د غزې بشري فاجعه
۱۳۸۶ اسفند ۲۴, جمعهپه هغوجگړوکې، چې د تېرواوونيوپه ترڅ کې د اسرائيل اوفلسطينيانوترمېنځ د غزې په تړانگوکې وشوې، ترشلوتنولاډېرفلسطيني ماشومان او نوي ځلميان ووژل شول .
د هغوپه ډله کې يوه مياشتنۍ اميره. د غزې په تړانگوکې له فلسطيني مهاجرينوسره د ملگروملتونو د مرسته کونکې ټولنې ) يو اېن آر ډبليو اې ( مدير جون » گينگ « د زورزياتي او بېوزلۍ په هکله د اخطارپه توگه وويل:» د غزې ملکي خلک د سياسي ناکامۍ بيه ورکوي. او دابايد سمدستي تغيروکړي. پرته لدې مونږهغه شېبه خطاکوو، چې ترهغې وروسته بېرته تگ نشته.
خلک به د زورزياتي اوافراطيت لاس ته ورولوېږي او د دغه حالت بدلول به وارپه وارلاسخت شي. سړی بايد يوټکی هېر نه کړي او هغه دا، چې د غزې د تړانگو د اوسېدونکونيمايي تر اتلسو کلونو لږعمرلري اودغه ځوانان د زده کړې چانس له لاسه ورکوي، ځکه، چې مونږ نشوکولای، چې د غزې تړانگوته تباشير، کتابچې، کاغذ، درسي کتابونه اونورورته شيان ورسوو.
د خلکودغه محاصره، دغه مجازات کول هغه بهيرله مېنځه وړي، کوم، چې مونږيې لدغې گډوډۍ نه راايستلای شوای. «
د خيريه ټولنو د څېړنې له مخې، د غزې د اوسېدونکو وضيعت په 1967 ميلادي کال کې له اسرائيلي اشغال راهيسې دومره خراب نه وو.