.
په هرات کي د غالی پلورونکو د ټولني مرستیال رئیس عبدالظار کوفی وايي چي د غالیو دپاره د مناسب مارکټ نشتوالی د غالیو صنعت ته زیان واړاوه.
د هغه په خبره اوس ډیری هغه کسان چي، کلونه کلونه یی په دغه کسبو کار ورځنی ژوند پرمخ بیوه له کاره ستړيا ښيي.
«افغان دولت د ژمنو برخلاف صنعتکارانو ته کاري اسانتیاوي او سوداګرو ته د غالیو نړیوال مارکټونو ته د تلو ویزه اوخدمتونو کي پاته راغلی»
که څه هم د غاليو پلورنکوغیر دولتي ټولني مشرتابه د غالیو صنعت مخ پر کښته وباله خو په هرات کي د سوداګرۍ د خوني مرستیال بیا برخلاف تر بل هروخت اوس دغاليو بازار په نړیواله کچه ګرم وباله.
هغه وويل اوس مهال د افغانستان په غرب کي تر۳سوه زره کوچنۍ فابریکې فعاليت لري او تر شپږسوه زره ډير کسان چي ډيری يې مېرمني دي د کارزمينه ورته برابره سوې.
« موږ تل هڅه کړې چي د غالۍ د صنعت د پرمختګ دپاره کاروکړو. په نړيوالو بازارونو کي مو افغاني غاليو ته ځای پيدا کړی او په افغانستان کي مو هم د صنعتکاروانو سره وړ مرستي کړي دي».
د هرات د سوداګرۍ د خوني مامورين وايي غالۍ يې د هیواد په کچه اقتصادي صنعت دی او د پرمختګ دپاره يې وړ پلانونه ترلاس لاندي دي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل