د غزني ولایت چارواکو د يوې الوتکې د سقوط خبر ور کړی
۱۳۹۸ بهمن ۷, دوشنبهسرچینې زیاتوي چې دغه الوتکې ۸۳ تنه مسافرین له هرات ولایت څخه کابل ته انتقالول چې یوه نیمې بجه یې د غزني ولایت په ده یک والسولي کې سقوط شوې ده.
د ولایتي شواره غړی خالقداد اکبري دویچه ویله ته دغه پیښه تایید کړه او زیاته کړه چې مسافر وړنکې الوتکه د غزني ولایت د ده یک والسوالۍ په سدوخیل کلي کې سقوط شوې ده.د غزني امینه قومندان سمونوال خالد وردګ د پیښې په اړه وویل چې دغه الوتکه په ده یک والسوالۍ کې لویدلې ده او د دغې الوتکې یوې برخې هم اور اخیستې وو چې تر اوسه د دوی پرسونل بشپړ مالومات نه دي وړاندې کړي.
بل خوا د غزني ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري دویچه ویله ته وویل چې دا لا تثبیت شوې نه ده الوتکه د کوم شرکت اړوند ده او یا هم نظامي ده او دا چې دغه الوتکې اور اخیستی او د تلفاتو په اړه بشپړ مالومات نشته.
که څه هم د ولایتي شورا غړي دغه الوتکه د آریانا هوایې شرکت اړوند بولي خو د آریانا هوایې شرکت د بازار موندنې څانګې آمر ضیاء الحق ضیا په ټلفونې مرکه کې وویل چې دغه الوتکه د دوی د شرکت اړوند نه ده او د آریانا شرکت الوتکې خپل هدف ته مسافرین انتقال کړي چې هيڅ ستونزه نه ده رامنځته شوي.
د غزني ولایت ده یک والسوالۍ له ناامنو ولسواليو څخه ده چې د مخالفینو فعالیتونه په کې ډیر دي.