د غزني په پوهنتون کې چاودنې ۲۳ محصلین ټپیان کړي
۱۳۹۸ مهر ۱۶, سهشنبهدغه چاودنه د غزني ولایت په قلعه جوز سېمه کې د دولتي پوهنتون د تعلیم او تربیې په پوهنځي کې شوې ده او ګڼ شمېر نجونې او نارینه محصلین په کې ټپيان شوي دي.
د غزنی د والی ویاند محمد عارف نوري ویلي دي: «نن سهار ۹:۴۰ د غزنی ولایت د دولتي پوهنتون په تعلیم او تربیې پوهنځي کې دغه چادونه شوې چې په پایله کې یې ۲۳ محصیلین ټپیان شوي دي. په ټپيانو کښې ۱۶ تنه نجونې او ۷ تنه نارینه دي.»
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت وایي چې ټپیان تر درملنې لاندې دي او د دوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
له بلې خوا د غزني امنیه قوماندانۍ هم دا پیښه تائید کړې او زیاته کړي یې ده چې چاودیدونکي توکي له وړاندې ځای پر ځای شوي وو او تر اوسه دپیښي په تړاو څوک نه دي نیول شوي او د دوی پلټني رواني دي.
د غزني یو شمیر محصلین د پوهنتون پر محصلینو او پوهنتون باندې برید له علم او پرمختګ سره دښمني یادوي. هغوي ټینګار کوي چې حکومت باید د دغو ډول پيښو مخه ونیسي، ګنې محصلین به د خپلو زده کړو پریښودو ته مجبوره شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې هم د غزنی ولایت د همدې پوهنتون پر ملي بس موټر باندې چاودنه شوې وه چې په ترڅ کې یې موټر چلوونکي خپل ځان له لاسه ورکړی وو او شپږ تنه محصلین په کې ټپیان شوي ول.
میرویس اسلمي، غزني